د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سترکو ګیلې

عنایت الله پویان 01.03.2011 23:09

ترګو  مې  اوښکې ګيلې  در  وړې،  تا  پروا  ؤ نه کړه
ماشوم   زړګی   مې   په  ژړا  شو،  تا  ژړا  ؤ  نه  کړه
کور ته دې راغلم ګوندې را کړې، د  سرو شونډو  ذکات
ذکات   د حسن   په   نصاب   ؤ،  تا   سخا   ؤ   نه   کړه
مړ دې  د   سترګو  په   چړو  یم ، حال مې  کله   پوښتې
اوښکې   شهیدې   په  لیمو   شوې ،  تا  دعا   ؤ  نه  کړه
کلونه   کیږي   رنځور  پروت   یم ، ستا د هجر اور کې
ټپ   مې  د  زړه  په  ناسور واوښت،  تا  دوا  ؤ  نه  کړه
ما وې خیرات به  دې  د سترګو،  له  لیمو  غواړمه
خونکارو  سترګو  جفا   ؤ  کړه،  تا  وفا  ؤ نه  کړه
کلونه   کیږي   پویان ناڅي،  ستا  د  مینې  ساز  ته
ټنګ  مې  د زړه له رباب ؤخوت ، تا نڅا  ؤ نه کړه


ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود