د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ديموکراتيک نظام کې د ټاکنو ارزښت

ميرولي جان لکڼوال 30.05.2010 12:34

د اولسواکۍ يوه تر ټولو لويه ښيګنه هم داده چې د قدرت د انحصار مخه نيسي، په دې مانا چې په ديموکراتيک نظام کې کله چې د يو ټاکل شوي انسان د واک او قدرت وخت پاى ته رسيږي نو له ټاکلي مودې وروسته بيا ټاکنې تر سره کيږي او ملت د خپلې ارادې په مټ خپل استازي ټاکي. په يو ديموکراتيک نظا م کې ټاکنې د اولسواکۍ تر ټولو مهم او غوره فعاليت بلل کيږي. په ديموکراتيکه ټولنه کې د ټاکنو ترسره کيدل دوه عمده او مهم هدفونه لري له يوې خوا په دولتي ارګانونو کې د خلکو او اولس استازيتوب ته لار اواروي او له بلې خوا د پخوانيو ټاکل شويو استازيو کړنې تر ارزونې او قضاوت لاندې نيسي نو همدې مهمو ټکو ته په پام سره زمونږ اساسي قانون او د بشر د حقوقو نړيواله اعلاميه په هيواد کې د رڼو، ازادو ، عادلانه او داسې ټاکنې چې په ريښتين مانا سره د ملت اراده تمثيل کړي تضمينوي. د ټاکنو د رڼوالي له اصل څخه موخه او هدف هم داده چې اولس بايد خپله اراده پرته له ويرې او ډار تمثيل کړي او د اولس له ارادې سره لوبې ونه شي په بله خبره کله چې په ټاکنو کې لاسوهنه او درغلي کيږي نوهلته له ټاکنو د شفافيت او رڼوالي چتر پورته کيږي نو دلته ده چې د ملت په اراده باندې په لوى لاس لوبې وهل کيږي او بالاخره ټاکنې خپل مشروعيت او قانونيت له لاسه ورکوي نو مهمه مسله هم داده چې په ټاکنو کې د رڼوالي او شفافيت اصل په ژوره توګه مراعت شي.

دا چې د اساسي قانون د څلورمې مادې له مخې ملي حاکميت د ملت په ارادې پورې تړلى دى نو همدا لامل ده چې ملي شورا ( اولسي جرګه او د مشرانو جرګه ) د قانون له مخې تر ټولو لوړ تقنيني ارګان او د ملت د ارادې ښکارندويه ارګان پيژندل شوى دى تر څو په دواړو جرګو کې د ملت راټول شوي استازي په ريښتينې مانا سره د خلکو د ارادې او په ټوله کې د ملت بشپړ سياسي استازيتوب وکړي. اوس مهمه مسله هم داده چې ملت څه ډول خپل استازي ټاکي او کوم ډول معيارونه په نظر کې نيسي تر څو د هغوى په پام کې نيولو سره خپلو استازيو ته رايه ورکړي او بالاخره په واقعي مانا سره د خلکو استازيتوب وکړي خو تر ټولو مهمه خبره داده چې اولس په پراخ ډول په ټاکنو کې ګډون وکړي ځکه چې د اولس ګډون په ټاکنو کې له يوې خوا ټاکنو ته قانونيت او مشروعيت وربخښي او له بلې خوا خپلو استازو ته چانس په لاس ورکوي تر څو د دوى د ارادې قوي او هر اړخيز تمثيل وکړي. د اساسي قانون د ٣٣ مادې د حکم له مخې د افغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابيدلو حق لري نو همدې ټکي ته په پام سره ټاکنې د اساسي قانون سره سم د خلکو يو حق دى چې خلکو او استازيو ته ورکول شوى دى دا اوس په اولس پورې اړه لري چې تر کومې دوى له خپل ورکړ شوي قانوني حق څخه ګټه پورته کوي خو د ټاکنو پر مهال لازم دادي چې د استازيو په ټاکلو کې له پوره غور ، فکر او ځيرکتيا څخه کار واخيستل شي په دې مانا سره چې د ټاکنو پر مهال اولس بايد څو ټکي په پام کې ولري :
١.د خپل استازي ديانت ،صداقت او ملت ته وفاداري .
٢.په سيمه او خلکو کې د استازي د محبوبيت کچه
٣.په سياسي او ټولنيزو فعاليتونو کې د استازي رول.
٤.د خپل استازي خلکو ته د تېر کاري خدمت مخينه.
٥.خپلو خلکو او هيواد ته د يو ريښتيني ارمان درلودل
٦.د خپلې سيمې د خلکو له ستونزو څخه هر اړخيز خبريدل.
٧.په جرات سره په اولسي جرګه کې د سيمې د خلکو له حقوقو او قانوني غوښتنو څخه ننګه او ملاتړ.
٨.رايه د ځان سره د خلکو يو ملي امانت بلل
٩. د نوماند يا کانديد د سياسي او علمي بصيرت په پام کې نيول او داسې نور ...........
په هر صورت ډيرې داسې نورې نقطې شتون لري چې ملت يې بايد د رايې ورکونې پر مهال په پام کې ولري تر څو ټاکل کيدونکي استازي په ريښتني مانا د دوى سياسي استازيتوب وکولاى شي. دا چې ټاکنې مونږ ته د خپلو تيرو استازو د کارونو د ارزوانې او قضاوت موکه په لاس راکوي نو لازم هم دادي چې د خپل ځوريدلي او کړيدلي ملت دردونو او ستونزو ته په پام سره قضاوت وکړو او داسې چا ته رايه ورکړو چې په ريښتيني ډول سره دې مظلوم او بيچاره ملت ته خدمت وکړي، د ټاکنو پرمهال ملت ته لازم دادي چې په ډير لوړ جرات سره د ټاکنو په حوزو کې له هر ډول درغلۍ او بې عدالتۍ څخه پرده پورته کړي تر څو مونږ او تاسو د يو ديموکراتيک نظام د غوښتنې سره سم په عدالت ، شفافيت او رڼوالي ولاړې ټاکنې ولرو. يوه بله مهمه خبره هم داده چې مونږ نوماندانو ته د رايې د ورکوونې پر مهال بايد يوازې او يوازې ملي روحيه په پام کې ولرو نه دا چې مونږ په سمتي او قومي مسايلو پسې ولاړ شو او اولسي جرګې ته داسې کسان وليږو کوم چې د ملت او د سيمې په ستونزو باندې د خبرو کولو جرآت قدري هم ونه لري. په ټاکنو کې پراخ ګډون ددې لامل ګرځيدلى شي چې مونږ په دولت دارۍ کې خپله سياسي ونډه پياوړي او غښتلي کړو نو راځئ چې په پوره ملي او وجداني مسووليت سره خپلې رايې د يو ملي مسووليت د چتر لاندې وکاروو.