د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښاغلي سید حکمت زرمتي ته مننلیک او یادونه (ځواب)

محمدکریم نور 30.04.2010 13:43

ښاغلی زرمتی له ښکنځاوو څخه مو مننه . په ټول افغان کې یوازې زه لیکنې نه کوم، بلکې ډېر درانه، پتمن او شریف خلک لیکنې کوي، نو هغوی ته "پاده " مه وایه، ځکه چې د پادې کلیمه خرو او غویو ته راځي . که تاسې ته ،خدای مه کړه، دا ډول الفاظ کارول شوي وي او یا یې تاسې ته کارول بې توپیره وي، نو هیله من یم چې یوازې یې په هغه خپله مالومه کړۍ کې وکاروئ . دا چې د هر لیکوال شخصیت د هغه له لیکنې څخه اندازه کېږي، نو زه به هم ستاسې شخصیت ستاسې له لیکنې څخه واخلم .

ستاسې کیسه ډېره خوږه کیسه ده، په ځانګړې توګه یې دغه وروستۍ برخه زما ډېره خوښه شوه :

". . . . څه ضرورت چې په پردې غم کې څوک دومره اخلاص کوي چې بندونه یې کې پرې شي په تاهم هیڅوک نه دي ګرم ."

همدغه برخه د دې مانا ورکوي چې ګواګي تاسې ځانونه پردي ګڼئ . دا چې تاسې په خپله ځان پردی ګڼئ، دا زبادوئ چې افغان نه یاست . تاسې به افغان نه یاست، یا به مو زه افغان نه ګڼم، خو شتو حقیقتونو ته په پام سره تاسې (طالبانو) د افغان مظلوم ولس، په ځانګړې توګه پښتانه په چل او فریب یا په زور او ظلم یرغمل کړي یا هم دوی د پاڼ او پړانګ تر منځ شوي او ځینې یې ستاسې په لور درځغلي . نو ځکه دلته زه د یوه انساني، اسلامي او پښتني احساس له مخې له خپل ولس سره خپله خواخوږي ښیم . که تاسې په دې اند یاست چې زه به شخصاََ ستاسې په غم غمجن وم، نو هیله کوم، مه ځان غولوئ او مه ولس غولوئ . زه ستاسې په غم نه کړېږم، بلکې د هغه ولس چې تاسې یې د پنجابیانو تر ګټو ځاروئ او امریکایان یې د ترهګر او طالب په نامه وژني .

زه پر دې ټنیګار نه کوم چې طالبان د ټول هغه څه ومني چې ورپېښېږي، او نه مې دا ټینګار کړی دی . که تاسې په سړو ولولو او سړو احساساتو زما لیکنه یو ځل بیا ولولئ، نو پوه به شئ . خو د ملا برادر آخوند نیول کوم وړه موضوع نه وه او نه هم پټه پاتېدای شي . نو که تاسې پټه خوله پاتې شئ او یا یې د یوې اعلامیې په مټ ومنئ، بې توپیره ده . ځکه چې ټوله نړۍ خبره ده چې طالب مشر ونیول شو او د سولې بهیر په ټپه ودرېد . همداسې د ملا برادر د نیولو په موخه ټوله نړۍ پوهېږي چې پنجابیانو نه غوښتل چې افغان ولس ته سوله راشي . نو په خپله زه ( کېدای شي نور لیکوال هم، د هغوی استازیتوب نه شم کولای) د ملا برادر آخوند په شخصي برخلیک نه ژړېږم، بلکې د هغه په رول او وړتیا چې د سولې بهیر ته اړین ول . او دغه سوله یوازې د مظلوم ولس لپاره وه او ده .

ما په خپله لیکنه کې هر ګوره پر دې ټینګار کړی او لا یې کوم چې طالبان ولې د پنجاب سل مخیتوب نه غندي، ولې د ښاغلي کرزي لپاره 20000 لقبونه په جېب کې ګرځوي خو د پنجاب پر ظلم او نارواوو یوه لنډه تبصره هم نه شي کولای . لامل یې څه شئ دی؟ زه نه وایم چې تاسې خپل مورال کمزروی کړئ، بلکې دا وایم چې د لستوڼي مار ورټئ او خپل غلیم وپېژنئ او هغه ولس مه وژنئ چې تاسې یې په لمن کې ځانونه را لوی شوي ګڼئ .

که طالبان یا په ځانګړې توګه تاسې (ښاغلی زرمتی) د "شر قلیل او خیر کثیر" په اصطلاح دلیل وایئ، نو هغه وخت مو دغه پوهه او عقل د پښې په تله کې وو چې امریکایانو پر افغانستان یرغل کوه او تاسې نارې وهلې چې امریکا دې له عربي جزیرې څخه ووځي؟
آیا د افغان ټولنې "خیر کثیر" دا وو چې 47 ملکونه یرغل پرې وکړي؟

زه د دې سپیناوی نه کوم او نه یې کولای شم چې افغانان اریایان دي که بني اسرائېل . ځکه چې زما له ورځنیو پېښو سره کار دی او د طالبانو پیدایښت کومه زر کلنه سکالو نه ده؛ کړه وړه یې اوس هم ټولنه اغېزمنوي . افغانان که اریایان وي که بني اسرائېل، بې توپیره ده، ځکه چې الحمد الله ټول مؤمن مسلمانان دي . الله ج به د قیامت پر ورځ له خلکو سره یوه قوم ته د تړاو پر بنسټ حساب نه کوي، بلکې د هر وګړي د خپلو کړو وړو پر بنسټ . که همدغه آر راسره ومنئ چې الله ج به د کړو وړو پر بنسټ له خلکو سره حساب کوي، نو ستاسې کړه وړه بیا ریښتیا هم د بني اسرائېلو په څېر دي . اسرائېل په فلسطین کې ماشومان وژني، ښوونځي په راکټونو او بمونو ولي، دوکان نړوي، پوهنتون نه پریږدي، په هر ځای کې فلسطینیان له موټرو ښکته کوي، لاری او سړکونه یې بندي او نړوي، کارخانې اوپلونه یې په راکټونو ولي، خلک ډبوي او ځان تر نورو خلکو په ځانګړې توګه له عربو څخه د الله ج په وړاندې غوره ګڼي . نو تاسې بیا هم په سړه سینه غور وکړئ، د خپلوکړو وړو توپیر د اسرائېلو له هغوی څخه راپیدا کړئ .