د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل، سمنګانو او ننګرهار کې له ميرویس ياسيني ملاتړ وشو

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 15.08.2009 11:04


مطبوعاتي اعلاميه
د بېړني خپراوي لپاره
۲۴ زمری ۱۳۸۸

د ولسمشرۍ نوماند میرویس یاسیني د خپل ټاکنیز کمپاین په موخه ننګرهار کې دی

د ولسمشرۍ نوماند میرویس یایسیني د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره یو ځل بیا  ننګرهار ته رسیدلي، پرون ماښام د ننګرهار د ولایت د زیاتو ولسوالیو مشرانو سره يي ولیدل او د یاسیني څخه يي پوره ملاتړ اعلان کړ.

په ننګرهار، نورستان، لغمان او کنړ کې میشتو قومونو پلان لري چې په ننګرهار کې د یاسیني په ملاتړ یو ستره غونډه وکړي چې معلومات به يي وروسته خپاره شي.
 

ايمل یوسفزی د ټاکنيز کمپاين وياند: ٠٧٨٦٢٧٢٤٥١
د ميرويس ياسيني موبایل ټيلي فون: ۰۷۹۹۰۱۰۱۹۹
 

د سمنګانو دیني علماء د ولسمشرۍ د نوماند میرویس یاسیني ملاتړ کوي

 مولوي نور الله روحاني، مولوي عبد الحفیظ، مولوي عبدالعزیز او د ولایتي شورا کاندید فراح الدین په سمګانو کې د یاسيني په ملاتړ د خلکو سره ورځنی کتني کوي او ډاډ ورکوي چې د سمنګانو د ولایت زیات مشران او دیني علماء د ولسمشرۍ په کاندیدانو کې د یاسیني د تګلارې او کاري ډلي ستاینه او ملاتړ کوي. مولوي الله یار وویل چې یاسیني په هیواد کې معاصره اسلامي بانکې سیستم پلي کول غواړي او دیني، عالم او په خبره پوه مشر او موږ يي پوره ملاتړ او ملګرتوب کوو.
 
اړیکې په سمنګانو کې د یاسیني د دفتر د رضا کارانو د ډلې مشر
مولوي سید عبید الله
۰۷۹۷۷۸۴۲۸۷

ننګرهار کې د میرویس یاسني په ملاتړ غونډې روانې  دي

د ننګرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې ولسمشرۍ ته نوماند میرویس یاسیني په ملاتړ غونډه وشوه، په غونډه کې ۳۰۰ ښځو او د ۵۰۰ څخه زیاتو سړو ګډونوالو برخه اخستي وه، ګډونوالو د حامد کرزي په اداره نیوکې وکړي چې خپلوان يي والیان او چارواکې بدلوي او مقرروي.
ښځو هم په اوسنۍ اداره نیوکې وکړي چې ښځو ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوي او فساد پکې اوج ته رسیدلی دی.

د کابل ولایت د ولسوالیو استازو د میرویس یاسیني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

د کابل ولایت د بت خاک په سیمه کې د ولسمشرۍ د نوماند میرویس یاسیني په ملاتړ درنده غونډه وشوه، غونډه د ده سبز، سروبي، قلعه جبار، بنی سار ولسوالیو نمائندګانو جوړه کړي وه،  د ولسي جرګې غړي سید داود هاشمي، رولا بابکر خیل، ملک جمیل، قومندان احمد،طاوس خان او محمد طالب خبرې وکړي او د میرویس یاسیني څخه يي ملاتړ اعلان کړ.
په غونډه کې ۱۵۰۰ ګډون والو برخه اخستي وه، هاشمي په خلکو غږ وکړ چې خپل راتلونکی خپله وټاکې او میرویس یاسیني ته رایه ورکړئ، هاشمي وویل چې د میرویس  یاسیني کاري ډله مسلمانه د هیواد او هیوادوالو لپاره مخلصه او پاکه ډله ده، د هیواد لپاره بنسټیز پلانونه لري او په هیواد کې فساد او فقر له منځه وړي او باید ملاتړ يي وکړل شي..

رولا بابکرخیل اوسنۍ اداره د فساد  او درغلیو څخه ډکه وبلله او په خلکو يي غږ وکړ چې د ولسمشرۍ نوماند میرویس یاسیني ته رایه ورکړی.. رولا وویل چې د ميرویس یاسیني پروګرامونه د ولږې او فقر له منځه وړلو په موخه جوړ شوي دي.

ايمل یوسفزی د ټاکنيز کمپاين وياند: ٠٧٨٦٢٧٢٤٥١
 
برېښناليک: Yasini.comapign@gmail.com