اسماعیلیان هم دکرزي ترمنتر لاندي شول
02.07.2009 06:50څوورځی وړاندی دافغانستان دملی پیوند ترنامه لاندی یوی بلی سیاسی ډلی چی مشری یی د ښاغلی سیدمنصوری نادری او په افغانستان کی داسماعیلیه شیعه ګانو له کیانی لګکۍ استازیتوب کوی ، خپل ملاتړ له ښاغلی په افغانی واک کی خښ کرزی صاحب څخه اعلان کړ.
دغه سیاسی ډله چی یوازی د ګوتو په شمیر کلونه یی له زیږیدنی راتیریږی او دډیرو سیاسی شننونکو په آندله ښه غوښن بهرنی ملاتړ څخه هم برخمنه ده ،او س یی دښاغلی کرزی او دهغه دنوی نومول شوی لومړی مرستیال ښاغلی فهیم په ګډون په غازی لوبغالی ددغی ډلی دمشر او ښځو دڅانګی مشری فرخندی نادری په ویناوو ملاتړ اعلان شو.
په افغانستان کی د ټولو لګکیو په څیر دغه شیعه اسماعیلی ډله هم غواړی خپل سیاسی شتون دکرزی دمنتر په زور په افغانی سیاست کی ژغورلی وساتی . کومه کورنۍ چی دافغانستان دملی پیوند دسیاسی ډلګۍ په مشرتابه کی ځای لری ، هغه کورنۍ ده چی له دی سیاسی مشرتابه سره سره د افغانستان میشته اسماعیله مذهبی مشرتوب او په اوسنۍ ولسی جرګه کی د کیان ددری ( دبغلان ولایت ) دخلکو استازیتوب هم ورپه غاړه دی .
ښاغلی سیدمنصور نادری چی د کیان ددری - ددوی په آند دلوی سید- کیان آغا زوی دی ، په افغانستان کی دټولو سیاسی بدلونو نو په درشل تل دیوه نازک او خورا په زړه پوری رول اوځای ځایګی څښتن پاته شوی دی.
نوموړی مذهبی اسماعیلی کورنۍ له پخواراهیسی له شاهی کورنۍ ، په شمال کی له واکمنو کورنیو ، له سیاسی اومخورو شخصتونو سره تل ډیری نږدی اړیکی ساتلی دی .
د کمونست رژيم د سیاسی ژوندانه په درشل کی یی دنوموړی رژیم له واکه دیوه لوی پوځی مرکز په لرلو سره ښه کلک ملاتړ کړی او همدا لوی لامل وو چی د زاړه نادری زوی ښاغلی سیدجعفر نادری تر زیاتی مودی دبغلان دوالی په توګه دنده ترسره کړی ده.
دنادری صاحب ترزیاتی کچی کورنۍغړی له ملکه بهر په انګلستان ، ازبکستان او داسی نورو هیوادونو کی ژوندکوی خو په مذهبی چاپیریال کی دوی له خپل نه څلویښتم (۴۹) امام یا ښاغلی سیدکریم آغاخان څخه داللهی کلام اصلی تعبیر او معنی ترلاسه کوی .
په یاده شوی غونډه کی دریمه ویناواله آغلی فرخنده زهرا نادری وه ، آغلی نادری چی اوس په یاده شوی سیاسی ډله کی په ظاهره دښځو دچارو مشری په غاړه لری خو په ریښتیا او یا حقیقی ډول آن تر مشرتابه یی لاس اوږد او غځیدلی شی . په دغه سیاسی ډله نوموړی د بی بی په نامه یادیږی ، فرخندی په ازبکستانی پلازمینه تاشکند کی په انګلسیی پوهنتون کی دقانون او حقوقو په پوهنځۍ کی زده کړی کړی دی ، زیات سیاسی او ريشتینی لرلید نلری او ترزیاتی کچی یی معلومات له خپلو خپلوانو په کورنۍ کی لاسه ته رواړی دی ، له حضرت علی رضی الله عنه سره له کچی زیاته مینه لری او همدا بی سرحده مینه خو کله کله دا دی ته هم راورسوی چی دنورو صحابه کرامو په تاریخ له علمی او څیزنیز دوران نه پرته ځنی داسی خبری تری را ووځی چی ورسره ناست انسانان یی ښایی ددی په بی ځایه تعبیر او یا بی خبری ولیکه کړی .
تردی هم دزیاتی پاملرنی خبره داده چی فرخنده له لومړی سره دښاغلی کرزی له شخصیت او کړونو سره دومره سخته مخالفه وه چی آن هغه به یی کله ناکله په نومونو یاداوه چی ګواکی په هیځ تول او معیار دافغانستان دجمهوری ریاست لپاره مناسب کس ندی .
اوس همدا فرخنده جانه په افغانستان له سیاسی لوبو او بی خونده اوښتنو سره له آشنا کیدو وروسته هماغه پخوانی بداو نالایقه کرزی سره دومره په سیاسی چاپیریال کی غاړه غړی شوه چی دخپلی سیاسی ډلی ملاتړ یی په خپله دوه مخه ژبه ښاغلی کرزی ته وړاندی کړ او لویه هیله به یی هم همداوه چی ګوندی کرزی صاحب یی هم ومنی.
دلته له ورایه داجوتیږی چی په افغانستان کی دنویو اوزړو سیاسی ډلو حقیقی سیاست ترکومی کچی پوخ او غښتلی دی ، ترکومی اندازی خپلواک او له بهرنیو زورواکو پرته ددی ملک ،ولس او آن دهری ډلی دسیاسی ملاتړ کوونکو په خوښه ټاکل کیږی .
زیات سیاسی شننونکی په دی باور دی چی دغه شان سیاسی ډلی یوازی په سیاسی ډګر کی دتلی پلو ته ګوری او په هرلوری کی چی سیاسی بقا او دخپلو شخصی ګټو پایښت ووینی هماغه لوری ته له هیڅ سیاسی تفکر نه پرته خپله رایه او ملاتړ ورسپاری . ښایی همدا لوی لامل وی چی په دی وروستیو ورځو کی داسی ګونګوسی خوری شوی وی چی کرزی وکولای شول چی د خوږی ژبی ، وزارتونو په ویش، دولسوالیو په ولایت کولو ، مالی خوږو ورکولو او دی او هغی باندی داشان سیاسی ډلی دځان په پلوی رامات کړی . له دغی ټکی سره سره داهم له سترګو نشو غورځولای چی ښاغلی فهیم هم ورته زاړه یاران په زاړه چلم رامست کړی ، دمستۍ په وخت یی دکرزی دملاتړ ناره کړی خو خدای دی درایو صندقونو ته د ورتګ په وخت هم دانشه په ځای ساتی که نه نو بیا به د کرزی ورځ کږه وی .
بس افغان ولس ته دایوه خبره په سترګو کیږی چی کرزی صاحب خودومره بی رنګه او ناورته وتلی ماران سره راټول کړی دی ، آیا دی به په دی وتوانیږی چی هرلوری ته دتیری دوری په شان څه ناڅه په خوله او لمنه کی ورواچوی ؟ خو داهم ولس ته په یاد دی چی که یی داسی ونشوای کړای نو بیا خو دمنترسره سره دمکر ژړا د کرزی صاحب د چپی سترګی په کونج کی ده .
کابل – افغانستان
د۱۳۸۸ هجری لمریزکال د چنګاښ د میاشتی ۱۱ ،د ۲۰۰۹ میلادی کال دجولای دمیاشتی ۲










