د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قانون واکمني او اوسنۍ ولسواکي

ميرولي جان لکڼوال 27.08.2009 09:40

لکه څه ډول چې د انسانانو لومړنی ژوند ساده و نو په همغه کچه یې قوانین هم ساده و، څومره چې انسانی ژوند وده او پرمختګ کړی نو په همغه کچه ورسره په ټولنه کې قوانینو هم پرمختګ کړی. دا یو روڼ حقیقت دی چې په یوې ټولنه کې د بې عدالتۍ،ګډوډۍ، ظلم او ستم مخه یوازې او یوازې د قانون واکمني نیولی شي، همدا لامل ده چې تل په اداري فساد او ظلم ککړ انسانان د قانون له واکمنۍ کرکه او نفرت لري، په دې دلیل چې دوی نشی کولای چې د قانون د واکمنۍ په صورت کې خپلې ناروا او غیر قانوني غوښتنې او موخې تر لاسه کړي. د مثال په توګه یو څوک د مخدره موادو قاچاق کوي خو د مخدره موادو قاچاق د قانون د حکمونو له مخې جرم دی نو د قانون د غوښتنې په اساس له یوې خوا باید د دا ډول جرم مخه ونیول شي او له بلې خوا د همدې جرم مرتکبین ونیول شی او د قانون په چوکاټ کې قانوني جزا ورکول شي، همدا لامل دی چې په لومړي سر کې همدا د مخدره موادو قاچاق وړونکي د قانون د پلي کیدو په لار کې خنډونه او ا غزي پیدا کوي.
همدا ډول په هغه ټولنه باندې چې تکیه یې په یو ولسواک نظام وی د قانون واکمني یو له مهمو عناصرو څخه شمیرل کیږی، دلیل یې هم داده چې،د قانون په واکمنۍ کې د ټولې ټولنې حقوق خوندي او تضمین شوي وي،د قانون له ځانګړنو یوه هم د قانون د عاموالي ځانګړنه ده یانې قانون عام ده او د قانون احکام په ټولنه کې له ټیټه تر پورته د ټولو له پاره یو شان دي. هغه څه چې دا مهال یې د نورو لاملونو سره یو ځای د قانون واکمني تر پوښتنې لاندې راوستی له ولسواکۍ ناسم تعبیر ده، په بله خبره هر څوک چې هر څه کوي نو وایي چې پرېږده چې ولسواکي ده خو خبره داسې نه ده، په انساني ټولنه کې هر څه محدود او نسبي دي ،هر شی ځان ته یوه پوله او سرحد لري، همدا ډول هر شی ځان ته یو چوکاټ لري کله چې نوموړی شی د چوکاټ په داخل کې وي نو بیا یې دخرابیدو چانس کم وي. یو عالم وایي چې زه نه وایم چې ولسواکي نیمګړتیاوې نه لري خو ښیګړه یې داده چې د ولسواکۍ په چوکاټ کې یې د پوره کیدو لارې موندل کیدای شي.
زما هدف او موخه هم داده چې له یوې خوا د ولسواکۍ په تعبیر ځانونه وپوهوو او له بلې خوا د قانون واکمني په دې نامه د ولسواکۍ ښکار نه کړو چې ګواکې زه چې هر څه کوم په خپلو کړنو کې ازاد یم،د مثال په ډول د بیان ازادي چې د یو ولسواک نظام د ملاتیر جوړوي په ولسواکۍ کې د انسان حق ده خو د بیان ازادي تر هغې جواز لري چې له یوې خوا قانوني پولې پکې مراعات شي او له بلې خوا د نورو حیثیت او انساني کرامت ته پکې زیان ونه رسیږی، خو لیدل کیږی چې ځیني وختونه په دې نامه چې ولسواکي ده د بیان له ازادۍ د بیان بربادي جوړ شي، مونږ باید په دې پوهیدلي و چې،په هره ټولنه کې ولسواکي د همغې ټولنې د موجوده اساسي قانون تابع ده نه دا چې داسې فکر وکړو چې ګواکې قانون د ولسواکۍ تابع ده ، اساسي قانون په ټولنه کې د ټولو قوانینو مور بلل کیږی که له یوې خوا مور دنیا ته بچیان راوړي نو همدا ډول اساسي قانون نور قوانین په وجود راوړی، له بلې خوا که اولادونه د مور تابع وي نو فرعي قوانین هم د اساسي قانون تابع وي یانې لکه څه ډول چې اولاد د خپلې مور پر وړاندې نه شی ودریدلی همدا ډو ل فرعي قوانین هم د اساسي قانون په خلاف نه شي وضع کیدلي. په هر صورت یو ځل بیا هم ټینګار کوم چې د ولسواکۍ په تعبیر د ځان پوهول په کار دي له هغې وروسته د قدم پورته کول او مونږ باید داسې فکر ونه کړو چې زمونږ اساسي قانون د ولسواکۍ تابع ده بلکې د هر ملت او ټولنې ولسواکي د همغې ټولنې په اساس د پلي کیدو وړ ده او بس .
میرولي جان لکڼوال