د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني په جاغوري، مالستان او کابل کې غونډې وکړې

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 14.08.2009 15:26

 

۱. د وردګو د ولایت مشرانو د یاسیني څخه وغوښتل چې د بلا څخه يي خلاص کړي.

  نن د ولسمشرۍ د نوماند میرویس یاسیني د ملاتړ لپاره د وردګو ولایت د میدان ښار،چغتور نرخ او د نورو سیمو څخه زیات شمیر سپین ګیري او علما د یاسیني کور ته راغلي و، د یاسیني څخه يي وغوښتل چې د فغانستان مظلوم خلک د اوسنیو بلاګانو څخه خلاص کړي.

 قومندان زین الله الکوزی، مولوی محمد قسیم او مولوی رحمت ګل غونډې ته خبرې وکړې او د یاسیني څخه خپل کامل ملاتړ اعلان کړ. نوموړو د یاسیني د کاري ډلې، د فقر څخه د خلاصون، د افغانستان او افغانانو د پرمختګ  پلانونه وستایل.

 ښاغلي یاسیني د وردګو څخه راغلو علماو او مشرانو ته ډاډ ورکړ او ژمنه يي ورکړه چې په هر کار کې به شفافیت وي او د څوکیو او قدرت ویش به په اهلیت او پوهه ولاړ وي.

 یاسیني د غونډې په ګډونوالو غږ وکړ چې رایه یو ستر امانت دی، او هيله لري چې رایه نوموړي ته چې د هیواد او هیوادوالو لپاره یو غوره هدف لري او کاري ډله يي د مخلصو او په وطن مینو کسانو څخه جوړه شوي ده ورکړي.

 ۲. په غزني کې د ولسمشرۍ د نوماند میرویس یاسیني په ملاتړ دوه سترې غونډې

پرون د غزني ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې د ولسمشرۍ د نوماند میرویس یاسیني په ملاتړ ستره غونډه وشوه چې ياسيني او د نوموړي دویم مرستيال دوکتور عبدالقیوم سجادي هم په کې برخه واخيسته، په غونډه کې دیني عالمانو، د غزني د ولایت قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و او د الله اکبر په نعرو يي یاسیني بدرګه کړ.

غونډې ته یاسیني خبري وکړي او ويي ویل چې په کاري پلان کې لومړيتوبونه په ټول هیواد کې د امنیت راوستل، د معارف وده، د لنډ مهالي او اوږد مهاله اقتصادي او زرعتي پلانونو پلي کول او د ملت اعتماد او باور په حکومت رامنځ ته کول دي.

 غونډه کې ۳۰۰۰ علماو، سپین ګیرو او ځوانانو برخه اخستي و، غونډې ته د یاسیني دویم مرستیال دوکتور سجادي هم خبري وکړي او ويي ویل چې افغانان نورې ناخوالۍ او ظلمونه نشي زغملي او د خلکو څخه يي وغوښتل چې راځۍ فساد او بې علمۍ ته د پای ټکی کیدو او خپل هیواد خپله اباد کړو.

پرون د غزني په مالستان په ولسوالۍ کې هم ستره غونډه وشوه، د مالستان مخورو، دیني عالمانو او ډیرو اوسیدونکو په کې ګډون کړي و، غونډې ته د مالستان په استازیتوب محمد علي خان خبري وکړي او د حامد کرزي تېره اته کلنه دوره يي ناکامه او په فساد ککړه وبلله او ویي ویل چې په دې اته کلنو کې د مالستان په ولسوالۍ کې هیڅ بیا رغونه نه ده شوي، مالستان بریښنا نه لري، تلیفوني اسانتیاوي نه لري، سړکونه يي خام دي او روغتون نه لري، په غونډه کې د ۲۰۰۰ ګډونوالو برخه اخستي و،  محمد علي خان د مالستان په استازیتوب د یاسني بشپړ ملاتړ اعلان او د یاسيني کاري تګلاره وستایله. 

 

ايمل یوسفزی د ټاکنيز کمپاين وياند: ٠٧٨٦٢٧٢٤٥١

د ميرويس ياسيني موبایل ټيلي فون: ۰۷۹۹۰۱۰۱۹۹

 برېښناليک: Yasini.comapign@gmail.com

ويبپاڼه: www.mirwaisyasini.af