د عبدالله کمپاینر : موږ به تاوتریخوالي ته لاس کړو
04.09.2009 01:34د اېندېپېندېنت وېبپاڼه د ښاغلي عبدالله د کمپاینمشر زلمي یونوسي له خولې د ټولټاکنو په اړه لیکي :
"ډاکتر عبدالله له بهرنیو سفارتونو او سیمه ییزو برخوالو سره اړیکې نیولې دي او هڅه کوي چې حل پیدا کړي . خو که دغه هاندو هڅو کومه پایله ورنه کړه، موږ به لاریون او تاوتریخوالي ته لاس واچوو ."
زلمي یونسي وایي چې خلک د ټاکنو پر درغلۍ ډېر قهرژلي دي او دوی هڅه کوي چې خلک ارام کړي. هغه ويلي."کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ، مونږ جګړه وکړه، کله چې طالبان راغلل، موږ جګړه وکړه، نو اوس څنګه داسې یو حکومت منلی شو چې مفسد وي او نړیوال ورته په درنه سترګه نه ګوري؟"