د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام اباد : پر پخواني وزیر شېخ رشيد احمد مرګونی بريد شوی

زمه وال 08.02.2010 16:51

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ ښار کې ددغه هيواد مشهور سياسي شخصيت دعوامي مسلم ليګ ګوند مشر او پخواني مرکزي وزير شېخ رشيد احمد د انتخاباتي کمپاين پر دفتر وسله وال بريد شوی چې دنوموړي په ګډون درې تنه پکې ټپيان شوي او دوه تنه نور چې دشېخ ساتونکي ښودل شوي وژل شوي.

ويل کېږي چې بريد د دوو تنو موټر سايکل سپرو له خوا شوی چې له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي.

د شېخ رشيد مرستيال خبري رسنيو ته ويلي چې مشر يې په پښه لګېدلی او روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی. بلخوا د روغتون يو تن ډاکتر خبري رسنيو ته ويلي چې نوموړی په ډزو نه بلکې د غورځېدو له لامله په پښه ټپي شوی.

د نوموړي د انتخاباتي کمپاين ددفتر يو تن مسوول ويلي چې شېخ لا له پخوا ددغسې پېښې وړاندوينه کړې وه او په دې لړ کې يې له حکومته د مرستې غوښتنه کړې وه خو حکومت ورته هېڅ پام نه و کړی.

شېخ رشيد د پخواني لومړي وزير نوازشريف له پخوانيو نژدې ملګرو څخه و خو کله چې پخواني پوځي مشر پروېز مشرف د نواز شريف د حکومت پرخلاف کودتاه وکړه دنوازشريف د نورو ډېرو ملګرو پشان شېخ هم له هغه سره ملګری شو چې څه موده د اطلاعاتو او بيا د اورګاډي دچارو د وزير په توګه په مرکزي کابينه کې دمهمو وزيرانو په ډله کې شمار و.

د پيپل ګوند په مشرۍ دنوي حکومت په رامنځته کېدا او دمشرف په لرې کېدا سره نوموړي له مسلم ليګ ق نه خپله لاره بېله او د عوامي مسلم ليګ په نوم يې نوی ګوند اعلان کړی،که څه هم دهغه ګوند په ټول پاکستان کې پراخ غړي نه لري خو په راولپنډۍ کې له ټولو سياستوالو ډېر ملګري لري.