د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پنجشېر کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې

زمه وال 07.04.2010 16:55

په پنجشېر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو پر موټرو د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې،ځايي دولتي چارواکيو ويلي چې پېښه د پخواني شوروي د پوځونو له خوا د ځای پر ځای کړيو ماينونو له لامله رامنځته شوې.

بلخوا په کابل کې د پنجشېر يوتن اوسېدونکي ټول افغان ته ويلي چې د چاودنې نوعيت ته په کتو داسې ښکاري چې ماين نوی ځای پر ځای شوی او د ريموټ په واسطه چول شوی.

طالبانو د پېښې مسووليت منلی او ویلي يې دي چې په چاودنه کې د بهرنيو ځواکونو دوه موټر له منځه وړل شوي چې پکې سپاره پنځه تنه پوځيان وژل شوي.

پنجشېر هغه سيمه ده چې د طالبانو د څو کلنې واکمنۍ پرمهال ددوی په وينا د مقاومت مرکز و او تر پايه د طالبانو پر خلاف جنګېدل،همدا شان په اوسنۍ اداره کې د شمال ټلوالې د پراخ شتون له لامله د دولت او مخالفينو ترمنځ هر ځل د سولې خبرې اترې له پيلېدا وړاندې له ناکامۍ سره مخ کېږي،د شننونکيو په اند په پنجشېر کې د طالبانو موجوديت ددغې ټلوالې پر وړاندې يوه ستره ننګونه ده،که دا لړۍ دوام ومومي دا به د جنرال فهيم او نورو لپاره يو ستر ګوزار وي.