د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسوداګرۍ نوماند وزیر ددغې څوکۍ له منلو انکار کړی

زمه وال 11.01.2010 18:27

دحامد کرزي له خوا پارلمان ته د سوداګرۍ وزارت لپاره ورپېژندل شوي نوماند وزير ددغې څوکۍ له منلو انکار کړی. ښاغلی محمدهادي حکیمي چې په کاناډا کې اوسېږي او ولسمشر کرزي لا له نژدې نه دی ليدلی د مرغومي پر 19مه نېټه د کرزي د دويم مرستيال کريم خليلي له خوا د شپاړسو نوماندو وزيرانو په ډله کې دسوداګرۍ وزير په توګه پارلمان ته ور وپېژندل شو؛خو مخکې له دې چې د باور/نه باور رايه ترلاسه کړي ددغې څوکۍ له منلو په شا شوی.

دچارو ادارې يوتن چارواکي شخصي ستونزې دښاغلي حکيمي ددغې پرېکړې لامل بللی،خو يوې باخبره سرچينې چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله ټول افغان ته وويل چې له نوموړي سره د يوه  [غوړ] وزارت ژمنه شوې وه خو کله چې کريم خليلي پارلمان ته د نوماندو وزيرانو نومونه وړاندې کول خپل نوم يې د سوداګرۍ وزير په توګه واورېد ځکه نو ددغې څوکۍ له منلو په شا شو.

دسرچينې په وينا نوموړی دا مهال په کاناډا کې دی او ترننه يې له ولسمشر سره له نژدې نه دي کتلي او نه يې ورسره خبرې اترې شوي.

ياده دې وي چې ښاغلی محمدظاهر وحيد دهغه پرځای پارلمان ته د باور رايې ترلاسه کولو لپاره ور پېژندل شوی.