دهيواد په سويل کې دناټو دوه سرتېري وژل شوي
08.02.2010 11:39ناټو د افغانستان په سويل کې دخپلو دوو پوځيانو د وژل کېدا خبر ورکړی. دغه خبره په کابل کې دناټو د مطبوعاتي دفتر مسوولينو تائيد کړې او ويلي يې دي چې دوی د خپلې تګلارې له مخې د وژل شويو پوځيانو هويت نشي ښکاره کولی.
ديادې شوې سرچينې په وينا دغه پوځيان يې تېره ورځ په سويل کې دماين په يوه چاودنه کې وژل شوي.
که څه هم ناټو د پېښې کره ځای او د پوځيانو هويت نه دی ښکاره کړی خو وسله والو طالبانو د هلمند په مارجې او کرمسير ولسواليو کې په بېلابېلو نښتو کې د ګڼ شمېر امريکايي او انګليسي پوځيانو دوژلو ادعا کړې.
د طالبانو دمسوول مقام په وينا ددوی وسله والو تېره ورځ په يادو شويو ولسواليو کې پر بهرنيو ځواکونو څو ځايه بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر پوځيان وژل شوي او د هغوی څو عرادې پوځي موټر له منځه وړل شوي.
د ليکوال څو نورې لیکنې
- د بغلان د وروستۍ پېښې په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه.
- له محمد ايوب توحيدیار سره د خواخوږۍ پيغامونه
- پاکستاني پوليسو د افغان فرهنګي شخصيت حاجي ايوب توحيديار ورور وواژه
- لارهور : د استخباراتي ادارې دفتر درنې چاودنې له خاورو سره خاورې کړ
- پر فوزيه کوفي وسله وال بريد شوی
- د تحريک طالبان پاکستان د مرستيال مولوي فقير محمد د وژلو ادعا شوې
- دوه نور بهرني سرتېري وژل شوي
- هنګو: ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې
- اسلام اباد: په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د پښتو ژبې څانګه پرانیستل شوه
- په کراچۍ کې د يوبل طالب مشر دنيول کېدا خبر ورکړل شوی










