د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني د جلال اباد په ښار کې ور په ور کمپاين وکړ

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر 04.08.2009 01:27

مطبوعاتي اعلاميه
۱۲ چنګاښ ۱۳۸۸

نن د دوشنبې په ورځ ولسمشرۍ ته نوماند ميرويس ياسيني د جلال اباد په ښار کې ور په ور یا Door Knocking
ټاکنيز کمپاين وکړ. د ور په ور کمپاين ميرويس ياسيني دوه اونۍ مخکې پيل کړی دی. د دې ډول ټاکنيز کمپاين استراتيجي دا ده چې د ياسيني د کمپاين غړي او رضاکاران مخامخ خلکو رایه ورکونکو ته د ياسيني د ((بدلون او نجات)) پيغام ورسوي.

د ياسيني ټاکنيزې ډلې دا کمپاين په هرات، مزار شریف، کابل او جلال اباد کې تر دې دمه پر مخ بيولی دی. په همدې لړ کې ميرويس ياسيني هم پرون د يکشنبې په ورځ ننګرهار ته ولاړ او د ښار په بېلابېلو سيمو کې په هټۍ والو او هيوادوالو وګرځېد، روغبړ یې ورسره وکړ او په خپل غږ یې ورته د خپلې کاري ډلې پيغام ورساوه.
ياسيني په هټۍ والو او هيوادوالو خپل ټاکنيز کارتونه وويشل چې د نوموړي نوم، انځور، ټاکنيزه نښه (د غنمو وږي) او ټاکنیزه شمېره (۸) په کې ليکل شوي وو. دا کارتونه په دې موخه چاپ شوي دي چې د زمري په ۲۹ هيوادوال د ياسيني نښه او نمره وپېژني او رایه ورته ورکړي.

ياسيني په جلال اباد کې د هيوادوالو پوښتنو ته مخامخ ځوابونه وویل او د ښار خلک ځای ځای د دې هيله مند وو چې په هېواد کې نوره زورواکي او اداري فساد له منځه یووړل شي. ياسيني خلکو ته ژمنه ورکړه چې که چېرته ولسمشر شي نو په دولتي ادارو کې به نه يواځې رشوت بلکه واسطه بازي او خپلولي پالنه پای ته ورسوي.
ياسيني خلکو ته ژمنه ورکړه چې نوموړی به په هېواد کې د زورواکانو او د ریس جمهور د وروڼو، خپلوانو او عزيزانو پر ځای د با کفايته خلکو او د قانون واکمني رامنځ ته کړي.

د ياسيني ور په ور کمپاين خورا بريالی روان دی او هيله ده چې د ټاکنيزو کمپاين تر پاي پورې به ۱۲ مليونه رای ورکونکو ته مخامخ د ميرويس ياسيني پيغام ورورسوي. تر دې دمه تر ۴ مليونو زياتو هيوادوالو ته د ور په ور کمپاين له لارې پيغام رسول شوی دی.
د انځورونو لپاره د ميرويس ياسيني د ټاکنيزو هلو ويبپاڼه وګورئ.

د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين مرکزي دفتر

Yasini.compaign@gmail.com
www.mirwaisyasini.af

د ويشل شوي کارت نمونه: