د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دچین د هیواد اقتصاد ولې دومر ه چټک پرمختګ کوي؟

تاج محمد تمکین 18.09.2011 10:54

په تولیدي شتمنیودزیاتوکلونوددولتي کنترول نه وروسته په ۱۹۷۸ زیږدیزکال کې دچین دولت  داقتصادي اصلاحاتویو ستر پروګرام رامنځته کړ.ددې په خاطر چې په هیوادکې خپل غیرفعاله اقتصادي فکتورونه راویښ کړي دچین دولت دکلیوالو تصدیواوخصوصي کاروبارونو جوړښت وهڅاوه او خارجي سوداګري اوپانګونه یې ازاده کړه،دولتي کنترول یې په بعضوقیمتونو باندې نرم کړ اوهمدارنګه دزده کړې اوصنعتي تولید په برخه کې یې پانګه اچونه وکړه چې نزدې په ټولواقتصادي برخوکې دغه ستراتیژي خوراغښتلی کاروکړ.
په داسې حال کې چې د۱۹۷۸ زیږدیزکال نه مخکې دچین داقتصادي ودې سلنه ۶ وه(دبعضوسترواقتصادي نوساناتوسره سره) ولې د۱۹۷۸ زیږدیز څخه وروسته چین په میانه ډول د۹ سلنې کلنۍ حقیقي اقتصادي ودې څخه برخمن شو هغه هم دډیرو کوچنیواقتصادي نوساناتوپه شتون سره اوهمدارنګه په وروستیو کلونوکې دچین داقتصادي ودې سلنه تر 13 پورې ورسیده اودسړی سر عاید یې په تیرو 15 کلونوکې تقریبا څوچنده زیات شو.بعضې شنونکي کې خوان لا پدې آند دی چې  په راتلونکوڅوکلونوکې به دچین اقتصاددامریکا داقتصادپه پرتله ډیر زیات پرمختګ وکړي.په زړه پورې ده چې چین ولې په اقتصادي برخه کې دومره ښه فعالبت وکړ.دنړیوال وجهي صندوق یا آی ایم ایف په یوه وروستۍ څیړنه کې دهغوهیوادونومنابع وازمایلې اوتریوزړه پورې پایلې پورې ورسیده.اګرچه پانګه ایزه تجمع،دهیواددپانګه ایزه شتمنیوپه ذخایروکې وده لکه نوې فابریکې،تولیدي ماشینري اوارتباطي شبکې په کې اړینې وې .په دغه څیړنه کې ښودل شوي چې دچین کارګرانویوډیر زیات اودتوقع برخلاف دچین دهیواد په تولید کې تیز زیاتوالی رامنځته کړچې داپه حقیقت کې دچین د کارګرانودکارزیات مثمریت ښیی اوهمدادچین داقتصادی پرمختیا یوستر اواساسي لامل ګڼل شوی.د1979-94 زیږدیزکاله پورې دچین تولیدي زیاتوالی 42 سلنه دچین په اقتصادي وده کې حساب شواوپه 90 لسیزه کې دچین هیواد پانګه ترټولومهمه منبع دچین په وده کې شاته پریښوده.داپه اصل کې دپخواني پرمختیايی نظریې بدلون ښیی چې په کومه کې به پانګه ایزه پانګه اچونې رهبري کوله.په تولیدي برخه کې دچین دغه بدلون په اصل کې د1978 زیږدیز کال داقتصادي اصلاحاتوپه اساس رامنځته شو
