د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله ییزې هڅې او د غلیمانو ورانوونکي ګوزارونه

محمدکریم نور 19.02.2010 17:07

د افغان دولت د سولې او پوخلاینې هڅې د مخالېفینو له خوا لا نه وې منل شوې چې امریکا او همجرمه ملګري انګلستان یې له خپلې لوښې (عادت) سره سم د مارجې او نادعلي پر بې وزلو ولسي وګړو یرغل وکړ . په دغو عملیاتو کې ټول پینځله لس زره سرتېري ګډون لري چې کابو نهه زره هغوی یې امریکایي او انګرېزي دي . د سپکو او درنو وسلو سربېره هوایي ځواک او پرمختللې وسلې هم کاروي چې څو کاله وړاندې یې هم پر ولسي وګړو، په ځانګړې توګه پر ماشومانو او مېرمنو ډېره ناوړه اغېزه کړې وه . اوس چې امریکایي او انګرېزي ځواکونه خپله ناکامي له ورایه ویني، نو ښه کېدون لري چې کیمیاوي، بیولوژیکي او کمزورې اتومي وسلې یو ځل بیا وکاروي چې په مارجه او نادعلي کې به د یوې نوې انساني فاجعې سبب وګرځي .

د جګړې پر ډګر د ولسي وګړو پاتېدل، تر بمونو لاندې شپې ورځې تېرول، د کیمیاوي، بیولوژیکې او کمزوریو اتومي وسلو ناوړه اغېزه، په سپیو داړل او بې عزتي یوازېني ګواښونه نه دي، بلکې همداسې د ژمي یخني، د خوراکي توکو نشت، له کور کلي بې ځایه کېدل ټول تباکوونکي هغوی دی چې په مارجه او نادعلي کې بې له شکه پېښېدونکي دي .

امریکا او انګلستان یو خوا د افغان دولت د هڅو پلوي کوي چې له طالبانو او اسلامي ګوند سره خبرې وکړي، بلخوا هر ګوره په ساړه ژمي کې پر ولسي وګړو د مخالېفینو په نامه یرغل کوي . که چېرې د فوځي عملیاتو موخه په ریښتیا هم د مخالېفینو سټول، د افغان حکومت د واک پراخول او د طالبانو له ژغ څخه د ولسي وګړو خلاصون وای، نو کېدای شوی چې روان فوځي عملیات وروسته له ژمي هم پیل شوي وای . په دې سره به ولسي وګړي په یخنۍ کې نه بې ځایه کېدل . همداسې به د امریکا او انګلستان سرتېریو د اوس په پرتله لږ په مېړانه او اغېزه جګړه کړې وای . خو له بده مرغه چې د امریکایي ځواکونو موخه د مارجې د ولسي خلکو خلاصون نه دی، بلکې د افغان دولت، په ځانګړې توګه د ښاغلي کرزي ناکامول او د پښتنو په سیمو کې د جګړو اوږدول دي .

روانو پوځي عملیاتو ته په پام سره ویل کېدای شي چې :
یو خوا امریکا په خپلو سرتېرو کې دومره مېړانه او فوځي وړتیا نه ويني چې له افغان مقاوت سره له کلیو او بانډو د باندې پر دښتو کې ښکېل شي . بلخوا د ژمي په یخنۍ کې امریکا او انګلستان غواړي چې د افغان مقاوت پر وړاندې د ولسي خلکو غوصه راوپاروي، چې ګواکي د دوی (مقاومت) له لاسه امریکا په ولسي وګړو ناتار جوړ کړی دی . په دې مانا چې د نړۍ ستر ځواکونه خپله بریا د ولسي وګړو په وژن سره ریښتینې کوي . سربېره پر امریکا او انګلستا غواړي چې افغان مقاومت ته د خپل جنګي ماشین ځواک وروښیي . ځکه چې امریکا د خپلې کړنلارې له مخې هغه وخت خبرو ته تیاري ښیي چې د "خبرو پر مېز یې د خپل ځواکمن وزر سیورۍ پروت وي ." نو ځکه امریکا یو خوا زړه ناړه د سوله ییزو هڅو پلوي کوي، بلخوا مخالېف وسلوال د ولسي وګړو په وژن سره ډاروي، لکه طالبان چې ګواکي په ریښتیا هم د ولسي وګړو د مړینې او ژغور کومه پروا لري .

له همدې امله افغان مقاومت که د هر چا تر نامه لاندې د امریکایي او انګلیسي مجرمینو په وړاندې جهاد کوي، باید د ولسي وګړو له استوګنځیو څخه پوره واټن ونیسي . په دې سره به یې نه یوازې خپله اسلامي دنده سرته رسولي وي، همداسې به یې د امریکا او انګلستان پلمې چې ګواکي "دلته مخالېفونو شتون درلود"، هم شنډې کړې وي .

له بده مرغه، نه یوازې امریکا او انګلستان خپله بریا د ولسي وګړو په وژن کې ویني، بلکې همداسې پنجابیان هم د خپلو ګټو لپاره هر ډول سوله ییزې هڅې شنډوي . ښه بېلګه یې د ملا برادر آخوند نیول دي . ملابرادر آخوند چې د نورو طالب سرغټانو په پر تله د سولې لېواله، د خبرو پلوی او له افغان دولت او ناټو سره یې بې له پنجابي حکومته خبرې غوره ګڼلې، د پنجاب لپاره د منښت او ګټې وړ نه وو . له همدې امله پنجابیانو ملا برادر آخوند ونیو . په دې سره یې د خپلو ګټو لپاره نه یوازې دافغان دولت او مخالېفینو د خبرو اترو بهیر ټکنی کړ، بلکې همداسې یې ځان امریکایانو ته نور هم ریښینی او ژمن زباد کړ . په همدې توګه یې د افغان جګړې د پایښت بهیر نور هم اوږد کړ . ځکه چې پنجابي حکومت تل تر تله د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې کتلې او لا یې ګوري .

د ملا برادر آخوند سوله ییزي هڅې د آی اېس آی یوه شرمښي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې موده وړاندې غندلې وې . دی له ملا برادر آخوند څخه ډېر ګیله من وو او ټینګار یې کړی وو چې له افغان دولت او امریکا سره د خبرو اترو بهیر باید د پنجاب له اجازې پرته ونه شي او نه هم کوم طالب سرغټی اجازه لري چې له افغان دولت یا امریکایانو سره سیده اړیکې ونیسي . د ده مرکه دا زبادوي چې پنجاب په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي، هغه که د ټول افغان ولس د ککریو په بیه هم وي . خو دا چې ولې طالبان لا تر اوسه د دوی (پنجابیانو) غلامي کوي، حیرانوونکي ده . کله –کله انګېرل کېږي چې ګواکي طالب سرغټان له پنجابیانو سره یرغمل دي، خو دا چې هره ورځ نور طالبان ځانونه په خپله خوښه ورسره یرغملوي، د دوی غلامي کوي، او خپل زوی، پلار، ورور او خویندې د پنجابیانو د خوښۍ لپاره وژني، نو داسې ښکاري چې پنجاب په یرغمل نیولو کې دومره نه دی غښتلی، لکه طالبان چې په سیاسي ناپوهۍ، کمزوري او ناروغ طبعیت اخته دي .

رسول الله ص وایي چې مؤمن مسلمان له یوه سوري څخه دوه ځلې نه چیچل کېږي . بدمرغه طالبان هر ګوره هره ورځ د پنجابي سوړې څخه لس ځلې چیچل کېږي . د طالبانو هغه هېر شول چې پنجابي دولت یې ژوندۍ ککرۍ په پینځه سوه ډالره پلورلې، ماته (مړې) هغه یې په دوه سوه ډالره د امریکایانو بازار ته وړاندې کولې . طالب سرغټان باید پوه شي چې که پرون یې طالبان په پینځه سوه پلورل، ملا عبدالسلام ضعیف یې د اسلامي او کفري اصولو پر خلاف بیا هم امریکا ته وسپاره، او که ملا برادر آخوند یې پرون ونیو، سبا دوی (نور طالب سرغټان) هم نیسي . طالبان باید پوه شي چې دوی یوازې دومره وخت لري چې د پنجاب ګټې د یوه ډالر په پرتله ډېرې شي . طالبان باید هېر نه کړي چې له پنجابیانو سره ملګري یا د دوی غلامي د ککرۍ، عزت، پت او ناموس په بیه لوېږي .

په مارجه او نادعلي کې د ولسي وګړو پر ضد روان ناتار نه د سولې لپاره کومه ګټه لري او نه به د ناټو لپاره کومه بریا ریښتینې کړي . د خبري رسنیو په وینا په مارجه کې کابو درې سوه مخالېفین شتون لري، حال دا چې د امریکایانو او انګرېزانو شمېر کابو نهه زره دی . یوه حیرانوونکي ناڅاپي (تصادف) یا هم تاړاکګرو ته یوه جوړ کړی دوزخ!
د بدر په غزا کې هم کابو درې سوه مسلمانانو د رسول الله ص په مشرۍ د کابو زرو کفارو په وړاندې په بریا سره جګړه وکړه . له همدې بریا وروسته الله ج لاندې آیتونه نازل کړل چې د مارجې او نادعلي مجاهېدینو ته د یوه زېري په مانا دي :

قُلْ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ وَبِئْسَ ٱلْمِهَادُ(۱۲)
قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ ٱلْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِّثْلَيْهِمْ رَأْيَ ٱلْعَيْنِ وَٱللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَآءُ إِنَّ فِي ذٰلِكَ لَعِبْرَةً لأُوْلِي ٱلأَبْصَارِ (۱۳)

ترجمه : ووایه اې محمده هغوی ته چې کافران دي، ژر به تاسې مغلوب کړل شئ او جمع به کړل شئ په دوزخ کې . او څه بد ځای د هستوګنې دی (دغه دوزخ) .
په تحقیق سره، تاسې ته لوی عبرت وو په هغو دوو ټولیو کې چې سره مخامخ شولې (په بدر کې د جنګ لپاره) یوه ټولي د الله ج په لاره کې جګړه کوله او بل هغه کافر وو . دوی به په خپلو سترګو سره (خپل مخالېف لوری) دوه برابره لیدل، او الله ج ځواکمنوي په خپل نصرت سره څوک چې وغواړي . بې شکه په دې کې عبرت دی د بصیرت خاواندانو ته . آل عمران 12-13 .

په مارجه او نادعلي کې هر ګوره د امریکا او انګلستان د روان ناتار او د پنجاب له خوا د ملا برادر آخوند د نیولو یوه ناوړه پایله حتمي ده :
ملکي وګړي به د ژمي د یخنۍ، کیمیاوي، بیولوژیکي، کمزوریو اتومي او نورو زهري وژونکیو وسلو موخه وګرځي . همداسې به د سولې لپاره د افغان دولت او مقاومت هڅې ټکنی او ان کېدای شي د یوې اوږدې مودې لپاره په بشپړه توګه وځنډول شي .