د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عنایت الله پویان

16.07.2012 20:47    |   عنایت الله پویان رحمان بابا ته لیک

باباجانه! پرون شپه مې په خوب کې لیدلې، را څخه خپه غوندې وې او راته دې ویل:هغه مهال اوهغه وخت چې انګریزي استعمار زما د ښکلي پښتونخواپه روغ بدن د ډیورند د مردارې کرښې په نامه د بیلتانه د ظلم زور چاړه را کاږله او زما د ښکلې نازنینې لورګۍ [ پښتونخوا] اندامونه یې په دو برخو سره ویشل، ته په کوم خوب کې ویده وې ـ ولې دې هغه مهال زما د نازنینې لورکۍ [پښتو بی بی] چیغې ترغوږو نه شوې او د څه لپاره دې د هغې مرستې لپاره ور ؤنه دانګل او هغه معصومه جلکۍ دې یوازې پریښودله چې د انګریز او د پنجاب سامراج يې په شهادت ورسوي ؟ او ما درته ویل:باباجانه! هغه مهال زه

14.07.2012 11:51    |   ملا عنایت الله پویان حسین خیل ماته بیړۍ او توفان ځپلي خلک

او مونږ څو تنو د ماتې شوې بیړۍ ـ توفان ځبلو خلکو د ډآر شیبې شمیرلې له ماڼو ګانو لامبوزنو څخه د سین څپې او ګودرونه هیر وو مونږ د وحشي توفان څپې لیدلې مونږ کلیمې لوستلې

12.07.2012 22:49    |   ملا عنایت الله پویان حسین خیل بډې ـ رشوت ـ اداري فساد

ګران لوستونکي دې ګومان ؤنکړئ چې ګنې یوازې او یوازې د کرزی صیب جهادی اداره په رشوت او بډو اخیستلو ملوسه اوګرمه ده اوپخوا له دې د ظاهرشاه د سلطنتی نظام څخه را نیولې آن د داود خان او د خلقیانو او پرچمیانو او له هغوي څخه وروسته د مجاهدینو او طالبانو په حکومتونو کې پسات او رشوت نه ؤـ دا چې د کرزي صیب په پاچاهي کې پیسې زیاتې وې نو خا مخا ورسره رشوتونه هم زیات ووـ همدا رنګه د کرزي صیب له حاکمیت څخه وړاندې په پخوا زمانوکې د هیواد مادي حالت او اقتصاد په ټپه ولاړ ؤ او پیسې لږې وې، نو ځکه اداری پسات او بډې او رشوتونه هم لږ ووـ د خدای بښلي سردار

09.07.2012 21:17    |   ملا عنایت الله پویان حسین خیل تیښته (فرار)

د امثال او ټولنې تر سرخط لاندې لیکنې چې په اغلب ګومان د سلیمان اویا د داود پیغامبرلیکنې به وي لولو: لیونتوب دی، ژوند سرترپایه پورې د لیونتوب عبثې منډې را منډي دي- بنیادمان له دغو واړو منډو، ترړو چې د شینکي اسمان د چترلاندې یې تر سره کوي څه ګټه لاس ته را وړلای شي؟ـ نسلونه یو د بل پسې را ټوکیږي او بیا محوه کیږي خو دنیا همداسې ځای پرځای روغه رمټه ولاړه ده او د ویجاړیدو او امحا څرک یې نه لګیږي- لمر له ناغې پرته هره ورځ د ختیز له لوري ځان ښکاره کوي او بیا د لویدیز په تیارو کې له سترګو پنا کیږي او د ستړیا احساس یې نه کیږي- د کاریزونو او چینو اوبه په تل پاته توګه په خوړونو کې او خوړونه په سندونوکې اوسندونه په لویو دریابونو کې تویږي،

08.07.2012 14:20    |   ملا عنایت الله پویان حسین خیل تصوف

د تاریخي پیښو د کره کتونکو په حواله د صوفی کلیمه له صوف څخه لاسته راغلې ده (صوفه یا دوکا) چې ځنې خلک یې د کراستې په نامه یادوي د لمڅي هغې ټوټې ته وائې کوم چې پیغامبر علیه السلام به له خپلو یارانو سره پرې ناست ؤ او خلکو ته به ئې د اسلام د مقدس دین تعلیم او تدریس کاوه- د مستشرقینو په آند

01.03.2011 22:11    |   عنایت الله پویان د خیال شهباز ته

زما د خیال د ژور فکر د احساس شهبازه ! د هسکوغرونو، ګړنګونو، د همت پروازه د آسمانونو، کړنګهار د ماتېدو شېبو کې د سور سیلاو، یاغي توفان د بهیدو په شپو کې

01.03.2011 22:09    |   عنایت الله پویان د سترکو ګیلې

ترګو مې اوښکې ګيلې در وړې، تا پروا ؤ نه کړه ماشوم زړګی مې په ژړا شو، تا ژړا ؤ نه کړه

05.02.2011 11:27    |   عنایت الله پویان د ښاپیرۍ مینه

چې د پټ پټ راکتلې- چې د سترګې تورولې چې خندا دې راته کړله- اشارې دې راته کړلې مینه نه وه زما زړه کې- تورو سترګودې مین کړم د چا غم راسره نه ؤ- اشارو دې زه غمجن کړم

20.01.2011 22:39    |   عنایت الله پویان تیښته

د امثال او ټولنې تر سرخط لاندې لیکنې چې په اغلب ګومان د سلیمان او یا د داود پیغامبر لیکنې به وي لولو:لیونتوب دی،ژوند سرترپایه پورې د لیونتوب عبثې منډې را منډي دي- بنیادمان له دغو واړو منډو، ترړو چې د شینکي اسمان دچترلاندې یې تر سره کوي څه ګټه لاس ته را وړلای شي؟ـ نسلونه یو د بل پسې را ټوکیږي او بیا محوه کیږي خو دنیا همداسې ځای پرځای روغه رمټه ولاړه ده او د زوال او امحا څرک یې نه لګیږي-