د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بې روزګارئ منفي تاثیرات

تاج محمد تمکین 16.12.2014 12:12

هره اقتصادي پدیده په خپل ذات کې مختلفې اغیزې لري او دغه اغیزې کیدای شي منفي و اوسي او ورسره ورسره مثبت اړخ هم له ځانه سره ولري.د بیلګې په توګه که په یو اقتصادي چاپيریال کې د یو متصدي لخوا د تولید زیاتوالی د اجناسو د نرخ د کمښت باعث ګرځي له بلې خوا د کوچنیو متصدیانو لپاره تر یو حده پورې زیانمن تمامیږي ځکه چې کوچني متصدیان هم مجبوریږي چې د بازار په نرخ خپل اجناس خرڅ کړي. همدارنګه که ګورو د تکنالوژئ راتګ د یو خوا نه په یو اقتصادي چاپیریال کې د د کار د چټکوالي ، زیاتوالي او همدارنګه موثرتوب لامل ګرځي له بلې خوا نه د زیاتو کسانو د کار د لاسته ورکولو لامل هم ګرځي، مثلا که په یوې اداره کې د محاسبوي دوران د هرې برخې لپاره یو کارمند په کار ګمارل شوی وي نو د تکنالوژیکي اسانتیا د راتګ په صورت کې د محاسبوي دوران د ترسره کولوه لپاره یواځې یو کس ته اړتیا پاتې کیږي او نور خپل دنده ایز چانس له لاسه ورکوي.د دې ټولو برعکس بیکاري داسې یوه پدیده ده چې په هر اړخیزه توګه د اقتصاد لپاره مضر او تاواني ګڼل کیږي او هر هیواد په هڅه کې وي چې څنګه د بیکارئ او د بیکارئ د مخنیوي له لارې د فقر مخه ونیسي. د همدې وجې نه د بیکاري تاثیرات د یو هیواد په اقتصاد باندې ډیر منفي او زیانمن وي.دلته غږیږو چې بیکاري یا په عامه اصطلاح بې روزګاري  د هیواد په اقتصاد باندې کومې منفي اغیزي واردوي.
 بي روزګاره خلک په یو اقتصاد کې د نورو د اوږو بار وي ځکه دوي د تولید په پروسه کې ونډه نه لري  ليکن د تولیدي پروسې له لارې چې کوم عاید ترلاسه کیږي  په هغي کي برخه اخلي او له هغي څخه يوه اندازه په مصرف رسوي لکه په یوه کورنئ کې چې څو تنه بیکاره شتون ولري د کورنئ په کار ګمارل شوي کسان دنده لري چې د هغوی کفالت وکړي  او په همدې اساس د کورنئ عواید تقسیمیږي او نوموړي کورني مجبوره کيږي تر څو په ټيټه سطح کي ژوند وکړي دغه کورنئ کم کیفیته خوراک ،بيکاره لباس او د ژوند ډیر ساده اسانتیاوې  استعمالوي همدارنګه کوشش کوي چې په ډیره عادي توګه خپل ژوند په مخ یوسي چې دا ټول ددې باعث کیږي چې صحي حالت د کورنئ د غړو تر کافي حده پورې خراب شي او کله چي د دوي صحت خراب شي نودکار کولو استعداد او وړتیا  يي کميږي چي پدي سره د هغوي عايد کم او په ټوله  کي ديو هيواد  د ملي عاید د کمښت باعث ګرځي، کله چي ملي عايد کم شي پس اندازونه او سرمايه ګذاري هم کميږي چي پدي سره بيا د بي روزګاري لپاره زمينه مساعديږي او نتیجتا د یو هیواد اقتصاد د بي روزګاري منحوسه دايره کي راګيريږي. د دې نه دا په واضحه توګه څرګندیږي چې بیکاري هم د بدبختیو علت او هم معلول دی ، ځکه دا پروسه یو دوراني شکل لري او که د حل په موخه یې ګامونه وانخستل شي نو دا منفي تاثیرات د تل لپاره دوام کوي او بلکه که ووایو په صعودي توګه یې د تاثیراتو په مقدار کې زیاتوالی هم راځي او ټولنه د بدبختئ سره مخ کوي.
