د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بهیج پښتو فانټونه پر لیکه شول

ټول افغان 26.11.2012 19:56

ډاکټر عبدالحميد بهيج د پښتو شل فونټونه جوړ کړي، ډېر ښايسته دي.دا ټول فونټونه په نړيواله کچه د منل شوو عربي فونټونو له مخې پښتو ته اړول شوي دي، خو د ټولو قالب يو دی، ستره خبره خو يې داده چې ټولې نښې رانغاړي، دا په دې مانا چې هر فونټ څه له پاسه ۱۲۰۰ کرکټرونه لري، حال دا چې پخوانيو پښتو فانټونو له ۲۷۰ څخه زيات کرکټرونه نه لرل.

 هیله ده چې ډاکټر بهیج ته ددې کار د دوام لپاره زړه او ډاډ ورکړئ.

په پښتو او پښتنو په رښتینې مانا مین ډاکتر عبدالحمید بهیج که څه هم د مسلک له پلوه د طب ډاکتر دی، خو په تیرو څو کلونو کې، چې يې د ادبیاتو او بیا په تیره د قاموس لیکنې ( ډکشنري) په برخه کې کوم خدمات ترسره کړي بې له شکه د ډيرې ستاینې وړ دي.

ډاکتر بهیج په لومړي ځل انګليسي-پښتو طبي قاموس، فلسفي قاموس، پنډ انګليسي-پښتو او نور ډير قاموسونه ولیکل او هیوادوالو ته يې ډالۍ کړل.

ډاکتر بهیج لکه د نورو ژبو د لیکوالو پشان د خپل کار په بدل کې پيسې نه اخلي او که اخلي يې نو یوازې د چا خبره د څو بنډله سپين کاغذ او څو قلمونو د رانیولو پيسې اخلي.

ډاکتر بهیج ددې ترڅنګ چې د طب تکړه  ډاکتر دی، په انګلیسي او الماني ژبو پوره حاکم دی او کولی يې شوای چې په تیرو لسو کلونو کې چې په هیواد کې د ډالري معاشونو بازار ښه تود و او لا هم دی، په سلګونو زره ډالر ګټلي وای، خو هغه خپل ژوند او استعداد خوارې او بې کسه پښتو ته وقف کړ.

ډاکتر بهیج که په دې موده کې له مادي پلوه د ځان او خپلې کورنۍ لپاره څه ندي ګټلي، نو له معنوي پلوه يې ځان داسې ځای ته رسولی چې په لنډو ټکیو کې ستایل يې ناشوني ګڼو.

 

مینه وال کولی شي د نوموړي ټول فانټونه په لاندې پته وړیا ترلاسه کړي :

http://sourceforge.net/projects/pashtostandardf/?source=directory