د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشرۍ ته نوماند میرویس یاسیني: د ټاکنيز کمپاين تګلاره

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 31.07.2009 01:49

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو او پتمنو هيوادوالو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
څښتن تعالی فرمايلي دي: بې شکه الله د یو قوم (ولس) حال تر هغې نه بدلوي تر څو هغه خلک خپل حال په خپله بدل نه کړي.
د ولسمشرۍ اوسنۍ ټاکنې د افغانستان او افغانانو د راتلونکې او د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره خورا ارزښت لري. دا ټاکنې باید د ترهګرۍ خلاف د افغانانو او نړيوالې ټولنې جګړه وارزوي، دوامداره سوله او ثبات رامنځ ته کړي، او د هېواد د ابادۍ او اقتصادي پرمختګ په موخه ډیموکراسۍ، سالمې حکومتدارۍ او د قانون واکمنۍ ته وده ورکړي.

په هېواد کې د اوسنيو ننګونو له منځه وړلو، د روښانه راتلونکې او ډيموکراسۍ خوا ته د تللو، له نشه يي توکو څخه د پاک پرمختګ د رامنځته کولو په موخه زما ټاکنيزه تګلاره په لاندې توګه ده:


لرلید او موخې:
زه سولییز، د ډيموکراسۍ په اصولو ولاړ، پرمختللي، د نشه يي موادو څخه پاک، نېکمرغه، خپلواک (واکمن)، يو موټی افغانستان غواړم. زما تګلاره دا ده چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ اصول او د قانون حاکميت غښتلي او خپاره کړم، پرمختګ راولم، د هېواد خپلواکي وساتم، ټول افغانان له ټولنیز عدالت څخه برخمن کړم، بشري حقوقو ته درناوی عام کړم، اغېزمنه حکومتداري رامنځ ته کړم، او د ګاونډیو سره د نړیوالو تړونونو او معاهدو په رڼا کې سولييز ژوند وکړو.

د ټولنې د پياوړې کولو او په حکومتدارۍ کې د شريکولو له لارې د سولې او ثبات ټينګول، د ملي یووالي رامنځ ته کول، د بشري حقوقو، ښځو حقوقو، او د کوچنیانو د حقوقو ساتنه، د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ رامنځ ته کول، او نشه يي توکو له منځه وړل زما موخې دي.
زه ملي ګټو ته ژمن يم. زه بې له کوم توپيره د ټولو افغانانو ګټو او اړتياو پوره کولو ته ژمن يم. زه د نړيوالې ټولنې په ګټو او اندېښنو هم خبر يم او دا هم منم چې په دې اړه افغانستان مسوليتونه لري چې بايد سرته یې ورسوي.

پیاوړې کاري ډله:
زه ژمن يم چې یوه داسې کاري ډله وکاروم چې باکفايته، مسلکي، او ايمانداره وي.
زه په دې باور يم چې اغېزمنه او سالمه حکومتداري او د قانون واکمني د افغانانو د زړونو د ګټلو دپاره اړين دي. زه او زما حکومت به د حکومتدارۍ د پرمختګ، سموالي، او د قانون واکمنۍ ته ژمن اوسو. موږ به د واسطه بازۍ، په حکومت کې د خپلوۍ پاللو، او اداري فساد له منځه وړلو دپاره د هر ډول وسيلې څخه کار اخلو.

د هېوادوالو او نړیوالو سره اغېزمنې اړيکې:
اغېزمنې اړيکې او تفاهم یواځې د افغانانو زړونه نه بلکې زموږ د ګاونډيو زړونه هم ګټلی شي. زه ژمن يم چې د خپل ولس، ګاونډيانو او نړيوالې ټولنې سره اغېزمنې اړيکي ولرم، تفاهم او د باور فضا رامنځ ته کړم او د ټولو سره صميمي اړيکي وساتم.

په پرمختګ او بيا رغونه کې ټولې خواوې شريکول:
د یو رهبر په توګه زه ژمن يم چې ټول افغانان وهڅوم تر څو د خپل هېواد او ټولنې په پرمختګ او بيا رغاونه کې برخه واخلي، د ټولو افغانانو د فرهنګ، دودونو او عنعناتو درناوی وکړي. د دې موخې د لاس ته راوړلو تر ټولو ښه لاره دا ده چې زه ټولو افغانانو سره نږدې واوسم ، په حکومتدارۍ کې یې شریک کړم، اړتياوې یې پوره کړم، او د یو بل په وړاندې له مدني حقوقو او د نړيوالو په وړاندې د افغانانو په مسوليتونو يې خبر کړم.
همدار راز، زه مسؤلیت لرم چې نړیواله ټولنه د افغانانو په اړتياوو، د افغانانو په کلتور او عنعناتو پوه کړم او د هېواد اړيکې، دوستي او شراکت ورسره نور هم غښتلی کړم.

د نوماندۍ ځانګړتياوې:
د افغانانو مشرۍ ته نوماند بايد یو شمېر ځانګړتياوې ولري. د الله جل جلاله په فضل او کرم دا ځانګړتياوې په موږ کې شته دی:

مناسب عمر :
زه ۴۶ کلن یم، د هیواد او هیوادوالو د پرمختګ لپاره سم لرلید لرم، او د هيوادوالو د نه ستړې کېدونکو خدمتونو لپاره حوصله او زغم لرم، انرژي لرم چې خپل هیواد او هیوادوالو ته نه ستړې کیدونکې خدمتونه وکړم. ما هوډ کړی دی افغانستان د نړيوالې ټولنې بامسؤلیته او د باور وړ هیواد کړم.

ښه شهرت:
زه بې له کوم توکميز توپيره په ټولو افغانانو کې ښه شهرت لرم، زه په هيواد کې اغېزمن شخصیت ثابت شوی یم، ما په بېړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کې ارزښتناکه رول لرلو او اوس هم ارزښتناکه رول په ولسي جرګه کې لرم. زه په سختو شېبو کې د خپلو خلکو په منځ کې اوسېدلی یم او تل به د دوی په منځ کې اوسم.

صداقت او ایمانداري:
زه پاک شاليد یا ريکارډ لرم، په هيڅ ډول جنايي پیښو کې لاس نه لرم، تل مې د بشر له حقوقو او د ډیموکراسۍ له اصولوکلکه دفاع کړې ده. تل مې د قانون د واکمنۍ غوښتنه کړې ده. د یو سیاستمدار او خدمتګار په توګه مې هيڅکله هم په خپله ايماندارۍ چا سره معامله نه ده کړې.

د هېواد اساسي قانون ته وفاداري:
زه د افغانستان اساسي قانون ته وفادار یم او په حقيقت کې پخپله د اساسي قانون د لویې جرګې لومړی مرستیال وم. د ولسي جرګې د غړي په توګه ما تل د اساسي قانون درناوی کړی دی.

ملي شخصيت:
د یو ملي شخصيت په توګه، بې له کوم توپيره، زه تل د ټولو افغانانو په خدمت کې پاتې شوی یم. په ولسي جرګه کې زما کړه وړه د دې شاهد دي چې زه تل د ملي یووالي پلوی وم او ملي یووالي ته مې کار کړی دی. له همدې امله زه د افغانانو د بېلابېلو قومونو له ملاتړ څخه برخمن وم.

تګلاره:
زما تګلاره په عميق ډول د سياسي، اقتصادي، ټولنيز، فرهنګي، حکومتدارۍ، د قانون واکمني، پوځي، او پخلاينې په مسايلو څرخي. زما په تګلاره کې د ناټو، ايساف، ايتلافي او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ د لا بهتره تفاهم او همغږۍ رامنځ کول شامل دي.
زه به يواځې د افغانانو په خپل منځ کې نه بلکه د ګاونډيانو، د سيمې نورو هيوادون ، او د بين المللي ټولنې سره دوامداره اغېزمنې اړيکې او تفاهم رامنځ ته کوم. زه په ګټور مشارکت، دوه اړخيزه درناوۍ، او د نورو هيوادونو په کورنيو چارو کې په نه مداخلې باور لرم.
زه په په اغېزمنه توګه ملي شورا، ولایتي شوراګانې، سیاسي ګوندونه او سياسي ټولنې، مدني ټولنې (لکه غيردولتي موسسې، ارګانونه، او رسنۍ)، قومي شوراګانې، خصوصي سيکتور، ولسي مشران (لکه ملکان، خانان، ديني عالمان)، جهادي مشران او منځلاري طالبان په حرکت راولم تر څو د افغانستان د ملي ګټو دپاره د نړيوالې ټولنې سره یو ځای کار وکړي.
دا حرکت د مخامخ خبرو، جرګو، شوراګانو، عامو غونډو، سيمينارونو، ورکشاپونو، عامه پوهاوي، د رسنيو او یو شمېر نورو لارو رامنځ ته کېدای شي.