پروفيسور ليوس دنظر مطابق دفقيرو هيوادونو په ښاري او کليو سيمو کي په يوه معينه اندازه خلک د بي روزګاري ښکار دي او د دي سربيره په نوموړو سيمو کي پټه بيکاري هم ليدل کيږي يعني په يوه ډيره کمه ځمکه کي له اندازې زيات خلک په کار مصروف وي چې د نهایي تولید د کمښت باعث ګرځې همدارنګه په ښاري سيمو کي ديوه کورني افراد دکار په سر ته رسولو کي مصروف وي.
د کاروبار د کموالي له وجي کم تعليم لرونکي خلک په ساده ساده کاروبارونو کې کار کولو ته مجبوریږي او ورسره ورسره دغه افراد په خپلو کارونو باندي مطمئن نه وي او هميشه د نورو ښو کارونو د ترلاسه کولو په هڅه کي وي چي پدي سره دوي په خپل موجوده کار کي په دلچسپي سره کار نه کوي او د دوي د کار دمولديت د کموالي باعث کيږي خصوصاًپه هغو حالاتو کي داخبره صدق کوي چي کله يو شخص دخپل تعليم او مهارت په نسبت کم معاش اومعاوضه تر لاسه کوي .په لږ پرمختيايي هيوادونو کي  نا خوندي اجتماعي او اقتصادي لاملونو په بنسټ په نفوسو کي په ډيري تيزي سره زیاتوالی رامنځته کیږي  چي دهغي په بنسټ په بشري قوي کي هم په تيزي سره زیاتوالی راځي.او ددې دواړو د چټک زیاتوالي په پایله کې  بي روزګاري رامنځته کيږي.
په لږ پر مختيايي هيوادونو کي اجتماعي حالات داسي دي چي خلک يي دمهارتونو حاصلولو پر ځاي د فنونو تعليم د حاصلولو شو قين دي. او پدي هيوادونو کي د تعليمي نظام ډير وروسته پاتي وي- چي دمهارت لرونکو خلکو د پيداکولو پر ځاي د فنونو فارغين پيدا کوي . او دټولو نه غټه خبره داده چي په لږ پر مختيايي هيوادونو کي سياسي  اجتماعي او اقتصادي بدتري يا خراب والي پيدا کيږي چی په نتیجه که سرمايه داره طبقه د دي پر ځاي چي په صنعت کي سرمايه ګذاري وکړي هغوي دتجارت په څانګه کي دطلا  په خريداري دځمکو او جايداد په اخستلو کي خپله سرمايه مصرفوي . او ددي ټولو نتیجه کې   په ښاري سيمو کي تعليم يافته خلکو اندازه دهغوي د تقاضا څخه زیاتیږياو نتیجتا تعليم يافته بي روز ګاره خلک دي ته تياريږي چي په هغو کارونو بوخت شي چي ددي د ګذاره قابل هم نه وي .او ددي خلکو په داسي کارونو بوختيدل ددي باعث ګرځي چي هغوي ذهني او جسماني ناروغتيا سره مخامخ او د هغو ي دکار استعداد سطحه په پراخه کچه ټیټه شي او دا هغه خطرناک اثر دی چې نتیجتا اداري فساد ته لاره هوارولو کې مرسته کوي او هر سړی کوشش کوي چې د خپلې عادي وظیفې نه په ناسمه توګه زیات عاید لاسته راوړي.له بده مرغه زمونږه هیواد افغانستان کې دا نوع اثرات زیات لیدل کیږي او همدا لامل دی چې د ډیرو عادي وظیفو لرونکي خلک په ډیره لویه او مودرنه سطحه باندې ژوند کوی . دا کار نه یواځې دا چې په ټولنه کې د فساد د زیاتوالي باعث ګرځي بلکه عاموخلکو ته په ژوند کې د کمترئ احساس هم ورکوي او ټولنه د ستر اخلاقي بحران سره مخ کوي.
په کمو پرمختیايي هیوادونو کې که نظر واچوو د بې روزګاره خلکو شمیر په غلا ، اختطاف او همدارنګه نورو جرمونو کې زیات شوی دی او ددې لامل هم دا دی چې د کار د مناسبې زمینې نه شتون او په ټولنه کې د عاید د ناآنډوله ویش د پایلې ښکار شوي دي. خو که د بیکارئ غم وخوړل شي او د هیواد ټول خلک د خپلې وړتیا مطابق په کار وګمارل شي نو نه یواځې دا چې د ملي عاید د زیاتوالي باعث ګرځي بلکه په ټولنه کې د اداري فساد په کمښت او سوکاله ژوند رامنځته کولو کې هم خپل رول لوبوي.