د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چپ اولسمشر او ښکرور والي

ميرولي جان لکڼوال 18.10.2009 09:50

په هيواد کې دا دي اته کاله تيريږي خو بيا هم مونږ د يوې داسې ادارې څښتنان نه شوو چې له يوې خوا د ملت هرې غوښتنې ته ځواب ووايي او له بلې خوا د ښکرورو او زورور ښکرونه ورمات کړي، ورځ تر بلې هغه پخواني زورواکي او بدنام خلک پياوړي کيږي ،په ولايتونو کې د مرکزي سيستم پر ځاى ان د فدرالي سيستم روحيه پياوړي کيږي او آن تردې چې زورواکي دومره پياوړي کيږي چې کرزي لالا ته يې د کور دروازه هم ور وټکوله خو هغه د پښتو لنډۍ ده چې وايي : ما درته ويل منل دې نه کړل . خداى نه مې جار کړې چې در وشول فسادونه. کرزى لالا چې د واک په ګدۍ کشيناست په سر کې يې د همدې ښکرورو ښکرونه داسې ورتيره کړل چې نن يې په خپله هغه تيره ښکرونه د کرزي لالا خيټې ته نيولي اوس دى هم نه پوهيږي چې څه ډول ددې ښکرورې بلا له شره ځان وژغوري.
هغه مهال چې ښاغلى ډاکټر اشرف غني احمدزى د ماليې وزير و نو د ښکرورو د ښکرونو په ماتولو پسې يې د ماتونې ښه پاکه او تيره توره را وويسته خو کرزي لالا ددې پر ځاى چې د ښاغلي غني ننګه او ملاتړ وکړي نوموړي ته يې ستونزې پيدا کړې او بالاخره اړ شو چې د کرزي لالا په اداره کې نور کار ونکړي. تاسو وليدل چې د ټاکنو پر مهال له يوې خوا د بلخ والي د کرزي صيب عکسونه نه پريښودل او له بلې خوا يې د مرکزي ادارې پر خلاف د مخالفت کلک او پياوړى سنګر نيولى وو تيره ورځ يې يو ځل بيا د اولسمشر دروازه ور وټکوله او ورته ښکاره يې کړه چې په بلخ کې نه ستا واک چليږي او نه دې هم څوک د اولسمشر په عنوان پيژني، دلته ډاکټر عبدالله اولسمشر او د بلخ والي يې لومړنى معاون ده. انسان په دې نه پوهيږي چې د بلخ د والي د دومره لوى بغاوت سره سره ، ولې ښاغلى کرزى چپ او بې پروا دى؟؟؟؟؟؟؟؟ ولې ښاغلى کرزى په جرات سره دده په اړه تصميم نه نيسي؟ خو ښکاري داسې چې کرزى صيب د موقف د ساتلو په خاطر څومره محتاط دى ، دده په لاسليک مقرر شوى والي نن دده واک او دولت په رسميت نه مني ايا دا په دولت کې د بل دولت په مانا نه ده ؟
شک نه شته چې د ښاغلي کرزي فرمان او حکم د جنوب په هر ولايت کې پرته له هر ډول ځنډ څخه پلى کيدونکى او عملي کيدونکى ده خو په شمال کې نن هغه ده دده نازولى والي ګواښ کوي چې که کرزى ټاکني ګټي نو نه يوازې دا چې مشروعيت به ونه لري بلکې داسې اله ګوله به رامنځ ته شي چې له تصوره به لوړه وي. نوموړى وايي چې که ټاکنې دويم پړاو ته لاړې نه شي نو دا به په دې مانا وي چې د خلکو رايو ته به بې احترامي شوي وي خو په داسې حال کې چې په جنوب کې خلک د ويرې، بمونو، ماينونو او ګواښونو د چتر لاندې د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړل د هغوى د رايې ارزښت له هيچا سره هم نه شته اونه هم د هغوى د رايې ارزښت په پام کې نيول کيږي.
کرزى صيب اوس ددې وخت ده چې له جديته کار واخلې او په خلکو خپل مسووليتونه وپيژنې، تا چې له پښتنو سره هر څه وکړل خو پښتانه بيا هم پښتو کلک نيولي او نه شوي کولاى چې د وخت په دې حساسو شيبو کې د يوازې پرېږدي. تر څو چې ته چپ وي په همغه اندازه به دا ښکرور واليان لا پياوړي کيږي، شک نه شته چې هغوى به له ځان سره وسلوالې مليشې ولري خو فکر نه کوم چې هغه دې دومره پياوړي وي چې ستا د ملي اردو او ملي پوليسو په مخکې مقاومت وکړاى شي نو بيا چوپتيا په څه مانا ده ، همدا نن يې وخت ده چې سم او معقول ځواب ورکړې او څه نه څه د خپل دولت د واکمنۍ تمثيل وکړې که نه نو دا ښکرور دې اخر هم له ستوني تيروي.