د دې تګلارې د غوره تطبيق دپاره به زه په بيړه په لاندې مهمو مسلو کار کوم:

امنيت:
دا چې زه د افغانانو په بېلابېلو قشرونو کې ملاتړ لرم او ټولو افغانانو ته مې خدمت کړی دی، د یو ملي شخصيت په توګه کلک باور لرم چې زه په هېواد کې سوله او ثبات راوستلی شم. د دوامداره سولې او ثبات د رامنځ ته کولو دپاره یوې غښتلي تګلارې، یوې قوي سياسې ارادې، د ټولو خواو تر منځ همغږۍ، او د ټولو امنيتي ارګانونو او ځواکونو تر منځ همکارۍ ته اړتيا ده. د قانون واکمني د سولې او ثبات لپاره خورا ارزښتناکه ده. زما حکومت د قانون واکمنۍ ته ژمن دی، هيڅوک حق نه لري چې له قانونه پورته اوسي.

حکومتداري:
د سمې حکومتدارۍ نشتوالي زموږ ملي ګټې او امنيت د خطر سره مخ کړي دي. خورا مهمه ده چې د ښې حکومتداري په رامنځ ته کولو سمدستي لاس پورې کړو، اداري فساد او خپلولي پالنه او واسطه بازي له منځه یوسو، او یو داسې سيستم رامنځ ته کړو چې د ښه کردار څښتن ته جايزه او د بد کردار څښتن ته سزا ورکړي. سياسي او مدني دندې بايد د کفايت او اهليت په اساس ورکړل شي.

اقتصادي پرمختګ:
زه د ټولو افغانانو د ژوند ښه کولو ته ژمن يم. دا چې باثباته ډیموکراسي او پرمختګ سره نښتي دي، زما حکومت به سمدستي په اقتصادي نمو، د کارونو پيداکولو، د بې وزلۍ له منځه وړلو، د خصوصي سکتور په تقويه کولو، او د بيا رغونې په کارونو زور اچوي.

فرهنګي تفاهم:
خلک خپل مدني دندې او مسوليتونه وپېژني. زه به په دې موخه د مدني ارزښتونو په عامه پوهاوي زور اچوم تر څو د افغانانو او نړيوالې ټولنې تر منځ اغېزمن فرهنګي تفاهم رامنځ ته شي. زه به نه ستړي کېدونکي کوښښونه کوم چې نړيواله ټولنه د افغانانو په فرهنګ، رسم او رواج پوهه کړم.

د نشه يي توکو له منځه وړل:
نشه توکي زموږ ملي امنيت د خطر سره مخ کړی او زموږ نوم یې بد کړی دی. زما حکومت به د نشه توکو له منځه وړلو دپاره قوي او ژوره تګلاره غوره او تطبيقوي تر څو افغانستان له نشه توکو څخه پاک هيواد شي. زما حکومت به د نشه یي توکو په سوداګرۍ کې ککړ ټول کسان محاکمه کوي، دا مهمه نه ده چې دا به څوک وي، هر څوک چې وي محاکمه کېږي به.

پخلاينه:
د سولې او ثبات لپاره اړينه ده چې د دولت ټول هغه مخالفين چې په دولت کې د شاملولو وړتيا ولري او د افغانستان په راتلونکي کې مثبت رول لوبولای شي پخلا کړای شي. زما حکومت به په دې لړ کې نه ستړي کېدونکي خواري کوي. خو ترهګر به زما په حکومت کې ځای ونه لري.

ډيموکراسي:
د ډيموکراسۍ د ريښو د غځولو دپاره به زما حکومت سياسي ارګانونه، مدني ټولنې، ناپييلې قضا، ازاده رسنۍ، او د قوانينو د پلي کولو دپاره اغېزمن ميکانيزم ځواکمنوي او د افغانانو په منځ کې به مسولانه ملتپالنه عاموي.

ميرويس ياسيني
www.mirwaisyasini.af