د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو پر ضد د قومونو پاڅون

محمدکریم نور 13.03.2010 00:48

راکټونه پر اوږو، له ګولیو ډکې ګردنۍ پر غاړو او تر ملا یې د کارتوسو کمربندونه راتاو کړي ول . ځینې د موټر په باډۍ کې سپاره، ټوپک یې د موټر د سېټ پر سر اېښوولې او هره خوا یې داسې په ځېر څارله لکه امریکایان چې وي او له مجاهېدینو ډارېږي . کله چې کوڅو ته راورسېدل، له موټرو کښته شول او داسې روان ول لکه په واده کې چې په ورا روان وي . کټ مټ د ورا په څېر په دغه وسلوالو کې نه یوازې ځوانان، بلکې سپین ږیري او ژڼي هم ول . دغه وسلوال هر ګوره نه امریکایان ول او نه د کوم بل لوېدیځ ملک سرتېري، بلکې په پښتونخوا کې هغه قومي ملېشې، چې د طالبانو پر ضد یې ټوپک پورته کړي ول .

دا په پښتونخوا کې د "ادې زي" په کلي د هغو ولسي وسلوالو د کاروان یو فېلمي ننداریز یا صحنه وه چې د بي بي سي انګرېزۍ خپرونې د مارچ پر نهمه خپره کړه . په دغه راپور کې خلکو ویل چې د طالبانو له وحشت، وژن، سرپرې کولو، په متروکو او له چاړو وهلو څخه نور تر پوزې راغلي دي . نو ځکه یې اوس پر ضد ولسي وګړي راپورته چې د خپلو انساني، اسلامي او مدني رښتو (حقوقو) ساتنه وکړي .


د پښتونخوا دغه وسله والې ملکي ډلې یوازېنۍ هغې نه دي چې د طالبانو پر ضد وسلې ته لاس کوي، بلکې د دوی په څېر موده وړاندې په شینوارو کې هم قومي ملېشو سر اوچت او خپل ټوپک پر طالبانو راوګرځول . دوی هم طالبان تورنول چې ګواکي له ولسي وګړو سره غیر انساني او غیر اسلامي چلند کوي . مېرمنې نیږدې بازار ته نه پرېږدي، ځوانان او سپین ږیري خورا په یوه او بله پلمه ډبوي . د طالبانو له غیر انساني رویې څخه هغه وخت پوره پرده اوچته شوه چې په پښتونخوا کې یې یوه پېغلوټه په عام محضر کې څملولې او په متروکو یې وهله . خو دا یوازېنۍ پېښه نه وه، بلکې په هر ځای کې د طالبانو له غیر اسلامي، غیر انساني او ناوړه چلند څخه خلک په وېر ککړ دي . طالبان همدارنګه په نیاوي (قضایي) سکالوو کې ډېر ژر، پرته له څېړنې، د مرګ فتوا ورکوي چې ښه پېښه یې په کندهار کې د شلو مساپرو وژن وو . ستره بدمرغي لا دا ده چې طالبان مړي هم بې پته کوي او پر شا یې د کافر ټاپې وروهي .

دا چې د خلکو د ولسي پاڅون نور لاملونه به څه شی وي، خو د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې ورو-ورو خلک نه یوازې له طالبانو سره همکاري او مرسته بندوي، بلکې د دوی پر ضد جګړه هم کوي . د طالبانو پر ضد پاڅون به ښه کار وي که بد، خو په ټولیزه توګه یې سیاسي او ټولنیزې پایلې ډېرې سترې او تل پاتې غمیزې لري . لمړنۍ او ډېرې اړینې پوښتنې د سړي پر زړه راڅرخي چې :
په داسې جګړو څوک شهید دی او څوک مړ؟
څوک غازي دی او څوک خوني؟
څوک مجاهېد دی او څوک یاغي؟
او ولې باید جګړه وشي؟

د ولسي خلکو او طالبانو جګړه یا هلته او دلته په کوشنیو او لنډمهاله ویشتلو کې ښکېلتیا نه یوازې دا چې د افغان ټولنې په ضرر ده، بلکې د مطلقو کافرو پر وړاندې مقاومت کمزوروي، جهاد فاسېد او ناکاموي، او افغان ټولنه په ځانګړې توګه پښتانه د نشت کندې ته ورغورځوي .

