د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام اقتصادي نظام کې بیت المال یا حکومتي خزانه

تاج محمد تمکین 26.10.2014 11:31

د اسلام اقتصادي نظام هغه نظام دی چې نه یواځې د ټولنې د ټولو طبعو خیال ساتل شوی دی بلکه د د ټولنې د عامه ضروریاتو د رفع کولو او عام المنفعه کارونو د تر سره کولو لپاره هم خاص او ځانګړي پروګرامونه لري.د اسلام د اقتصادي نظام د عملي کولو لپاره اسلامي حکومت ته بيت المال يا د حکومتي خزانې جوړول ډير ضروري دي ،بیت المال په اصل کې د اسلام د اقتصادي نظام اساس تشکیولي ځکه چې د همدې ځای نه دولت ته خورا زیات عواید پلاس راځي او یوه مرکزي نقطه د نظام لپاره تشکیلوي.د دولت لپاره د خزانې ساتل انتهایي اړین او ضروري دي او ددي خزانې خوندي او محفوظ ځاي ته بيت المال ويل کېږي . بيت المال يواځې يو بانک ته نه وائي بلکې ټول مالي نظام ته بيت المال ويل کېږي . بيت المال يو منظم مالي نظام دي چې نه يواځې د حکومت په ټولو اړخونو کې نظم او دسپلين راولي بلکې د ټولو عوامو د مشکلاتو حل کوونکې او دهغوي دضرورياتو پوره کونکې دي .
د بیت المال د منابعو او مصارفو ترمنځ اعتدال راوستل د اسلامي حکومت اړینه دنده ده  . بيت المال د حکومت په ټولو اړخونو کې لکه دفاع ، تعليم او تربيه  ،صنعت ،تجارت ،د غريبو او بيچاره خلکو مرسته اود مصيبت ځپلو خلکو سره کومک او د مصيبت ځپلي علاقي او سيمي دابادي په برخه کې عملي قدم پورته کوي ، بيت المال پرته د څه ژبني ،رنګي او مذهبي توپير او امتياز څخه د هيواد د هر اوسيدونکې مشکل او ضرورت حل کوي . د هيواد په ټوله ساحه کې بايد هيڅ وږي ، لوڅ ، بي کوره او ناروغ پيدا نشي انحضرت صلي الله عليه وسلم په خپل وخت کې داسي لاره غوره کړي وه چې کله به ديمن ، بحرين ،عمان ،او نورو سيمو څخه مال او دولت راورسيده نو هغه به ئي سمدستي په غريبو ،محتاجو او بي وزلو خلکو تقسيم کړ. چې ددي څخه د انحضرت صلي الله عليه وسلم مطلب د غريبي او بي وځلي لري کول وه . د حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه په وخت کې هم داسي طريقه وه چې کله به مال او دولت راورسيده نو سمدستي به هغه په مستحقو خلکو ويشل کېده خو د بيت المال نګران او مسئول ئې حضرت ابو عبيده بن الجراح ((رض))ټاکلي ؤ کوم چې د امت د امين لقب ئي ګټلي وو. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دداسې بيت المال بنياد او بنسټ کېښوده چې په هغې کې به هر وخت مال او جنس موجوده وه او داکار په ١٥ هجري سنه کې سرته ورسيده او د هغې نګران او مسئول حضرت عبدالله بن ارقم رضي الله عنه وټاکل شو . په بيت المال کې به عموماً درې کروړه درهمه کلني ساتل کېدل تر څو د ضرورت په وخت کې د هغې څخه استفاده وشي ، د هغه وخت بيت المال داسې کار کولو لکه څرنګه چې نن سبا د يو مملکت مرکزي بانک کار کوي او بيت المال اوس کولي شي چې داوظيفې اجراء کړي.
(١) د حکومتي منابعو څخه چې څه راځي هغه ذخيره او هم ئي ساتنه او حفاظت وکړي.
(٢) د حکومت د ټولو کارکونکو چې په هغې کې د حکومت مکمل نظام راځي هغې ته معاشونه ورکول ورکول .
(٣) د غريبو ،محتاجو ، فقيرانو، کنډو ، يتيمانو ، فلجو، معيويو ، بي وځلو او محرومو خلکو اقتصادي کفالت او سرپرستي کول .
(٤) خلکو ته  قرض حسنه او پيشکې کومک ورکول .
(٥) د عوامو د ژوند د حالت د ښه کولو لپاره عملي ا قدما ت کول . يا په لنډ ډول سره ويلي شو چې بيت المال به د اسلامي حکومت ټول مالي پروګرامونه او کارو نه سرته رسوي کوم چې د اسلام اقتصادي نظام په حکومت باندې لازم کړي دي

حضرت عمر رضي الله عنه په بيت المال کې د اجتماعي ملکېت د اموالو پنځه بيلا بيلې څانګې جوړې کړي وې.
( ١) نغدي شعبه :
يوه څانګه يې د نغدي اموالو وه چې سکې سره او سپين زر به ئي پکې کېښودل او دغې شعبې دوه څانګې درلودې يوه يې هغه نغدي څانګه  وه چې د زکات روپۍ سره او سپين زرئي پکې جمعه کول.
دوهمه هغه نغدي څانګه وه چې د غنيمتونو ، خراج او د معدنونوبرخه  پکې زيرمه کېدله  او د نغدي جريمې مبلغ به هم په همدغه شعبه کې زيرمه کېده.
( ٢) حيواناتي شعبه :
د بيت المال دويمه شعبه د څارويو وه او دغه شعبه هم پر دوه برخو ويشل شوې وه چې يوه يې د زکاتونو د څارويو شعبه وه او دويمه يې د غنايمو او بي وارثه او نورو
څارويو شعبه وه چې په هغو کې د اوفافو څاروي هم وه لکه اسونه،اوښان ،ميږې ، پسونه ،غويان او نور پکې وه .
 ( ٣) عَروُضْ:
دريمه څانګه يې د غروضو وه لکه رختونه ، وړۍ او داسې نور چې په غنيمتونو کې نيول شوي وه او لوي لوي ګودامونه ورته جوړ شوي وه .
( ٤) غلې دا نې :
څلورمه څانګه يې د غلو وه چې اوربشې ، غنم ، زيتون ، خرما او نو رزرعتي حاصلات پکې وه . او دغه څانګه په دريو برخو ويشل شوي وه چې يوه يې د زکاتونو د غلې وه دويمه د غنيمتونو ځمکو او باغونو وه او دريمه برخه يې د دولتي او سرکاري ځمکو د غلو دانو وه چې خلکو ته يې په دهقاني ورکړې وه او دغه ډول سرکاري ځمکې بيخي ډيرې وي چې حکومت ته يې په زړه پورې حاصلات ورکول .
( ٥)  مايعات :
پنځمه څانګه يې دمايع شيانو وه لکه عسل، د زيتون غوړي چې په ګودامونو د بيت المال کې زيرمه کېدل . په اوسني عصر او په هره زمانه کې اسلامي حکومت چارواکو ته لازم دي چې د بيت المال په هکله همدغه کړنلاره غوره کوي  تر څو په شرعي توگه داموالو تقسيم وشي . فقر او غربت له منځه لاړ شي .