د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوهاټ: د پوليسو په مرکز ځانمرګی بريد شوی

زمه وال 18.04.2010 10:33

د پښتونخوا په کوهاټ ښار کې نن په دويمه ورځ يو بل ځانمرګی بريد شوی چې پکې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې يو تن ځانمرګي بريد ګر چې په موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي خپل موټر د پوليسو له يوه ماموريت سره وجنګاوه چې له لامله يې درنه چاودنه رامنځته شوه.

د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا په پېښه کې د پولیسو په ګډون اووه تنه وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.

ويل کېږي چې په پېښه کې د يوه ښوونځي ودانۍ ته هم زيان رسېدلی خو زده کوونکيو ته زيان نه دی اوښتی.

ياده دې وي چې تېره ورځ هم دکوهاټ په کچه پخه سيمه کې د اورکزو ايجنسۍ د بيزایه شويو د نوم ليکنې په مرکز کې چاودنه شوې وه چې د يوه خبريال په ګډون په لسګونو تنه پکې وژل شوي ول..