د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی

ټول افغان 23.09.2010 15:33

د مخدوم رهين په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ په افغانستان کې د ټول افغان.کام او بېنوا.کام د بندولو پرېکړه کړې ده. دا پرېکړه د رسنيو د شکاياتو د کميسيون له لارې شوې ده او د افغانستان لوی څارنوال الکو  ته په دې اړه ليک لېږل شوی دی چې دا اقدام عملي کړي.

د ټول افغان د معلوماتو په اساس اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ولسمشر لومړي مرستيال قسيم فهيم ليک لېږلی دی چې بېنوا او تول افغان په افغانستان کې بند کړي چې خلک یې ونه لولي.

ټول افغان د افغان حکومت دا پرېکړه غندي او په افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانانو په مريو دې منګولې نه لګوي او د حق اوازونه دې نه بندوي. د بيان ازادي د افغانانو حق دی او اوسنی اساسي قانون دا حق ټولو افغانانو ته ورکړی دی او د ټول افغان او بېنوا بندول به د حق اواز هيڅککله هم بند نه شي کړای.

ټول افغان د افغان حکومت دا کرغېړن ګام د ټولو هغو ازادو روښانفکرو او د هېواد په غم غمجنو ليکوالانو پر مخ څپېړه ګڼي چې په ټول افغان او بېنوا کې ليکني کوي.

ټول افغان د مارشال قسيم فهيم او مخدوم رهين له خوا دا ډول ګامونه د افغان ولس او په ځانګړې ډول پښتنو خلاف د دوی د عقدې او دښمنې زېږنده بولي. ټول افغان ټول هېوادو ته غږ کوي چې په ځان دې دا ظلم نه قبلوي چې دوی ته د ازاد غږ او حقيقت رسېدل د افغان ټولنې د جنګسالارانو، غاصبينو او د ايران د تالي څټو له خوا ودرول شي.

ټول افغان ټولو افغانانو ته په زغرده وايي چې د فساد او بې عدالتۍ خلاف به یې جګړه روانه وي او په دې لاره کې په لوی الله ج توکل کړی دی او په دې لاره کې له چا نه ويرېږي. ټول افغان باور لري چې دا ډول سپک او ارزانه ګامونه په افغانستان کې د جنګسالارانو او فاسدو عناصرو کمزوري په ګوته کوي او باور لري چې نصر من الله و فتح قريب. هره شپا سبا لري او د ولس د مخلصو بچو په هڅو به دا روڼ سبا هرومرو وينو او فاسد چارواکي او جنګسالارن د افغانستان برخليک نه شي ټاکلی.

د ټول افغان په باور د دولت د دې پرېکړو ترشا په دولت کې جګپوړي فاسد عناصر لکه مارشال قسيم فهيم او ورور یې حسين فهيم، د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د کابل بانک نور فاسد چارواکي لکه خليل الله فېروزي او قمارباز شېرخان فرنود، او د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت ولاړ دي. د ټول افغان او بېنوا د بندولو اصلي لامل د کابل بانک د فساد خلاف غږ پورته کول دي چې ټول افغان پرې ليکنې وکړې او ولس یې د اقتصادي او سياسي مافيا له ايتلاف څخه خبر کړ.

ټول افغان لومړۍ ويبپاڼه وه چې ويې ويل چې د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی امکان لري په امريکا کې د پيسو وينځلو Money Laundering تور محاکمه شي ځکه په دوبۍ کې یې د کابل بانک د هغه وخت مشر شېرخان فرنود څخه په ۷ مليونه درهمه کور اخيستی و چې اته مياشتې وروسته یې بېرته په فرنود په ۱۰ مليونه درهمه خرڅ کړ او درې مليونه درهمه یې جيب ته کړل چې دا کار تر ډېره محمود کرزي ته په قانوني لاره د دې درې مليونه درهمه پيسو وررسول ښکاري چې د پيسو وينځل ښکاري او جرم دی.

ټول افغان د کابل بانک په رسوايئ کې د افغانستان بانک د يو مامور ليکنه هم خپره کړه چې د بانک په مشر عبدالقدير فطرت یې نيوکې کړې وې او د هغه د فساد په اړه یې ليکل کړي و.

څو کاله وړاندې مخدوم رهين هغه وخت ولسي جرګې رد کړ چې بېنوا او ټول افغان یې اصلي څېره ملت ته رسوا کړه او په پايله کې مخدوم رهين وزارت له لاسه ورکړ. مخدوم رهين اوس غواړي له دې دوه ويبپاڼو انتقام واخلي.

په افغانستان کې د لوستونکو پر مخ د ټول افغان او بېنوا تړل د افغان حکومت او په کې د فاسدو عناصرو ناکامي او بې وسي ښيي. دوی پوهېږي چې دا ډول رسنۍ افغان ولس ته د دوی تور مخونه رسوا کوي.

نړيوالې رسنيو - چې ټول افغان نه غواړي دا وخت یې نومونه وليکي - په راتلونکو ورځو کې په دې اړه ليکنې خپروي چې ټول افغان به یې درته وړاندې کړي.

د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې:

ليکنه ليکوال ليکنه ليکوال
نن د وزيرانو په شورا کې د ټول افغان د تړلو په رسوايۍ بحث کېږي کمال الدين رنځور  قانع: مخدوم رهين د تعصب په رنځ اخته دی  (له ششماد تلويزيون څخه)
د افغاني رسنیو ازادي رژیږي  (د وال سټريټ ژورنال د مقالې پښتو ژباړه، حبيب توتاخېل)  د پښتنو په ستوني د یوې بلې پښې اېښودل! (نجیب الله پیمان)
دبېنوا او ټول افغان ويبپاڼو بندول دډيمو کراسۍ پر مخ څپېړه ده  (حميد راز) ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي  (محمدالله ارین احمدزی)
 کاغذی دیموکراسی که اوسپنیزی زورکراسی  (ا٠ف٠صافی)  د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي  (عبدالباري جهاني)
وبچه سرت بوی قورمه میته!  (عبدالرووف لیوال حسین خیل)

افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي 

(وال سټريټ جورنال)

د افغانستان ضد یوه بله توطیه 

(احمدجان اریوزی)

د ملي ويبپاڼو د بندولو د پلان په اړه سر خلا صه لیک او وړاندیز

(ولی محمد نورزی)

موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) د سایټونو بندول په کلکه غندو 

(د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز) له پښتو ويبپاڼو ملاتړ  (حاجي امين باوري)
ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه  (سرلوڅ مرادزی) په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم  (د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز غندنه)

 دټول افغان او بینوا بنديدل ښيي چې رژيم د حق د اوریدو توان نه لري 

هيښ د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر! حاذق نرنګی
 دټول افغان او بينوا ويب پاڼوتړل غندو٠٠٠  (حکمت الله حکمت)  د پوره دیموکراسی دعویدار ...  (سمیع الله ایلم)
د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو! (عبدالله افغان)  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی ټول افغان