د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

۷۴٪ لوستونکي باور لري چې په هېواد کې ملي پاڅون ته اړتيا ده

ټول افغان 30.04.2011 15:27

د ټول افغان په يوه ټولپوښتنه کې چې څو اونۍ په ليکه وه ډېری لوستونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د يو عام او تام ملي ولسي پاڅون اړتيا شته دی. دا په داسې حال کې چې يو شمېر عربي هېوادونه پاڅونونه ويني او په مصر او تونس کې بريالي شوي هم دي.

پورته انځور ښيي چې په ټولپوښتنه کې ۵۸۹ لوستونکو برخه اخيستي وه چې ۴۳۶ کسان په کې د پاڅون پلويان، ۱۲۵ یې مخالف او ۲۸ کسانو ((نه پوهېږم)) ته رايه ورکړې ده.

په ټولپوښتنه کې نه دي ويل شوي چې د کوم ډول پاڅون اړتيا شته چې دلته یې د تبصرو په برخه کې لوستونکو ته فرصت ورکوو چې خپل اندونه لوستونکو سره شريک کړي او ووايي چې هېواد څه ډول پاڅون ته اړتيا لري.

د يادونې ده چې انلاين ټولپوښتنې د ولس د ريښتيني نظر استازيتوب نکوي. انلاين ټولپوښتنې يواځې د هغو کسانو استازيتوب کوي چې انټرنټ ته لاسرسی لري.