د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو دخپلواک کميسيون مشر استعفی ورکړه

زمه وال 07.04.2010 14:15

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر عزيز الله لودين او ددغه دفتر د دارالانشاء رئيس داود علي نجفي له خپلو دندو استعفی ورکړې.

د ولسمشر کرزي وياند دغه خبر تائيد کړی او لامل يې د لودين د کاري مودې پای ته رسېدا بللی. نوموړي د نجفي په اړه له څه تبصرې ډډه او يواځې دومره يې ويلي چې نوموړی مستعفي شوی او استعفی يې منل شوې.

لودين او نجفي په داسې حال کې دندې پرېږدي چې د تېرو ټاکنو پر سر د کرزي او امريکا ترمنځ يولړ ناندرۍ رامنځته شوې،خو دا لانه ده جوته چې دنوموړو استعفی به له دې ناندريو سره څه تړاو لري که نه؟