د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مخدره توکو سره د مبارزې د وزارت چارواکي قاچاق کوي!

ټول افغان 05.08.2013 22:45

د ټول افغان ادارې د یوې سرچینې څخه د برېښنالیک له لارې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د مخدره توکو په قاچاق کې د هلمند ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې د مدیریت د چارواکو ښکېلتیا ثابتوي. ټول افغان اداره ژمنه ده چې د اداري فساد سره د مبارزې په لړ کې هغه څېرې او دسیسې بربنډې کړي چې په هېواد کې د مافیايي کړیو له خوا سازماندهي کېږي. 
د دې اسنادو په خپراوي سره د افغان حکومت څخه هیله کېږي چې یاده قضیه جدي تر څېړنې لاندې ونیسي او د دوی له لارې د  مخدره توکو سره د مبارزې په وزارت او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې د معینیت دننه  هغه نورې کړۍ وپيژندل شي چې زموږ ویاړلي هېواد ته یې د نړۍ په کچه لومړۍ ننګین مقام ګټلی دی.
د ټول افغان اداره ژمنه ده چې هر ډول مستند او کره اسناد کوم لوري ته د امتیاز قایلدو پرته د اداري فساد او مخدره توکو سره د مبارزې په لړ کې خپاره کړي. نو له ټولو هېوادوالو هیله کېږي چې هر ډول اسناد چې د یادو موخو سره مرسته کولای شي د ټول افغان ادارې ته وسپاري. 
د اسناد سره مل ټول افغان ادارې ته لاندې لیک رالېږل شوی و:

دتول افغان ګرانو او قدرمنو لیدونکو او چلوونکو تاسو ته به معلومه وی چی دهلمند ولایت په افغانستان کښي تر ټولو لوی دکوکنارو دکرولو ولایت بلل کیږی او هم قاچاق کیږی . هلمند ولایت یو دیر نا ارامه ولایت دی چی لاامل یی دنشه یی توکو کر تولید تورید او انتقال دی .دهلمند ولایت دپخوانی والی الحاج محمد ګلاب منګل په وخت کښي یو څه کنترول شوی وو ولی داوسنی والی په راتګ سره بیرته دهلمند په ۸۰ فیصده مځکه کښي کوکنار کرل کیږی علت یی داندی چی دجناب والی صاحب کمزوری اداره ده بلکی علت یی دمرکز لخوا دی . دکابل داداری لخوا داسی یو په فساد کښي ښکیل ،لوچک، او په اخلاقی فساد هلک مطلب می دهلک څخه دادی چی دهلمند دمخدره موادو داپیاوری مدیریت یی یو ۲۲ کلن ځوان ته په لاس ورکړی دی او هغه په دی خاطر چی پوپلزی دی او .... ددغه مدیر ترلاس لاندی داسی باتجربه دګروالان کار کوی چی دده رتبه په زره بین هم نه ورته معلومیږی او دا سپین ږیری دګروالان هره ورځ مایوسه ،بیکاره خپل شپه او ورځ تیروی . دغه مدیر په پخپل یو تیم لری او دهغه تیم په واسطه قاچاق کوی او څوک یی مخنیوی نشی کولای ځکه ټول ورسره لاس دی هغه افراد او اشخاص بندی کوی او په شل کاله بند یی محکوموی چی هغه بزګر غریب او بیچاره ولس وی او دنورو غټو قاچاقبرو سره دی پخپله لاس دی . زما امید دتول افغان د ویب پاڼی څخه دادی چی دهلمند دولس پخاطر ددی کړیدلی افغانستان پخاطر حقایق راوسپړی او یو لوی خدمت یی دهلمند د خلګو لپاره کری وی او دغه لیکنه نشر ته وسپاری .

اړوند اسناد: