د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیکاري او د هغې دحل لارې چارې

تاج محمد تمکین 21.07.2014 12:22

هره ورځ چې د هیواد دلویو ښارونو په بازارونو کې سهار وګورې نو په سلګونه خوار او غریب خلک ددې په طمع د سرک په غاړه ناست وي چې کارورته پیدا شي او یا هم روزمره یې څوک دیاړي (ورځني کار) ته بوځي ، دا هغه جریان دی چې په روزمره ډول یې د کابل په شمول ننګرهار ، مزار ، هرات او تقریبا د هیواد په ټولو ښارونو کې لیدلای شئ .وچې شونډې او خړ پړ مخونه د دغو خوارو خلکو له ورایه د دوی د غربت قصه بیانوي ، به بده مرغه افغانستان اوس هم د هغو هیوادونو په قطار کې راځي چرته چې د اکثریت خلکو لپاره د ژوند اساسي شرایط برابر ندي او زیات خلک یې د ډیرو مشکلاتو او جنجالونو سره ژوند تیروي ، د څښاک پاکې اوبه ، د اوسیدو لپاره مناسب هستوګنځي ، پاکه هوا ، د کار کولو مناسب شرایط او همدارنګه د تعلیم مناسبې  اسانتیاوې ټول  هغه څه دي چې د هیواد ډیری سلنه خلک ترې تر اوسه پورې بې برخې پاتې دي، په تیره یوه لسیزه کې که څه هم د بیکارئ کچه څه نا څه ټیټه شویده خو لا هم هغه هدف ته نه یو رسیدلي چرته چې سوکاله او ارامې ټولنې ژوند کوي ، لا هم زمونږه ډیری هیوادوال د فقر دکرښې نه هم لاندې ژوند کوي او لا هم ډیر افغانان داسې دی چې ورځنی عاید یې د یو ډالر څخه هم کم دی . .په بیکارئ غږیږو چې څه ده او څنګه یې مخه نیولای شو.
بیکاري په يوه ټولنه کي د اقتصادي او بشري منابعود ضايع مفهوم او معني لري .ځکه چي دا يوه ښکاره خبره ده  چي انساني انرژي ( کار) دذخيره کيدلو وړ نه وي ځکه چي  دکار مقدار په وخت يا زمان سره ټاکل کيږي نو نشو کولاي چي وخت يا زمان ذخيره کړو .او ددي تر څنګ چي بیکاري د ټولني لپاره یو ستر ناورین دی په ټولنه باندې یو غټ بوج هم دی.کله چي اقتصادي فعاليتونه د هغي دظرفيت څخه په کمه اندازه تر سره شي نو د اقتصادي موثريت مانع ګرځي او یا هم ویلای شو چې کله د تولید عوامل د هغې د ظرفیت نه په کمه اندازه وکارول شي نو بیکاري رامنځته کیږي، لنډیز سره بیکاري په  ټولنه کي داسي يو حالت دي چي دټولني هغه  وګړي چې دکارکولو توانايي ولري او دوي کار ته اماده وي چې ویې کړي  خو ولي دوي ته دکار زمينه نه وي مساعده شوي او یا هم د کاري عمر په منځ کې چې څوک کار کول وغواړي او کار ورته پیدا نه شي بیکاري ګڼل کیږي.
بیکاري ديو هيواد داقتصادي پرمختګ د اندازه ګيري لپاره هم یو بنسټ ګنل کیږي او هر هغه هیواد چې د بیکارئ کچه پکې کمه وي ویلای شو چې د نورو هیوادونو نه په اقتصادي پرمختګ کې مخکې دی ، بیکاري عموما دوه ډوله لري چې یو یې اختیاري بیکاري ده چې په دې کې هغه ډله خلک راځي چې د کار کولو وړ وي او د کار زمینه هم ورته برابریږي خو کار نه کوي او دا ډله خلک زمونږ هیواد افغانستان کې د شمیر له لحاظه کم دی ، دوهم ډول یې غیر اختیاري بیکاري ده چې په دې کې هغه ډله خلک راځي چې کاري عمر ولري ، کار ته اړتیا هم ولري او د کار کولو لپاره تیار هم وي خو له بده مرغه د کار کولو زمینه ورته برابره نه وي او کار ورته نه پیدا کیږي او دې ډله کې زمونږه ډیری شمیر افغانان شامل دی ، غیراختیاري بیکاري په خپل وار سره څو ډولونه لري لکه موسمي بیکاري چې د موسمي صنعتي فصلونو له امله رامنځته کیږي یانې هغه خام مواد چې د یو خاص فصل او یا موسم پورې تړلي وي او چې موسم ختم شي نو پکې بوخت کسان هم بیکاري کیږي ، بل ډول یې مسلکي بیکاري ده چې په هیواد کې د تولید د نوو لارو چارو او نوو ماشینونو له امله رامنځته کیږي لکه د کمپیوتر د راتګ سره په دفترونو کې دزیاتره کسانو د شتون ضرورت نه محسوسیږي او ډیر کسان ورسره بیکاره شوي دي او یا د کرهنې د میکانیزه کیدو په صورت کې یاده بیکاري رامنځته کیږي.پټه بیکاري هغه ده چې په تولیدي ډګر کې د زیاتو کسانو دمصروفیدو له امله چې د تولید په زیادت باندې کوم اثر هم نه اچوي رامنځته کیږي او پرمختیایي هیوادونو کې دا ډول بیکاري زیاته ده خصوصا دکرهنې برخه کې به یو جریب پټي کرلو او سمبالښت باندې به لس کسان بوخت وي درحالیکه چې دغه یو جریب ځمکې کر او سمبالښت دوه کسه هم په اسانئ سره کولای شي.د غیر اختیاري بیکاري بل ډول دوراني بیکاري ده چې کارګرانو د تقاضا د زیاتوالي او کموالي په اساس رامنځته کیږي یانې کله کارګرانو ته تقاضا کمیږي او کله زیاتیږي چې  دغه دوران کې رامنځته کیدونکي بیکاري ته دوراني بیکاري وايي.
افغانستان د غیراختیاري بیکاري د ستونزې سره مخ دی او هره ورځ د بیکارانو په کچه او تعداد کې زیاتوالی راځي ، کال په کال د پوهنتونو څخه په زرګونه محصلین فارغیږي چې کار ته اړتیا لري او همداشان ډیری نور کسان چې ټولنه کې را لویږي د کار کولو لپاره اړتیا لري خو لا تراوسه پورې په کافي ډول د بیکارئ د مرض د ختمولو لپاره سهولتونه ندي برابر شوي چې ورسره د بیکارئ کچه تر ډیره پورې راکمه شي.
اوس دا خبره رامنځته کیږي چې څه باید وشي چې په هیواد کې د بیکارئ کچه تر ډیره حده پورې راټيټه شي .
تر هر څه دمخه په هیواد کې سیاسي ثبات ډیر زیات مهم دی ، که چیرته په هیواد کې سیاسي ثبات راوستل شي نو دا کار ددې باعث کیږي چې په افغانستان کې هم دهیواد خپل مالداره خلک او هم بهرني پانګه اچونکي سرمایه ګزاري کوي او د سرمایه ګزارئ په ترڅ کې به ډیری شمیر افغانانو ته دکار کولو زمینه برابره شي او دا کار د ملي عاید په زیاتوالي باندې هم د پام وړ اثر غورځوي، همدارنګه تر څنګ یې باید د صنعت طرف ته زیاته پاملرنه وشي ځکه چې د اقتصادي پرمختګ لپاره صنعت دیر مهم دی او د صنعت په برخه کې زیاته اندازه کارګران جذبیدای شي.
همدارنګه دولت ته پکار دي چې پانګه وال تشویق کړي تر څو هغوی په دې پوه شي چې د هیواد داخل کې د هغوی خپل تولید ته لمړیتوب ورکول کیږي ، ددې کار لپاره ضروري ده چې دولت په وارداتو باندې لوړې مالیې ولګوي تر څو د داخلي تولیداتو لپاره تقاضا زیاته شي ، نتیجه کې ورسره عرضه کونکي عرضه زیاتوي او دې پروسه کې بیا زیات شمیر کارګرانو ته اړتیا لیدل کیږي او د بیکارئ کچه ورسره تر ډیره حده پورې راکمیدای شي. د کانونو برخه د هیواد د اقتصاد هغه برخه ده چې د استخراج او همدارنګه د کار پروسه کې یې په زرګونه کارګران جذبیدای شي او د هیواد د اقتصاد لپاره تر ټولو ډیر اهمیت لري ، په افغانستان کې په لسګونه ستر کانونه کشف شوي دي خو له بده مرغه کوم د پام وړ کار په ټولو باندې نه دی شوي ، کچرته دکانونو سکتور ته پاملرنه وشي نو په زرګونه کسانو لپاره د کارکولو زمینه برابره شي او ملي عاید به ورسره دومره لوړ شي چې دا هم ممکنه ده د بودیجې کسر ورسره تر ډیره زیاتې  اندازې پورې کم شي او همدارنګه د بیکارئ کچه به ډیرزیات حده پورې کم کړي.
بله خبره تر ټولو ممهه دا ده چې د افغانستان دولت باید د کار په ساحه کې د نورو هیوادونو سره قراردادونه وکړي او هغه کارګران چې فني او حرفوي زده کړې یې دلته کړي وي د پروتوکولونو په اساس بهرنیو هیوادونو ته ولیږي او دکارزمینه به ورته برابره شي .
که چیرته دبیکارئ د ختمون په خاطر دې ټکو ته پام وشي نو ډیر ژر به افغانستان د بیکارئ د مرض څخه خلاص او د سوکاله او خوشاله هیوادونو په لمړني لست کې راځي ،
د یو پر ځان بسیا ، خوشحاله او سوکاله افغانستان  د لیدو په هیله .