د1978 زیږدیز کال نه مخکې نزدې په پنځوکې څلوروچینایانوپه کرهڼه کې کارکاوه خوپه 1994 زیږدیزکې په دووچینایانوکې یوچینایي په کرهڼه کې کارکاوه.دچین اقتصادي اصلاحاتودټول هیوادپه سطحه دملکیتونوحقوقوته پراختیاورکړه اوددې باعث شول چې په کلیوالو سیموکې واړه غیرزراعتی کاروبارونه رامنځته کړي همدارنګه دکرهنیزه تولیداتولوړوبیوهم په تولیدي فارمونوکې دکارصحیح استعمال ته دخلکوپاملرنه واړوله اومثمریت یې خورازیات شو،چې په دې ډول سره دغوقواووزیات چینایي کاریګران وهڅول چې دکرهنې نه ووځې چې په پایله ایزډول کلیوالي تصدیوپه لس ګونوملیونه چینایان دروایتي زراعت نه دلوړارزښت لرونکي تولید په لورراکش کړل اوپه تولیدي برخه کې یې بوخت کړل،همدارنګه د1978 کال څخه وروسته اقتصادي اصلاحاتودتصدیومالکانوته په لویه پیمانه ازادي هم ورکړه اودوی یې ازادکړل چې په خپله خوښه خپل تولیدي اهداف وټاکي ، په خصوصی بازارونوکې په رقابتي قیمتونوسره بعضې تولیدات وپلوري،ښه کاریګرانوته لوړاوانعامي معاشونه ورکړي اوخراب دکارڅخه لرې کړي اوهمدارنګه دتصدۍ دعوایدویوه برخه دراتلونکې پانګه اچونې لپاره وساتي.دچین اقتصادي اصلاحاتوخصوصي تولیدي ملکیتونوته هم زیات اهمیت اوځای ورکړ اودغه خصوصي کاروبارونوددندوفرصتونه رامینځته کړل،زیات مهم استهلاکي تولیداتوته یې پرمختګ ورکړ،دخارجي سوداګرۍ له لارې یې زیات خارجي عواید  لاسته راوړل،ددولت مالیات یې زیات کړل اوپه همدې ډول یې ملي اقتصادکې یومثبت پرمختیایي ارتجاعیت رامنځته کړ کوم چې ددغه اقتصادي اصلاحاتومخکې دچین اقتصادنه درلود.ددغه اصلاحاتوپه ترڅ کې دچین حکومت په خپل هیوادکې بهرنۍ پانګې اچونې ته ښه راغلاست ووایه چې په ترڅ کې یې دچین دهیواداقتصادنورهم پیاوړی شواوتقریبا په 1994 کې په چین کې دبهرنۍ پانګې اچونې مقدار100 ملیارده امریکايی ډالروته ورسیده.دغه بهرنیواسعاروپه چین کې کارخانې رامنځته کړې،دندې یې زیاتې کړې،چین یې دنړیوال بازارسره ونښلوه اودتکنالوژۍ انتقال یې رامنځته کړ.دغه تمایلات تقریبا دچین په ټولو ساحلي سیموکې په خاصه توګه په نظرراځي چیرته چې خارجي پانګه اچونکي دمالیاتودمفاداتوڅخه په ډیره پیمانه خونداخلي.دچین ددغه اقتصادي ازادۍ په نتیجه کې دنوموړي هیوادصادرات ډیرزیات شول چې د1981-94 زیږدیزه پورې پکې په کلني ډول 19 سلنه زیاتوالی راغی.دچین هیوادددغه اقتصادی اصلاحاتواودمنابعو په ځای استعمال سره وکولای شول چې دپرمختګ لوړوپوړیوته ځان ورسوي.اوپه 2011 زیږدیزکال کې دچین دناخالص کورني تولیداندازه دنړۍ دستروصنعتي هیوادوبه قطارکې راغله .زمونږګران هیوادافغانستان هم دالله په فضل سره دطبعي منابعودپریمانتیا څخه برخمن دی اودغه طبعی منابع لاتراوسه استعمال شوي نه دي اونه چا ددې داستعمال لورته زیاته پاملرنه کړې وه خوپه وروستیوکلونوکې دنړیوالوپه همکارۍ دغه لورته یو څه پاملرنه شوې ده اوزمونږهیله ده چې زمونږه اقتصادددغه طبعي منابعو په استعمال سره دپرمختګ لوړونقطوته ورسیږي اوانشاالله که چیرته دپرمختګ دغه لړۍ همداسې ژوندۍ اوګړندۍ واوسي نوهغه ورځ لرې نه ده چې زمونږدهیوادافغانستان نوم به هم دنړۍ دستروپرمختللوهیوادونوپه لیکه کې راځي..