که له سیاسي اړخه یې ضرر وکتل شي، څرګندېږي چې د پښتنو غلیمان، پنجاب او اېران، غواړي چې پښتانه په خپلو منځو کې په جګړه کې ښکېل وساتي . ځکه چې د هر پښتون مرګ د پنجاب او اېران لپاره ستره ګټه ده . بلخوا امریکا، انګلستان او نور همجرمه یې چې له پښتنو سره په جګړه کې ښکېل دي، هڅه کوي چې پښتانه په خپلمنځي جګړو کې ښکېل کړي او خپل صلیبي تاړاک بریالی کړي . بده لا دا چې امریکا او نور همجرمه به یې ټولې نړۍ ته طالبان د اسلام استازي وړاندې کړي او ورته وایي به چې وګورئ د اسلام ټیکه دران په خپلو خویندو او وروڼو هم رحم نه لري، نو له تاسې سره به څنګه سوله وکړي . او د امریکا دغه دلیل به په ریښتیا سره هم ریښتیا وي او هر چا ته منښت وړ وي .

د روان تاوریخوالي پر بنسټ د طالبانو پر ضد د قومي پاڅون آره پړه په خپله د طالبانو پر غاړه ده . ځکه چې طالبانو باید د اسلام د سپیڅلي دین پر بنسټ چې دوی یې ځانونه استازي هم ګڼي او ځانونه عالمان او د دین ستنې هم بولي، له کلیوالو سره اسلامي او انساني چلند کړی وای او نه یوازې یې خپلې کورنۍ او ټولنې ته د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه ځان ګرځولی وای، بلکې ټولې نړۍ ته . خو له بده مرغه طالبان د اسلامي عدالت او نیکو اخلاقو پر نارو سربېره په غیر انساني او غیر اسلامي چلند کې دومره ښندوالي کوي چې د هېڅ روغ انساني ضمیر خاوند به یې ونه شي زغملی . د ملکي او بې ګناو کسانو وژل، د دوی واجب القتل ګڼل، تورن کس مجرم ګڼل او بیا غیر انساني او غیر شرعي جزا ورکول، د مړي بې پته کول، په شا یې د کفر ټاپه وهل، د هغو کسانو وژل چې ټولنې ته خیره کارونه کوي، لکه د انجینرانو، ډاکترانو، ښوونکیو او یا هم د ټولنیزو ټول ګټو بنسټونو ورانول، ټول هغه جرمونه دي چې طالبان یې د اسلام تر نامه لاندې په ویاړ سره سرته رسوي .

لکه طالبان چې تل وایي چې د هر ظالم لپاره به الله ج یو موسی ع راپیدا کوي، نو د دوی پر ضد د قومونو پاڅون هم داسې ښکاري لکه د طالبانو پر ضد چې ورو- ورو یو نوی موسی ع راپیدا کېږي . همداسې لکه تنظیمونو چې د انسانیت لاره پرېښووه ، پر ضد یې طالبان راپاڅېدل . اوس چې طالبانو د انسانیت او اسلام لاره پرېښووه، نو قومونه یې پر ضد راپاڅېږي .

په تېره اوونۍ کې په بغلان کې د ملکي یا ولسي ملېشو او طالبانو تر منځ جګړه وشوه چې پایله یې له دواړو غاړو څخه د لسګونو کسانو مرګ ژوبله وه . ستره بدمرغي دا ده چې دغو کسانو به کورنۍ او ماشومان هم درلودل چې اوس خوار شول . دغه جګړه او د ماشومانو خوارېدل به ګرد سره نه وای پېښ شوي که طالبانو له خلکو سره لږ انساني رویه کړې وای، لکه څنګه چې خلک د همدې ناروا له امله له طالبانو جلا څخه واټن نیسي.

د پښتونخوا د "ادې زي" په کلي کې راټول شویو وسلوالو به په خپګان سره مخ بلې خواته واړوه او ویل یې چې طالبان دوی د سر په پرې کولو ګواښي . دوی زیاتوله چې د ځان او کورنۍ د ساتنې لپاره به تر خپل ورستي کارتوس پورې له خپل کلي دفاع وکړي . له دې سره سم به یې ټوپک لږ ځانته ورنیږدي کړ .