د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاپیرۍ مینه

عنایت الله پویان 05.02.2011 12:27

چې د پټ پټ راکتلې- چې د سترګې تورولې

چې خندا دې راته کړله- اشارې دې راته کړلې

مینه نه وه زما زړه کې- تورو سترګودې مین کړم

د چا غم راسره نه ؤ- اشارو دې زه غمجن کړم

**********

ما وې دا په نصب څوک ده- چې په ګلو باندې ګرځي

دښایست ساری یې نشته- په شنیلیو باندې پرځي

دې وې زه سپینه سپوږمۍ یم- په نصب کې ښاپیرۍ یم

ډکه پکه له ښکلا یم- د سرو زرو سره چکۍ یم

چې مې ټینګه کړه په غیږ کې- په رښتیا دا ښاپیرۍ وه

ډکه پکه له ښایست وه-د سرو زرو نتکۍ وه

په ویالو کې لمبیدله- د حرم دباغ هیلۍ وه

په وږمو کې ګرځیدله- سندرغاړې توتکۍ وه

نه پوهیږم څه پرې وشو- دا له ما څخه جلا شوه

بې وفا جلکۍ خو نه وه- څه لپاره بې وفا شوه

**********

په دا چاودو، چاودو پوندو- کوه قاف ته مې سفر شو

وږي- تږي پسې لاړم- ژوند زما هسې ابتر شو

له ژړا او انګولا مې- کلیوال واړه خبر شو

کوه قاف کې هغه نه وه- آسمانو ته آلوتله

د سپوږمۍ سکنۍ خور وه- سپیدو ته رسیدله

هغه لاړه- مینه لاړه- ژوند تباه شو- شکلا لاړه

لمدو سترګو نه مې اوښکه- د غم لاړه- ژړا لاړه

نه پوهیږم دغه خیال ؤ- که رښتیا دا ښاپیرۍ وه

ملایکه د آسمان وه- که په ستورو کې سپوږمۍ وه

شاعر:عنایت الله پویان

ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود