د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی سفلیت/ وهابیت او بازاري اسلام

شریف 19.03.2015 12:21

لیکوال: مصطفی حامد / ابوالولید المصری ژباړن: شریف
له فقهي او عقیده وي پلوه کېدای شي چې اوسني معاصر سلفي / وهابي خوځښتونه له یوې داسې ونې سره ورته وبولو چې جرړې یې له ابن تیمیه اوبنسټیزه تنه یې محمد بن عبدالوهاب وي، مګر له دې وروسته بیا د سلفیانو/ وهابیانو نورې وړې ډلې دهغو بې شمېره پاڼو په شان دي چې د یوې ونې په خاښونو پورې نښتې وي. په لاندې توګه هغه دوه سلفي/ وهابي لویې ډلې راوړو چې په نویو سلفیانو/ وهابیانو کې له محمد بن عبدالوهاب او له هغه وروسته له ابن تیمیه سره ټينګې اړیکې لري. د دې دوو ډولو یوه سنتي او عنعنوي سلفیت دي او بله ډله یې غورځنګي سلفیت دی.
لومړی ــ عنعنوي او سنتي سلفیت:
1ـ شاهي سلفیت ـ دا هغه ډله ده چې د پادشاه او حاکم ملاتړ کوي او هغه ته د دین د اساسي محور په سترګه ګوري.
2ـ دعوتي او بلنیزسلفیت ـ هغه ډله ده چې سلفیت ته د بلنې لپاره د نویوکسانو په راماتولو کارکوي. دا یوه څرګنده خبره ده چې په سني فرقو کې د سلفیانو شمېر خورا کم دی او همدا لامل دی چې بلنه ورکوونکی سلفیت هم د شاهی سلفیت په غیر مستقیم ډول چوپړ ته ملا تړلې وي. دا اصلي علت دی چې دغه ډلې د سعودي او نورو خلیجي هیوادونو د تېلو له عوایدو لاسته راغلیو پیسو باندې ښه په خلاص لاس تمویل کیږي.
دوهم ــ غورځنګي سلفیت:
1 ـ جهادي سلفیت ـ دا هغه ډله ده چې د لومړي ځل لپاره د سیدقطب- اخواني مفکر- په منډو ترړو یې فکر راڅرګند شو او له هغه وروسته یې اصلي او علمي شکل په نړیوالو قضیو کې د اسامه بن لادن په لاس په اتیاومه لسیزه کې دافغانستان د جهاد په بهیرکې تطبیق او همدا لړۍ د اسامه بن لادن له مرګه وروسته تر ننه پورې هم روانه ده.
2 ـ تکفیري جهادي خوځښت ـ ددې ډلې عملي شکل او بېلګې راڅرګندیل د الجزایر په هېواد کې د الجزایر د اسلامي جماعت ډله بللی شو، چې په یاد هېواد کې یې د افراطیت کچه د دې ډلې د مهمو مشرانو لکه "عنتر الزوابري" په مشرۍ هغه کچې ته ورسیده چې ټولې نړۍ یې ننداره وکړه.
3 ـ داعشي جهادي خوځښت ـ ددې شان ډلې لپاره د عراق هېواد جغرافیایې مرکز او زیږد ځای بلل کیږي، چې د بشري او مادي قوې او ځواک مهمه منبع بلل کیږي. له فقهي او عقیده وي پلوه داعشي سلفیت د الجزایري اسلامي جماعت چې د عنتر الزوابري ترمشرۍ لاندې وو او د القاعدې ډلې چې د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې وه، په منځ کې ځای لري.
4 ـ سیاسي سلفیت ـ دا هغه سلفیت دی چې د ۲۰۱۱ ز کال د مصر هېواد د پېښو په بهیر کې رامنځته شو، پداسې شکل سره یې خپل وجود رامنځته کړ چې د یوې لویې ډلې په شکل ټول سلفي تنظیمونه سره راټول شول ترڅو په ګډه سره د مصرپه دیموکراټیکه لوبه کې ګډون کړي.
5 ـ اخواني سلفیت ـ دا ډله ورو ورو له هغو اخوانیانو را منځته شوه چې سلفیت فکر ته ور مایل شوي وو او په مصر کې د جمال عبدالناصر د تاړاک له وېرې سعودي عربستان، قطر او نورو خلیجي اوپه تېلو بډایه هېوادونو ته پناه وروړه. دغه ګام پورته کولو سره اخوانیانو خپل پخوانی معنوي پراختوب چې د ټولو سني مذاهبو پکې شتون او آن له شیعه ګانو سره د تفاهم فکر او تصور وو، له منځه یووړ، آن تردې چې په پخواني اخوان المسلمین کې د مصر ځېنو مسیحیانو هم غړیتوب تر لاسه کړی وو.
د سلفیت / وهابیت له پورتنیو پنځو ډولونو څخه کیدای شي چې تر ژورې څېړنې وروسته نورې ډلې او لا زیات ډولونه او د هغوی تاریخي تړاوونه، معاصرې اووښتنې راویستل شي.. چې دغه شان کړنه نورې زیاتې مطالعې او څېړنې ته اړتیا لري.
پدې وروستیو کې چې د سلفیت / وهابیت په یون کې کوم بنسټیز بدلونونه رامنځته شول، په ټولیزه توګه حیرانوونکي او ټکان ورکوونکي دي. له دې سره په خوا کې نړیوال دریځ هم سلفیت / وهابیت او د هغه جهادي او تکفیري څانګو او ډلو ته د پراختیا او سمسورتیا چاپېریال برابرکړی دی، بلې خواته لویو نړیوالو ځواکونو له همدې موضوع څخه د اسلامي نړې او سیمې په اوسني حال او راتلونکي باندې د ورانو اغېزو یوه نړیواله مهمه د کار آله جوړه کړې ده. دا آله خورا خطرناکه او د ډیری هغو کسانو د پوهې، تفکیر او سوچ له دایرې وتلې ده چې دوی د کوم شي په اړه فکر او انساني تصورکوي.
د سلفیت بنسټیزې نښې:
د سلفیت د خوځښت لرونکي ټولو لوريو او اړخونو د پېژندې لپاره اړینه ده چې دتاریخی جوړښت د ملا دتير لپاره یې دوه مهم ټکي وپيژنو:
لومړی: د سلفیت دیني اسلوب اومنهج د ابن تیمیة په لاس ددې لپاره رامنځته شو چې په مسلمانانو باندې د حاکم ککړ او ویشل شوي نظام چې په خپلو منځونو کې یو او بل سره په جګړه بوخت وو، د حل لاره او مناسب درمل وي. په یاد شوي وخت کې مسلمان په سیاسي میدان کې سره ویشلي وو، هراړخ به د بل اړخ د ماتولو په موخه له صلیبیانو/ عیسویانو او تاتاري لښکرو چې د مسلمانانو خاوره یې په زور او تېري لاندې کړې وه، مرسته غوښتله.
دوهم: یاد ډول سلفیت ددې پلوي او غوښتونکی دی چې په هیڅ شکل باید مسلمانان د اهل سنتو د څلورو فقهي مذهبونو په هېڅ یوه تړاو اوربط ونلري، بلکې د ځان لپاره باید په خپله دهرې فقهي او ورځنیو چارو لپاره د شته او موجودو شرعي نصوصو او اسنادو پربنسټ فقهي حکم او شرعي لوری وټاکي. دا ډول عقیده او فقهي نظر دې ته رسیږي چې په پای کې به هر انسان دخپل ځان لپاره "فقهي مرجع" او هر یو کس به د خپل ځان لپاره "فقهي امام" هم وي.
په پلي کیدونکي لوري کې د سلفیت یاد دوه ټکي دسختو زیاتو ورانکاره پایلو لپاره لوی لامل شول:
په سیاسي برخه کې: سلفیت ددې لامل شو چې له هرڅه مخکې د مسلمانانو ترمنځ یوالی او وحدت بالکل له منځه یوسي. پدې چارې سره د مسلمانانو ترمنځ د پرمختګ او سمون رواستلو لارې ډپ شوې، مسلمانان یې د هغوی دښمنانو ته لاندې او تابع کړل، د ريښتيني هغه جهاد مخه یې ونیوله چې په مسلمانانو د تیري کوونکی دښمن او ښکیلاکګر په وړاندې په کاریده او پدې داسې یوه آله او فکري نظریه یې بدل کړ چې تل په خپله د مسلمانانو په خپل منځ کې وکارول شي او تل مسلمانان پرې وځپل شي، د مسلمانانو ترمنځ یې تل د فکری او عقیده وي بیلتون او وژونکي شلېدنې په شکل وکارول شي او په پای کې د اسلامي نړي د ټولو په سوله ولاړو لومړیتوبونه پرې له مخې لېرې کړل شي.
په فقهي برخه کې: د سلفیت د فکر په پراختیا سره نوره دینې مرجع له منځه ولاړه، فقهي برخه په یوې مباحې برخې بدله شوه او ددې وخت راغی چې هر شخص که علمي اهلیت او صلاحیت لري او که نه، د دین او شریعت په اړه خپل نظر څرګند کړی او دشرعي او فقهي امور په اړه په خپل فکر او تصور ولاړې فتواګانې صادرې کړي.
له هماغه پیل څخه سلفیت پدې ونتوانېد چې په هغو ویشل شویو کوچنیو اسلامي دولتونو کې په یوه کې خپل ځان حاکمیت ته ورسوي او یا په کومه جغرافیایې سیمه کې تسلط ولري. دغه شان حالت ترهغه پورې دوام لاره چې د یوه دیني او سیاسي جوړ جاړي وخت د سلفي مجدد محمد بن عبدالوهاب اود عربو په جزیزه کې د سعود د کورنۍ د مشرانو او امیرانو تر منځ د اته لسمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شو. چې همدا تړون او جوړجاړی په سعودي عربستان کې لا تر اوسه پورې هم دوام لري.
یاد دیني او سیاسی تړون او جوړجاړي له په خوا رانیولې او په اوسنیو مهمو او نازکو حالتو کې بیا هم د اسلامي او عربي نړۍ لپاره داسې لاره او مسیر رسموي چې د اوسنیو نړیوالو اسلام دښمنه لویو ځواکونو له تګلارو او ګټو سره په ټکر کې نه وي. په اوسني معاصر نړیوال سیاست کې خورا لوی او بنسټیز ځای ځایګې لري، ددې لپاره هڅه اوپه منډه کې دي چې د عربي نړۍ نویې سیاسي نقشه وکاږي، چې د شوروي اتحاد په افغانستان باندې له تیري او هلته له جهاد پیلېدو را نیولې بیا تر ننۍ بې نظمۍ پورې چې د عربي پسرلي نوم او سرلیک ورکول کیږي.
# وهابیت دسلفي فکر یو سرزوره او لا زیات سخت دریځه عملي او تطبیقي ډول دی، چې د سړې جګړې څخه یې را وروسته په ۱۹۸۹ زیږدیز کال په نړیواله کچه زیات نفوذ او شهرت لاسته کړچې لدې سره یوځای په یاد فکري یون باندې د سعودي عربستان واک کمزوری او قطري راج او سیطرې ته لاره هواره شوه. دقطر کوچني خلیجي هیواد چې زیات تیل اوطبیعي اوبلن ګاز لري د خپل سخاوت او خلاص لاس مخه د جهادي سلفي پراخه واټن ته را وګرځوله او پدغه لوري باندې یې ښه په خلاص مټ کار پیل کړ. له دې سره په خواکې په یاد هېواد کې ځوان نسل چې تر خپلو بخوانیو ډېر زیات د لیبراله فکر خاوندان دي، په واک راغلل. دا باید له یاده ونه ایستل شي چې د سعودي عربستان واک په سلفي جهادي ډلو ټپلو دلومړي ځل لپاره هغه وخت راولویده چې د یاد نظام له اسامه بن محمد بن لادن سره په ټکر کې راغی او له همدې رالوېندنې قطر خورا زیاته ګټه اوچته کړه. قطر ددې په لټه کې شو چې په یادو سلفي جهادي فکر او ډلو باندې خپل نفوذ او واک لا زیات او ټینګ کړي، ترڅو پدې توګه په یاد فکر په نړیواله کچه خپله اغېزه وشیندي. همدا لوی لامل وو چې اخواني سلفیت په دې وتوانېد ترڅو د عربي پسرلي په دوران کې له نورو تکفیري جهادی سلفي ډلو سره په تړون کې ښه غوښنه برخه ولري. کوم شی چې د مصر په عربي هېواد کې تېر شول هغه د همدې وینا او فکر یو ښه عملي ثبوت او تطبیقي انځور وو. په مصرکې اخواني سلفي او تکفیري جهادي سلفي خوځښت د حسنی مبارک د نظام له امنیتي ځواکونو او څارګرو ادارو سره په همغږۍ کې چې څه ترسره کړل، د هېرېدو نه دي. همدا لوی لامل وو چې د مصر په عربي هېواد کې د اسلامي ځواک او خوځښتونو رابرسېره کېدل منفی او په بده څېره ترسره شول. له هغه څه سره یې هیڅ ورته والی نه درلود چې په مصر شان هېواد کې د انقلاب او اووښتون غوښتنه وه او په پای کې مصریان له یاد جریان څخه جلا شول او دهغه په ظلم او نادودو پسې یې خپلې مټې وانغښتې او په ډېر کم ځواک باندې یې شته اخواني سلفی او تکفیري جهادي سلفی نظام د محمد مرسي په مشرۍ را ونړاوه.
د جهادي سلفیت سیاسي آزادي :
د جهادي سلفیت رامنځته کېدل پخپله له سعودي سیطرې ددغه فکر نسبي لېرې کېدو ته لاره هواره کړه. لکه مخکې مو چې وویل دا موضوع د اسامه بن لادن په دوهم ځلي ډول افغانستان ته په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې له راتګ سره پیل شوه. له هغه وخته تر اوسه پورې چې د مرکزي القاعدې تنظیم مشري د اسامه بن لادن له مرګه وروسته ایمن الظواهري ته هم لیږدیدلې ده مګر د تنظیم تګلاره په هماغه فکر ولاړه ده چې د سعودي عربستان له واکمن نظام او د امریکا له سیطرې سره په ټکر کې ده.
له همدې فکر او تګلارې سره د یمن القاعده هم یوه خوله ده. مګر اوس هیڅ داسې څه نه ترسترګو کیږي چې دا ډاډ را منځته کړي چې د اوسنۍ یوازې شوې القاعدې سیاسي فکر او تګلاره دې د نورو جهادي سلفي ډلو ترمنځ بقا او پایښت ولري. ډیرې داسې ډلې اوس په نړیواله کچه د همدې القاعدې په څانګو کې را څرګندیږي چې د القاعدې د مرکزي مشرانو لارښوونو او آن د القاعدې د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن فکر او تګلارې ته هم ژمن او پابند نه ښکاري. دا هم د هغه تهداب او یون یوه برخه بلل کیږي چې د سعودي عربستان څخه جهادي سلفی او اخواني سلفی فکر ته د آزادۍ په بهیر کې رامنځته شوه او په بل اړخ همدا یاد شوي لوري د قطر په خوا په خپلو سیاسي او مالي اړخونو کې ور واوښتل.
اوس غواړم دغه اوښتون له هغه پخواني فقهي آزادۍ سره وتړم چې د ابن تیمیة په لاس باندې ترسیم شوې وه. پدغه تګلاره باندې د هغه کس لپاره چې په اسلام کې جهادي سلفي فکر ته ژمن او متعهد وي دا اختیار او واک ورپه برخه کیږي چې دخپل ځان لپاره سیاسي لوری دخپلو معلوماتو په کارولو سره په ګوته کړي اوهغه لوري ته خوځښت پیل کړي، دا کټ مټ په هغه شان کړنه ده چې په کوم طرز باندې سلفیان په فقهي امور کې د احکامو د استنباط لپاره تکیه کوي. په عملي شکل کې د دغه شان ډلو د مشرانو هیلې، د افراد او د تنظیم د غړو میړانه او حماسه، د مسلمانانو ځوانانو تندې او تیزې پریکړې هغه مهم اساسات دي چې د یادو تنظیمونو لپاره د فقهي او سیاسي لوریو په تعیین او تشخیص کې اساسي رول لوبوي.
له همدې ځایه دا ګرانېږي چې څوک داسې وینا او یا وړاندوینه وکولای شي چې ددې جهادي سلفي تنظیمونو وروستی تم ځای به ددوی خوځښتونو، فکرونو، فقهي او سیاسي تګلارو او ترټولو مهم ددوی د مالي تمویل منابعو ته په کتلو سره چېرته او څرنګه وي.
د یادو شویو سلفي خوځښتونو او ډلو ټپلو د هر ډول فکر او لوري لپاره بې شمېره فرصتونه په مخ کې پراته دي. ځېنې مو داسې پکې ولیدل چې دیموکراتان به یې کافر بلل او ډېر زیات تندلاري وو خو بیا هغوی په خپله دیموکراسۍ ته د لویو بلونکو په څېره بدل شول، په سیاسي یون کې یې خپل سیاسي تنظیمونه جوړ کړل، د پارلماني څوکیو ګټلو لپاره یې تر نورو مخکښ وو، خپلې موخې د رسېدو لپاره یې د هرډول او هر فکر لرونکو سیاسي ګوندونو سره په ډېر بې خوند او بې چوکاټه إئتلافونو یوځای شول. ځینې نور منځلاري سلفیان بیا په تندلارو واووښتل او ځان ته یې تکفیري لاره غوره کړه، د ټولو ډلواو آن نور ادیانو په وړاندې یې وسله راواخیستله او وانکاره بریدونه یې پیل کړل. داسې ترسترګو کیږي چې د یاد ډول سلفي تندلارو ډلو په خورا چټکه پراخېدنه کې په تیلو د ماموره خلیجي هیوادونو، په ځانګړې توګه بیا د قطر هېواد رول دعربي پسرلي ځپلو هېوادونو په ډراماټیکو بدلونونو کې د سلفیانو د تندلارو ډلو په رابرسېره کیدو او خوځښت کې تر نورو وړاندې او غښتلي وو.
له دې وروسته په ځانګړې توګه د جهادي سلفي ډلو په لویو فقهي او سیاسي خوځښتونو له پخوا کار شوي وو، چې عراقي ساحه او عراقي فصل یې د پیل او راپورته کیدو لومړي پړاو بللی شو. دغه پیل په عراق باندې په ۲۰۰۳ زیږدیزکال کال د امریکا له ورختلو سره شروع شو او د نوي جهادي وهابیت لپاره یې زمینه برابره کړه، همدا څپرکی د جهادي وهابیت په ژوند د ابومصعب الزرقاوي په کړونو د یوه بنسټګر په شکل نورهم ځواکمن او پراخه شو او یا داچه یاد کس د دې فکر لپاره مهم څلی بللی شو. له الزرقاوي وروسته نور کسان چې راغلل یا یې عمر لنډ وو او یا پوره شهرت ته ونه رسېدل ترهغه پورې چې ابوبکر البغدادي ته وار ورسید، چې ده هم له واک لاسته کولو سره سم ځان د نړۍ په کچه د مسلمانانو دخلیفه په شکل اعلان کړ او د نړیوال محضر په وړاندې اوس د تکفیري جهادي وهابیت بیرغ مخ په وړاندې وړي.
# د البغدادي څپه له نورو څخه په "فقهي تګ" کې بېله ده، آن له خپله وهابیت څخه هم وتلې او تېزه ښکاري. دخپل ځان او تنظیم لپاره داسې مذهبي او دیني مفاهیم او احکام اعلانوي چې یوازې په هم دوی پورې تلړي وي، بیا یې د شته زور او وسلې په مټه تطبيقوي. د هرحکم او مفهوم په اړه چې څومره فقهي لارې چارې زیاتې وي، په هماغه اندازه په دوی کې د زور کارولو لیونتوب لازیاتیږي او په وروستي پل کې دغه شان ټولو شیانو ته د جهاد نوم ورکوي. د همدې موخې لپاره یې ډیری ځوانان چې دلوی اسلامي خوځښت تنده پکې وي خپلو لیکو ته ورجلب او خذبوي، د هغوی په لاس لازیاتی وینې بهوي او دخپلو آرمانونو کچې ته لا لوړوالی وربښي، د پاڼو په مخ خیالي امپراطوري جوړوي او دهغې لپاره د نړۍ په نقشه کې دخپل تصور او خیال سره سمه نقشه ترسیموي.
د منځکړي له لارې سیاسي فعالیت :
# عربی جهادی سلفي تنظیمونه د سيمې له هیوادونو سره د نور هغو ډلو په منځګریتوب خپلې اړیکې پالي چې له سلفي/ وهابي لورلید سره کمې اړیکې ولري. دخپلو سیاسي اړیکو په برخه کې ډېری دوی د اخوان المسلمین په منځګړیتوب د امریکې له متحده ایالاتو او اروپا سره تکیه کوي، همدا ډول له ځېنو عربی تنظیمونو سره په خلیجي هېوادونو او د اردن په عربی هېواد کې چلیږي. د شورویانو په وړاندې د افغانستان په ځمکه باندې د جهاد په دوران کې همدا منځګړیتوب د پاکستان اسلامي جماعت چې د نړیوال اخوان المسلمین د ګوند غړیتوب لري، دافغاني جهادي ډلو او نور عربي جهادي تنظیمونو او د پاکستان د وخت حکومت چې د مشري یې د جنرال ضیاء الحق په غاړه وه، ترسره کړ.
په عربي سيمه کې امریکا غوښتل چې د یوې لویې لوبې په بهیر چې د خلافت ترسرلیک لاندې وه، ټولې جهادي ډلې داخوان المسلمین ترمشرۍ لاندې راټولې کړي او په ډېری عربي هېوادونو کې یې له تجزیې کولو او ویشلو ورسته د ډلو او نژاد پر بنسټ حاکمې کړي. په سيمه کې شته هیوادونه په کوچنیو هېوادونو داسې بدل کړي چې ټوله سیمه ناقراره شی او پدې سره موخه دا وه چې نور په ټوله سیمه کې د اسرایلو برم او راج چلولو ته د یوه سیمیېز لوی قدرت په شکل لاره هواره کړي.
د منځګړي له لارې خپل سیاست او تګلاره پرمخ بیول ددې څرګندویې کوي چې لاهم "جهادي وهابیت" خپل سیاسي پخوالي ته نه دی رسیدلی، دا موضوع پخپله ددې لامل کیږی چې له نړیوالو اړخونو سره د تعامل وړتیا ونلري او منځګړي ته په خپلو بین المللي تعاملات کې اړه پاته شي. همدا لامل دی چې تل ورته مسلمان منځګړی او ډېر کرته اخوان المسلمین کارول کیږي.
# د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د اسلامي دولت اعلانول له نړیوالې ټولنې سره د جهادي وهابي ډلو لومړی مخامخ تعامل وو، دا هم په داسې حال کې چې د یاد شوي دولت پروژه یوه جدي پروسه وي او په خیالي بدله نشي. لدې وروسته به آن د البغدادي اسلامي دولت هم په خپلو چاروکې نرمښت اړشي، مګر دغه شان نرمښت له امریکایې ارادې او موخې سره اړخ نه لګوي. امریکایان غواړې چې یاد خوځښت ډېر زیات تند او خونړی وي او ټوله سیمه ناکراره کړي، ترڅو هغو ځایونو ته چې نظامي او استخباراتي ورننوتل د اقتصادي او ستراتیژیکو موخو لپاره اړین دي، پدې ډول سره ترسره شي، چې همدا په اصل کې د جهادي سلفی او وهابي ډلو مهمه دنده ده چې په خپلو کړنو سره "جهادي بې نظمي" رامنځته کړي.
دې لویې موخې د رسیدو لپاره ده چې هیڅکله به د البغدادي ډله او یا هغوی ته ورته کسان او ډلې په دې ونتوانیږي چې نړیوالې ټولنې ته لاره ومومي خو ددې په بدل کې به هغوی تل ددې په هڅه کې وي چې له ترکیې او یا په تیلو له ماموره خلیجي هېوادونو سره خپلې اړیکې غځېدلې وساتي. اوس داسې ښکاري چې نور د امریکا د متحده ایالاتو او جهادي سلفي تندلارو ډلو ترمنځ د اخوان المسلمین د منځګړیتوب وخت هم پای ته په رسیدو دی او نور نه د امریکا او نه هم د بل کوم غربي هېواد لپاره په زړه پورې ښکاري. دا ټول ځکه رامنځته شول چې اخوان المسلمین په مصر کې د چارو واږې په لاس کې نیولو سره ټول هغه باور او د نړیوالو په سترګو کې وړتیا له لاسه ورکړه چې په مصر کې یې په عملي ډول تمثیل کړه. له دې سره غبرګ د اخوان المسلمین ډلې اوس خپل اعتبار د تندلارو ډلو په منځ کې هم له لاسه ورکړي او هرډله ددې په لټه کې ده چې خپل جهادي او فقهي وجاهت، بروالی او سموالی نور ته جوت کړي. په دې چاره کې تر ټولو نورو ډلو د اسلامي دولت ډله خورا زیاته ګټه تر لاسه کوي په لومړي سر کې یې داعش او له هغه وروسته بیا القاعده په دوهم کتار کې راځي.


شریعت، اسلامي دولت په وهابی مفهوم کې:
په وهابیت/ سلفیت کې د اسلام د مبارک دین په اړه یوځانګړی لیدلوری شته، په لنډه یې داسې ژباړلی شو چې دا د اسلام د مبارک دین له داخل څخه چولو او منفجر کولو ته پداسې حالت کې ورته والی لري چې د اسلام سپېڅلی دین له خپلې اصلي محتوا څخه په مکمل ډول خلاص کړل شي.
ــ دلومړۍ وهابي تجربې لوست مونږ ته د یوه اسلامي دولت چې په وهابي فقه ولاړ او د سعودي په توره یې ساتنه ترسره کیږي، هغه اغېزی را په ګوته کوي چې بریطانیا یې ددې جوګه کړه چې په اکثریت اسلامي نړۍ او عربي ټاپوزمه باندې خپله ولکه ټینګه کړي. اوس چې د پخوانۍ تجربې شکل له اوسني حالت سره چې د عراق په ځمکه بیا د وهابي فقهي په اصل ولاړ دولت د داعشیانو د تورې په زور پلی کیږي، کټ مټ هماغه شکل دی، بس په یوه توپير سره چې دې ځل ته یې امریکایان پلی کوي پداسې حال کې چې په عراق، ډېری اسلامي نړۍ او عربي ټاپوزمه یې ولکه کړې ده. که دلته دواړو تجربو ته ځیر شو یوه شی راته په ګوته کوي چې د دواړو تجربو ترمنځ لوی ورته والی شته او دواړه تجربې په سیمه کې د لویو استعماري او یرغلګرو ځواکونو له خوا د نړیوالې استراتیژۍ په اساس پلې شوې دي، پخوا بریطانیا وه او اوس دامریکې متحده ایالات دي.
# په هند کې د پخوانۍ بریطانیا حکومت په ټینګه له دې سره تړلی وو چې په وهابي تجربه باندې د آل سعود دولت له عربي ټاپوزمې څخه د ترکیې د شاته کولو په نیت رامنځته کړي، اسلامي مقدسات یې د اسلامي خلافت او یوموتي ځواک له واک څخه وایستل او په پای کې یې هغه دمسلمانانو د وحدت او یوالی رمز او څلی هم له منځه یووړ چې د نړیوالو لویو ځواکونو په منځ کې به یې تل د اسلامي نړۍ له حقوقو دفاع او ساتنه کوله. دا ټول ددې لپاره ترسره شول چې د اسرایلو د رامنځته کېدو اود نویې عربي نړۍ د سیاسي نقشې د ترسیم لپاره لاره هواره شي. یوازې له ترکې ولکې یاد عربي هیوادونه وایستل شول او په اروپایې استعماري منګلو کې سره وویشل شول، چې یاد تړون ته د سایکس/ پیکو نوم ورکول کیږي.
دا له ورایه جوته ده چې د امریکا متحده ایالات د دې نویې وهابي تجربې سره چې د داعش ترسرلیک لاندې پلې کېږي، ښې نږدې اړیکي لري او ددې لپاره دې ځل ته ترېنه کاراخیستل کیږي چې د اسلام سپېڅلی دین نه یوازې د نړې له نقشې بلکی له انساني کلتور څخه یې هم پسې وباسي. د مسجد الاقصی له ورانولو نیولې بیا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارک جسد د نبوي مسجد څخه په مدینه منوره کې تر ایستلو پورې چې ددې موضوع په اړه په دې وروستیو کې د سعودي نظام د مدینې منورې د پراختیا تر سرلیک لاندې پرې کار پیل کړی وو او همدا پروژه رسوا شوه. په همدې منطق باندې ددې لپاره هم کار روان دی چې د کعبې شریفې څخه یو تاریخي او لرغوني ځای جوړکړل شي چې د واتیکان په شکل به د یوه کوچني وهابي دولت له لوري اداره کیږي، یا به د نړیوالو لرغونو ځایونو په قطار کې د یونسکو نړیوالې ادارې تر واک او ساتنه لاندې شي، یا داچه د داعشي امپراطورۍ د یوې برخې په شکل به پاته وي چې یاده امپراطوري ددې لپاره رامنځته کیږي چې په نړیواله کچه د امریکایي اهداف لپاره د لاسته راوړنې د ذریعې په شکل وکارول شي. باید ښه ځیر شو چې دټولو داعشي فتوحاتو څخه تراوسه او له دې وروسته به هم د فلسطین ځمکه او په هغې کې د داعشي او سلفي فتوحاتو او هر ډول پلانونو څخه د اسرایلو د عقایدو په خاطر په مستثنی شکل ساتل کیږي.
وهابي دولت او څلوراصطلاحګانې :
لوی اسلامي اساسات له خپلې حقیقي محتوا څخه خالي کیږي، د نورو موخو او کارونو لپاره کارول کیږي، داهغه څه دي چې د دولت په چوکاټ کې به اسلام په وهابي شکل عملي کولو سره به واضح شي، یا داچه کله دوی په ريښتیا هم د دولت څښتن شي بیا به یې عملي او تطبیق کړي. له وهابي تطبیق سره سم اسلامي دولت په عمومي توګه په څلورو لویو اصطلاحګانو کې رانغاړي او هغه: (ولى الأمر) یا حاکم ـ توحيد ـ جهاد ـ اوشريعت دي.
د یادوشویو اصطلاحګانو عملي مدلول د وهابي تطبیق ترسیوري لاندې په دې شکل دی:
ولى الأمر/ حاکم : هغه لوړ حاكم ویل کیږي چې د مطلق صلاحیت خاوند وي، که په هرحال وي اطاعت او پیروي ترېنه واجبه ده، د بیت المال په لګښت کې خپل واک دی که یې ځان لپاره کاروي او که یې بل چا ته د خپلې خوښې سره ورکوي، د دولت په چارو کې هم داسې واک چلوي لکه دولت چې دده شخصي او فردي ملکیت وي او یا یې په میراث په برخه شوی وي، هغه هم داسې میراث چې له دولت سره ورته پکې شته بشر او شتمنۍ هم په میراث پاته شوې وي.
التوحيد : دشرک ضد ته وایې، او شرک د وهابیانو په آند د اولیاوو او نیکو خلکو د قبر او ځېنو مذهبي څلیو زیارت کولو ته ویل کیږي. د شرک په ضد جګړه بیا د هغه چا په ضد جګړه ده چې د مذهبي څلیو او د اولیاوو او نیکوخلکو قبرونو ته درناوي کوي چې دا خلک صوفیان او شیعه ګان دي. لومړۍ ډله چې صوفیان دي، د اهل سنتو لو یه برخه جوړوي او له دې سره بیا دوی په دې هم تورن بلل کیږي چې د اشرعیانو عقیده لري او دا ډول عقیده د وهابیانو په وړاندې ناسمه عقیده ده. د شعیه ګانو په اړه چې د سنیانو څخه وروسته دوهمه لويه ډله ده، حکم بیا نور هم سخت دی یعنې "تکفیر" کافران بلل کېږی چې پدې توګه دوی لومړی درجه دښمنان ګڼل کیږي او له منځه وړل یې په لومړیتوبونو کې شمېرل کیږي.
جهاد: هغې بې چوکاټه جګړې ته ویل کیږي چې د وهابي فکر او عقیدې سره سم دبل هرلوري په راپرځولو او له منځه وړلو کې په کاریږي او په اړه هرهغه چارې ته تر نورو لومړیتوب ورکول کیږي چې په زیاته کچه وېره او ترهګړۍ په خلکو کې خپره کړي ترڅو بیا څوک ددې توان او اراده ونلري چې د سلفی او وهابي ډلو په وړاندې ودرېدو ته په آسانۍ سره زړه ښه کړي. د همدې جهاد ترکلمې لاندې له وهابي عقیدې پرته د بل هرنارینه غلامول، دهرې ښځینه کنیزه کول او د دوی په هرشکل پلور او آن له هغوي جنسي لذت پورته کول هم راتلای شي.
شريعت : د شریعت تطبیق د اسلامي دولت لپاره خورا لوی او مهم شعار دی. په ځانګړي ډول د هغه دولت چې د سعودي وهابي مفهوم او معنی پر بنسټ رامنځته شي په هغې کې به مونږ له دوو مشکلونو سره مخامخ وو چې لومړی یې کو شریعت او دوهم یې دیاد شریعت پلي کول او عملي کول دي.
له شریعت څخه د سلفی او نه یوازې وهابي مفهوم او معنی داده چې اسلامي شریعت یعنې د جزاء قانون، پدې معنې سره شریعت یعنی حدود او تغزیرات په هغه ټولنه کې تطبیقول چې په هغې کې ولی الامر یا حاکم له یوه مقدس شخصیت او تل له هر ډول پوښتنې او پلټنې څخه ژغورلی بلل کیږي. تل یوازې اطاعت اصلی شکل بلل کیږي او بس. چې پدې توګه شریعت فقط د داسې پردې په شکل کارول کیږي چې د حاکم او واکمنو بغاوت او سرکشۍ جرمونه پرې پټ کړل شي. د خلکو ترمنځ پرې د توپیر تعامل ته له حقه پرته قانوني صبغه او رنګ ورکړل شي. پداسې شریعت کې ناتوانه خلک په ټولنه کې د جرم په کولو سره سخت مجازات کیږي او ځواکمن خلک ښه په بې غمۍ سره خپل جرمونه ترسره کوي او د پوښتنې لوری ورته نه وي چې د شریعت جزاګانې پرې تطبیق او عملي کړي.
# له یادو شویو اصطلاحګانو څخه د پورتنیو مفاهیمو اخیستل د یوه ريښتیني اسلامي دولت په پښو درولو سره اړخ نه لګوي. بلکې په ګوته شویو حالاتو او شرایطو ته د اسلام د مبارک دین نوم کارول او یا یې تر دغه مقدس او پاک نامه لاندې راوستل د اسلام سپېڅلي دین ته خورا لوی سپکاوی دی.
# سلفي مفهود د دولت اساسي دندې له پامه وباسي چې ډېر زیات داسې نور څه شته چې دولت پدې وارزي ترڅو د اسلام مبارک نوم ورپورې کړای شي، ځېنې دغه مهم څیزونه په لاندې ډول دي:
ـ په اسلامي دولت کې باید حاکمیت، واک او صلاحیت په عدالت باندې پرمخ بوتلل شي. ځکه چې عدالت د پادشاهی او حکمروایي بنسټ او تهداب دی. لکه چې یوه مشوره خبره هم پدې اړه کیږي چې وایې: (د کفرپادشاهي دوام پیدا کوي خو د ظلم او تېري پادشاهي نه کوي). ټولنیز عدالت د د عادلې پادشاهۍ اوحاکمیت یو لوی اړخ دی، عدالت له دې سره تړلی دی چې شتمنۍ د اړو او مستحقو خلکو ترمنځ په عدالت او مناسبه توګه وویشل شي او له احتکار څخه که هغه اقتصادي وي، که مالي او نغدي وی او که سیاسي وي باید ټولنه پاکه وساتل شي. همدا ډول عادل حاکمیت داهم په خپله لمنه لري چې یو پاک، عادل، پریکړه کوونکی چټک قضایی نظام رامنځته شي چې د بېوزله خلکو لپاره په ټولنه کې دا شونې کړي چې خپلو حقوقوته له هرډول ځنډ، خنډ او سختیو څخه پرته لارسی ومومي
ـ دشتمنیو خاوندان او زورواکان له دې را وګرځول شي چې په هېڅ ډول باندې دوی ونشي کولای چې د ولسي جرګی یا د خلکو د استازو په نورو شوراګانو کې خپل حاکمیت وچلوي. د ټولټاکنو لپاره داسې قوانین او مقررات رامنځته کړل شي چې دشتمنیو او زورخاوندان ونشي کولای د پیسو په زور باندې د شوراګانو او د خلکو استازي وپېري. ددې لپاره هم کار وشي چې شتمن خلک داسې لارې ونه مومي چې د سیاسي پرېکړو په زور او کارونه باندې د ملک شتمنۍ د چارواکو، وزیرانو او آن د دولت له رییس سره ووېشي. په داسې تدابیرو باندې غور وشي چې د ټولنې د ځواکمنو خلکو ترمنځ د کورني سیاست په اړه د باطل او ناروا جوړجاړي مخه ډپ کړي او داسې فرصت په ورنکړي چې د داخلي او یا بهرني سیاست واږې په لاس کې واخلي او د ولسي ګټو پرځای یې دخپلو ګټو لپاره وکاروي.
همدا ډول د ټولنې د خلکو او ټولنیزو رسنیو ترمنځ د اړیکو د سمون لپاره مناسبې تګلارې او قوانین وجود ولري ځکه همدا رسني دي چې د خلکو نظر ته بدلون ورکوي، د خلکو ترمنځ دریځ رامنځته کوي، دملک په کچه د انقلابونو راپورته کولو او یا انقلابونو له منځه وړلو کې زیات اغېز لري. رسني باید د ټولنې ترمنځ دیوه مرستندویه ټولنیز ملکیت په څېر باندې خپل فعالیت وکړي، چې پدې توګه د شتمنو د زرو او دارایۍ له اغېزې او د حاکمانو او چارواکو له صلاحیتی ځواک څخه تل خوندي پاته شي
ـ د عامه شتمني ساتنه وشي او د ښې ودې او لا سمسورتیا لپاره یې شرایط او حالات چمتو شي، د ټولو خلکو لپاره د استفادې وړ وګرځول شي، نه داچې یوازې دشتمنو خلکو، چارواکو اویا د هغوی د بچیانو او خپلوانو یعنې د حاکمې طبقې په واک کې وي. د داسې یو اقتصاد رغونې او جوړونې ته ملا وتړل شي چې صنعتي او کرهڼیزه بڼه ولري، نه دا چې یوازې په شکلي، تجملي یا د اسعارو په دلالۍ باندې ولاړ اقتصاد وي. صنعتي اقتصاد د بشري او هر ډول کاري قوې لپاره د یوه باعزته ژوند زمینه او فرصت رامنځته کوي او له دې سره سره د ولسي خلکو او دولت د ځواکمن کېدو مهم عنصر بلل کیږي.
ـ د ملي او ولسي شتمنیو ښه ساتنه او پالنه ترسره شي او پرې نښودل شې چې د نړیوالو کمپنیو او یا د نړیو الواو سیمیېزو دلالانو په جال کې د نړیوال بدغوني او کرغېړن شعار لاندې چې د "بازار د اقتصاد" ترنامه لاندې یادیږي، په چل او تېرایستنه را ګير شي. تل یادې نړیوالې کمپنۍ او شبکې دا غواړي چې سیمیېز اقتصاد له منځه یوسي، په سیمیېزو شتمنیو خپله خیټه واچوي، دولتونه د خپلو پورونو تر بار لاندې کړي او پدې توګه په هېوادونو کې د اداري او مالي فساد لپاره زمینه برابره کړي. له وروسته پخپله د هغه هېواد خلک د نېستۍ، بې کارۍ او نادارۍ اور سوځوي او په پای کې ټولنه پرته له کنټروله د جرمونو، ورانکاریو او انحراف ښکار کیږي.
بازاري إسلام :
د آزاد بازار او یا د اقتصادي پراختیا نړیوال سیاست پدې معنی دی چې د هېواد اقتصادي دروازې د پردیو صنعتي تولیداتو او پانګو لپاره پرانستی وساتل شي، د نړیوالو بانکونو، نړیوالو سهامي شرکتو، له یادو اداره سره معامله کوونکي نړیوال د پانګونې پربنسټ ولاړ ناکاره او دوکه باز لوريو او د نړیوالو اقتصادي ځواکونو استازو ته زمینه برابره شي ترڅو دوی پکې د خپلې خوښې سره سمې لویې ګټې له دې پرته چې د ټولنې او دولت ګټو خیال وساتل شي، لاسته کوي.
# د آزاد بازار اقتصادي پالیسۍ او له هغې سره په خوا کې نوي نړیوال لیبرالیزم نه یوازې د خلکو او ولسونو اقتصادي او سیاسي ژوند باندې غوبل کړي بلکې د بشر د ژوند په ټولو اړخونو یې یاد غوبل ښه په زورکې ځغلولی چې له دغه وران او بدکاره غوبل څخه آن د ولسونو معنوي لوری چې د هغوی دین او مذهب دی، هم ژغورلی ندی پاتې. همدا دود دی چې ډېری اسلامي او دیني ټولنې اوس په اسلامي او عربي نړۍ کې د تېلو تر مالي تمویل لاندې دي، همدا لړۍ آن په اروپا او امریکا کې هغو مسلمانو ټولنو ته هم غځېدلې ده چې د اسلام په مبارک دین باندې کار کوي. د آزاد بازار اقتصادي پالیسۍ یو ناورته او غیر مناسب ثقافت په هغو ټولنو - چې پرې آزمویل شوې دي - پلی کړي، داسې نوی اخلاقی نظام یې پرې پلی کړي دی چې پخوا پدې خلکو او ټولنو کې یې بیلګه نده لیدل شوې. همدې د آزاد بازار اقتصادي پالیسۍ د یندارۍ او تدین داسې تخم کرلی، داسې اسلامي خوځښتونه او تګلارې یې ددعوت او سیاست په برخو کې رامنځته کړې دي چې ددې لپاره یې کاروی چې دوی پرې خپلې ګتې ته ورسېږي او تل د فریب، دومخۍ او ځېنې وخت د تندلارۍ له لارې دوی ته ددې زمینه او فرصت برابر کړي چې په لویو نړیوالو شتمنیو لاس بري شي.
اسلامي تنظیمونو خپلو موخو او تګلارو ته ددې لپاره تغییر ورکړ چې د آزاد بازارد اقتصادي نظام تر چتر لاندې خپلې مادي اړتیاوې پوره کړي، چې همدې نوي نړیوال لیبرال د پانګونې نظام ته ځېنې لیکوال او څېړونکي د خوسا او وحشي نظام نوم ورکوي او د تېلو مالي تمویلوونکو ته د نړیوال په پانګونه باندې ولاړنظام د استازو په سترګه ګوري.
ــ بې له شکه هغه لویه مالي قوه چې د نړۍ په پنځو لویو وچو کې یې په سیاسي او ثقافتی امور خپله ولکه خښه کړېده، هغوی هم اسلامي کړنې دخپلو ګټو او نړیوالو لیدلوریو لپاره کارولې دي. په بل شکل سره ویلای شو چې په پانګونې باندې ولاړ اقتصادي نظام په دې توانیدلای چې د اسلامي کړنې بې خوند وښیې لکه څرنګه چې همدوی پدې قادر شوي دي چې آن د اوسنۍ نړېدلې نړۍ چاپېریال او آب او هو ته بدلون ورکړي. دا بدلون دوی د مال او شتمنۍ په کارونې سره رامنځته کړی چې اسلام د اوسنیو مشهورو ډلو په لاس کې ورکړي، پدې توګه یې اسلام له خپل معنوي پراخه او مبتکر ارزښت څخه یوازې په یوه داسې شي بدل کړی دی چې اخیستل کیږي او خرڅیږي. تل دغه اسلام د دوی د سیاسي ونډو په بازارونو کې خرڅلاو ته وړاندې کیږي. له داسې محور څخه ایستل کیږي چې د شریعت تشریعي او تقنیني چارې د بشر په لاس نه دي بلکه هلته بیا هرڅه په داسې توګه ترسره کیږي چې په کوم ډول د دوی ستراتیژۍ پرې د وسلې او اور په زور پرې عملي کیږي، داسې ګډوډۍ رامنځته کوي چې په هغو کې خونړیو فتنو او بلواګانو ته د جهاد تر پاک نامه لاندې لاره هواره شي، حال داچې دغه وژنې او خونړي اعمال اوکړنې په هیڅ صورت کې له اسلام او د الله تعالی په لاره کې له جهاد سره تړاو نلري خو یوازې د امریکې متحده ایالاتو د رضا او موخو لپاره ترسره کیږي.
ــ د پورتني ټکې په اړه عملي بېلګه همدا نوي اسلامي نظردی: چې د پخوانیو جهادي تنظیمونو له مشرانو چې د شوریانو د سرولښکرو په وړاندې وجنګېدل او اوسني دریځونه یې د امریکې د متحده ایالاتو د ځواکونو او ټولې ناټو په چوپړ کې دي. تاسې اوس د اخوان المسلمین د ډلې مشر عبدالرب رسول سیاف دریځ ته وګورﺉ چې همدا کس د پرون یو منصف، تندلاری مسلمان، سلفي او جهادي شخصیت وو. د شورویانو د یرغل په وخت کې به د همده په اړه ویل کېدل چې د افغاني جهاد امیر دی، آن تردې چې ځینو په د زیاتو احساساتو په ولولو کې له راتلو وروسته ورته د افغانستان د سیدقطب نوم ورکاوه. همدا سیاف اوس په لومړۍ درجه له امریکایانو دفاع کوونکی شخص او له هغه چا سره سرخته دښمن دی چې د امریکایانو په وړاندې په افغانستان د طالبانو او نورو ډلو په شان وسله را پورته کوي، بلکې دی غواړي چې طالبان دې د کابل په دروازو کې په دار وځړول شي. له دې سره بیا په خوا کې ددې غږ هم کوي چې امریکایانو سره دې تلپاتې تړونونه لاسلیک شي، چې همدا تړون ورسره په دیموکراټیکه توګه ټاکل شوي د افغان ولسمشر اشرف غني چې د امریکا دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په ځواک له هرډول ټولټاکنو پرته وټاکل شو بیا د هغه دامنیتي سلاکار حنیف اتمر په لاس لاسلیک شو. دا هغه دیموکراسي ده چې تل یې امریکایان د سرلیک او شعار په توګه کاروي او د همدې تورشعار تر سیوري لاندې یې په افغانستان او عراق باندې خپله استعماري ولکه ټینګه کړه. دا هماغه شعار دی چې امریکایان یې د نړۍ په هرځای کې د خپلو شومو پلانونو لپاره د سرلیک په توګه کاروي او د ټولو مخلوقاتو په چارو کې پرې په سپینو سترګو مداخله کوي. بس دومره پاتې ده چې په ډاګه وویل شي چې سیاف او دده نور ملګري او هم مثله نور د میلیاردونو ډالرو او پراخو ځمکو د ملکیتونو څښتنان شوي دي. سیاف د افغانستان په کچه یوازې نه بلکې د ټولې اسلامي نړۍ په کچه تر ټولو کسانو د اوږدې ږیرې په لرلو سره د لوی بانکي صورتحساب لرونکي شخص دی.
ــ په عربي نړۍ کې د هغو پېښو په بهیر کې چې د عربي پسرلي تر سرلیک لاندې تېرې او یا روانې دي، دا ښه جوته شوه د تیلو لرونکو هېوادونو مالي تمویل اخوانیانو او دسلفیانو ټولو ډلو ته وراووښتی وو. په ښه سخاوت او خلاص لاس یې مالي تمویل ترسره کړ. یاد ډول مالي تمویل ددغو ډلو په سیاسي او نورو تګلارو کې بدلونونه راوستل، د انقلاب په موخو کې یې لارې بدلې کړې، له نورو سیاسي ملګرو او جوړو سره یې ددې ډلو اړیکې پیکه کړې او هغه وخت چې اخوانیان په مصر کې واک ته ورسېدل، هغوی ته د همدې تیل لرونکو ښامارانو له خوا د کورنۍ او بهرنۍ سیاست لارې ترسیم کېدلې. په ټولو هغو کورنیو جګړو کې چې اخوان المسلمین او د دوی ملګرو سلفي جهادي ډلو برخه واخیستله او تر زیاتې کچې پورې په لیبیا او سوریه کې ترسره شوې، ټولو ښکیلو ډلو ته ښه په خلاص مټ مالي او نقدي تمویل ترسره کیده او پدې شکل سره یادو تنظیمونو خپل تشکیلونه پرې بيا د سره را مضبوط کړل. یادې جهادي ډلې په خپلو جګړېزو موخو کې هغو د اجورتي قاتلانو ډلو او ټپلو ته ورته اسلامي بېلګه شوې چې په غربي نړۍ کې به سلګونو وجود لري او یوازې د جګړې د نوي شکل پرمخ بیولو لپاره کارول کیږي. د بېلګې په توګه: بلک واټر او یا یې نورې خورانې چې د دوی سوداګري جګړه ده او سوداګریز توکي یې وینې دي او په پای کې یې خوند او مزه د انسانانو وژنه ده.
ـ د دې خورا لوی امکان دی چې داسې وویل شي چې د همدې سلفي جهادي ډلو په عربي پسرلي کې د کړنو له امله دي چې تر زیاتې کچې حیران او ورک شوي ځوانانو په اسلامي نړۍ کې د هغو انقلابونو په پای کې چې ددوی هیلې پرې تړلې وي، الحاد او د بې خدایۍ لوري ته مخه کړه. لومړی یې ښه لوړ هوا او فضا ته پورته کړل او بیا یې د دنیوي جهنم تورو کندو ته ور وغورځو، دا ټول د اخوان المسلمین د هغه پردي او بې اصله سیاست پایله ده چې په خپل ذات کې د قماربازي او سوداګرۍ ماهیت لرونکی وو. ټول اسلامي فکر او اسلامي لوری په یوه داسې کتله باندې بدل شو چې د اخوان المسلمین په چارپایه سیاست باندې پرمخ ځي، په لوی لاس باندې یې هرڅه له خاورو سره خاورې کړل او لدې هم بد داچه په مسلمانو ځوانانو کې یې اسلامي جذبه یا له منځه یوړه او یا یې داسې منحرفه کړله چې د بیا رغاونې لپاره یې ښه زیات او اوږده وخت ته اړتیا ده. یاد ځوانان په داسې چارو باندې بوخت کړل شول چې اوس هر لوری ځانته د اسلامي لوري نوم او عنوان ورکوي او حال دا چه دغه شان اسلام له بازاري اسلام څخه بل څه ندي.
” جوړ شوی دښمن ” .. او یا “ ځای ناستی دښمن “
په غربي عقل او تصور کې تل نښتې ته د وجود د خوځښت ورکوونکي او هغه اصلي عامل په سترګه کتل کیږي چې د هغه په واسطه ځواک ترګوتو او په دغه ډول د تمدن لوړوالی رامنځته کیږي. پدې اصل سره چې څومره دښمن ځواکمن او قوي وي په هماغه کچه یې په وړاندې د حرکت او خوځښت بهیر هم چټک وي. د غربیانو په یوه مشهوره وینا کې راغلي دي: ماته ځواکمن دښمن راکړه چې زه ځواکمن او غښتلی ولس درکړم.
د دې وینا پر بنسټ داسې ویلای شو چې کله دښمن نه وي نو ژوند هم له منځته تللای بلل کیږي، یعنی غربیان له جګړې پرته ژوند نشي کولای، د جنګ او اور په لمبو کې ځانته ځای غوره کوي او هلته ځان او خپلو وړتیا ته غښتلتیا وربښي، چې په همدې توګه د لویدیځ ټول تاریخ له ګډوډیو او د کمزور په خوراک تراوسه رارسېدلې دی.
د لویدیځ قاتل او وژونکی د خپل ځان او نورې ټولنې په زیان دي. داسې چې کله د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته چې ټول اروپایې لوی ځواکونه یې ځپلي وو، د امریکې متحده ایالات په خپله خوښه راپورته او اروپایان یې د یوه دښمن په وړاندې چې د وخت شوروي اتحاد وو، سره را ټول کړل. حال دا چې همدا د وخت شوروي اتحاد د اروپایانو او امریکې متحده ایالاتو سره د نازي المان او فاشي ایټالیا او امپراطوري جاپان په وړاندې ملګری و. امریکې او اروپایانو له شوروي سره د خپلې جګړمارې پالیسۍ له مخې باید دغه شان دښمني وجود ولري ترڅو د غرب صنعتي او عسکري پرمختګونه دوام پیدا کړي. له څه مودې مقاومت څخه وروسته د شوروي اتحاد په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل شو او له دې سره دړې وړې شو، دغه اوښتون ددې لامل شو چې باید غربیان د ځان لپاره د بل جوړشوي دښمن په لټه کې شول، هماغه وو چې داسلام دین ته یې د خپل نوي دښمن په سترګه وکتل او یاد ټکی یې په ډاګه باندې له ۱۹۸۹ زیږدیزکال را هیسې د ناټو په ناستو کې په ګوته کاوه. له همدې موضوع سره سم د اسلامي ترهګرو ډلو اصطلاحګانې کارول هم دود شوې او ددې ډلو په سر کې به د اسامه بن محمد بن لادن په مشرۍ باندې القاعده تل یادېدله. پدې شان جعلي جګړه کې چې کوم په لاس جوړ شوی دښمن ددې پوره وړتیا ونلري چې د غربیانو په وړاندې پايښت ولري، په خپله د امریکې متحده ایالات ورته ددې زمینه او چاپېریال برابروي چې هغه دښمن لوری وکولای شي چې په غرب باندې ځېنې محدود ګذارونه ترسره کړي او غربیانو ته ځېنې زیانونه ورواړوي. لدې وروسته بیا د غربي رسنیو وار راشي او داسې مبالغې کوي چې بېلګه یې په تاریخ کې نه وي او له یوه واړه دښمن څخه خورا لوی دیو جوړ کړي ، نړیوالو ته یې داسې ښیې چې ګواکي د غرب شتون یې په خطر کې اچولي او یا یې د ټولې نړۍ امنیت او استقرارته لوی ګواښ رامنځته کړی. دغه شان له القاعدې سره وشول او اوس له داعش سره تکراریږي او بیا به هم د زمانې په اوږدو کې د امریکایې سیاست او پالیسۍ له غوښتنو سره سم وکارول شي.
له اسلامي ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې امریکایې نفوذ لا زیاتیږي، د وسلې صنعت او تولید به ښه په درز کې روان وي، په زیاتو هېوادونو باندې د امریکې ولکه ټینګه شي او په ځینو نورو کې به ورته دلاس وهنې فرصت په لاس ورشي، چې پدې ډول پرمختګونو سره به امریکایان د نړۍ د نوې سیاسي نقشې د پیاده کولو لپاره ښه مجال خپل کړي. دا موضوع هم باید له یاده ونه ایستل شي چې غرب په خپله د ځان لپاره په خپل لاس جوړ کړی دښمن یا د اصلي دښمن بدیل او ځای ناستی ددې لپاره را منځته کړی چې په خپلو ولسونو د بېوزله او بډایه طبقې ترمنځ واټن پرې پټ کړي او ددې شتمنې طبقې هغه نادودې چې په غرب کې یې ټوله بشري ټولنه په خپل ژوندانه کې له دوزخ او په اقتصادي چارو کې د ناخوالو له یوه سریال مخامخ کړي دي، د بېوزلو ټوله شمتنۍ یې لوټ کړې ده، په حکومتونو یې ولکه کلکه کړې ده، دخلکو د هرډول استازو په مجلسونو او جوړښتونو کې یې واک لاس ته کړی دی، پدغه شان کړنو سره په غربي ټولنو کې اوس ټولنیزه سوله له ورکېدو سره مخامخ ده. یوازنۍ لاره ده چې ددغه شان حالت د پټ ساتلو لپاره کارنده او مناسبه ښکاري، هغه داده چې تل باید غربي ولسونه له بهرني دښمن سره په جګړه کې ښکېل وساتل شي او پرېنښودل شي چې په خپلو مشکلاتو باندې سوچ وکړي او یا یې د حل په اړه په فکر شي. دا ټول باید په داسې شکل ترسره شي چې غربي حکومتونه تل د خپلو ولسونو د خواخوږو په شکل را څرګند وي او داسې څه باید ښکاره نشي چې یاد حکومتونه د خپلو ولسونو سره دښمني کوي او یا د یوې خاصې شتمنې طبقی په خیال ساتلو بوخت دي . د دې پالیسۍ په کارونې سره غربي حکومتونه کولای چې د خپلو ولسونو په قانوني آزادیو او ورکړی شویو حقونو تردې عنوان لاندې چې له بهر څخه هېواد ته د اسلامي ترهګرۍ ګواښ قابو کوي، پښې ورکیږدي. د یادو پلانونو په عملي کولو کې هغوی په غرب کې په میشتو اسلامي ټولنو کې خپل غلامان او ژورې ريښې لري چې په یوه او بل سبب ددوی لاس ته ورغلي او د دوی لپاره کارکوي، چې په دې شکل باندې ټول په غرب کې اوسېدونکي مسلمان ترهګر دي، تل باید د حکومت له خوا تر څار لاندې وي او کله چې د حکومت له پلان سره سمه خوښه شوه هغه وخت باید ونیول شي او یا اړتیا په آن ووژل شي.
اوس دې پایلې ته رسیږو چې اسلامي ترهګرې ډلې د امریکې د متحده ایالاتو او اروپایې ټولنې د نړیوالې ستراتیژیکې پالیسۍ یوه اساسي برخه ده. د اسلامي ترهګرۍ د محنیوي پالیسي هم د هغه سیاست بدیل او حای ناستې ده چې د شوروي اتحاد په وړاندې د ۱۹۴۵ زیږدیزکال څخه نیولې بیا تر ۱۹۹۰ زیږدیز کاله پورې د سړې جګړې په بهیر کې تطبیق او عملي کېدله، ترڅو ددغه سیاست په پلي کولو سره یوی لوی دولت په کور دننه په خپل ولس او په بهر کې د ټولې اسلامي نړۍ په ولسونو خپله ترهګرۍ وچلوي.
د امریکې متحده ایالاتو چې د اسلامي ترهګرۍ د مخنیوي په مبارزه کې کومې لویې ګتې اولاسته راوړنې لرلې دادي:
1 ـ د اسلامي هېوادونو کمزوري کول، وجود یې له خطر مخامخول او په هغوی باندې دامریکا ولکه په زور او وېره ټینګول.
2 ـ د اسلامي امت په داسې خپل منځي جګړو کې ښکیلول چې مذهبي، نژادي او سیاسي اړخ ولري، ترڅو په نړیوالو موضوعاتو کې له ګډون او اغېزمنتیا ولویږي.
3 ـ د اسلام د مبارک دین او مسلمانانو بدنامول او غربي او نور ولسونو ته ددې لارښوونه چې له اسلام او مسلمانانو لېرې و اوسي، پدې سره به هغه یوازنۍ لاره هم بنده شي چې ماده پرستو او مادیت دهغه تورښکېلاک چې نړې او اوسېدونکي یې تباه کړي، دخلاصون او ژغورنې لاره ترسیموي. د ټولو ولسونو او وګړو ښېګڼې او ښې برخې یې د څو تنو لپاره ځانګړې کړې دي خو ددې په مقابل کې یې په میلیاردونو انسانان د نړۍ په کچه د فقر او بېوزلۍ، ناپوهۍ، جګړو، ناروغیو، طبیعي پېښو او یا د غرب په لاس جوړو شویو ناورینونو تورښامار ته په خوله کې ورکړي دي.
4 ـ د امریکې او متحدینو په حقیقي ستراتیژیکو خوځښتونو باندې پرده اچول، چې د هغو آسیایې ځواکونو د مخنیوي لپاره یې ترسره کوي چې کېدای شي چې د امریکې او متحدینو په ځای یې د نړۍ مشرۍ ته راوړاندې شي، چې د یادو ځواکونو په سر کې چین، هند او روسیه راځي او له دوی وروسته ایران راځی چې یوازنی اسلامي لوری دی چې کېدای شي په نویې نړیواله ټولنه کې چې اوس په جوړیدو ده، مهم رول ولوبوي او د یادو ځواکونو په خواکې د سویلي افریقا او برزایل ځای هم د هیرېدو نه دی.
د عقیده وي باورنو پر بنسټ چې یوازې اقتصادي او مدني لوري په نظر کې ونه نيول شي، نور نوي ځواکونه د نړیوال مخکښتوب لور ته را پورته کیدونکي دي، ایران د غربي نظر له پلوه یو خطرناک آسیوي اسلامي هېواد دی چې ښه پرمختګ لري اود نوي امریکایې په خپل لاس جوړ کړي دښمن د پالیسۍ له مخې لومړي درجه هدف بلل کیږي . د همدې ټکې په پام کې نیولو سره ایران تر محاصرې لاندې دی، ځکه ددغه هېواد هرڅه په مدني او نړیواله توګه د مسلمانانو لپاره شمېرل کیږي. د هغو اساساتو پر بنسټ چې په ترکیه کې د عثماني خلافت له راپرځولو وروسته په لوېدیځ کې ډېر باوري بلل کیږي هغه دا دي چې هیڅکله باید کوم اسلامي هېواد ته ددې مجال او وخت ورنکړل شي چې له لویدیځ چتر نه بهر وي او یا دې د مسلمانانو که خپلواک سیاسي تشکیل وي چې د هغوی له ګټو په نړیواله کچه دفاع وکړي.
” په خپل لاس جوړکړي دښمن/ ځای ناستی دښمن او” د دوستۍ او بېزارۍ عقیده” :
داسلامي ترهګرۍ په وړاندې د جګړې لویه لاسته راوړنه داهم بلل کیدای شي چې د ټولې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د عربي نړۍ په نقشه کې یې د دوستۍ او بېزارۍ د عقیدې له اصولو سره سم بدلونونه رامنځته کړل. له هغه وروسته چې اسرائیل داسې دښمن بلل کیده چې د فلسطین ځمکه یې غصب کړې او له هغې سره یې په سوونو زره مسلمان او عربان په ناحقه وژلي دي، اوس اسرائیل په پټه او ښکاره ملګری او اود عربي نړۍ د ډېری جوړښتونو ستراتیژیک سیمیېزحشرګړی او اتلاف لوری بلل کیږي.
د امریکا متحده ایالاتو د خلاف ترنامه د ګډوډۍ را پورته کولو څخه موخه دا ده چې د عربي سیمې نقشه بدله او داسې تشکیلونو ته یې واړوي چې په مذهبي، نژادي او نورو توپیرونو سره ویشل شوي وي، په خپل مینځ کې په جګړه سره لګیا وي، ترڅو پدغه شان حالت کې د اسرائیلو دولت ته ددې وخت او فرصت په لاس ورشي چې په قراره او د ځواک په زور باندې په سیمه کې هسکه غړۍ تل تر تله واوسي.
داسې بریښي چې دخلافت تر عنوان لاندې پیل شوې ګډوډۍ به د افغانستان، ایران، منځنۍ آسیا، چین، روسیې او دهند نېمې وچې ته د ګمارل شویو لوبغاړو لکه القاعدې، اسلامي دولت (داعش) او نور سیمیېزو ډلو ټپلو په مټ راورسیږي. د خلافت تر سرلیک لاندې د ګډوډیو بهیر د وهابي جهادي ډلو په منډو ترړو باندې په سوریه کې روان دی چې د آسیا د تمدن زړه پرې له منځه یوسي، نوې جیوسیاسي داسې پرې پلې شي چې د امریکې متحده ایالاتو لوړې موخې پکې ترلاسه شي او له بلې خوا هغه آسیایې ځواکونه پرې په زنګنو کړي چې د راتلونکي لپاره ترینه د نوي نړیوال نظام د مشرۍ تمه کیږي. مګر په افغانستان د امریکې د متحده ایالاتو پاتې راتلو د یادو رنګینو خوبونو تعبیر کم رنګه کړی دی. له دې سره یو بل شی دا چې په افغانستان کې حاکمه لویه ډله د طالبانو تحریک دی چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په نږدې هېوادونو کې هم د القاعدی او اسلامي دولت (داعش) له وجود سره مخالف دي.
په نړیواله کچه اسلامي ترهګري د امریکې متحده ایالاتو لپاره تربلې هرې ستراتیژیکې وسلې ښه وسله بلل کیږی او همدا لامل دی چې امریکا په هیڅ ډول د یادو ډلو سره ریښتینې جګړه نه کوي او کله چې یادې ډلې ناتوانه او ضعیفې شي مرسته ورسره کوي او کله چې بیا یو څه ځواکمنې شي نو یوڅه یې راښکته کړي تر څو په یوه داسې منزله کې وساتل شي د امریکایي پلان او ستراتیژیکو موخو لپاره وار له مخه کاري بلل شوې وي.
ټول عربي نظامونه او دهغو عسکری او امنیتې یا څارګرې څانګې په داسې آند او عقیده دي چې له امریکایي ستراتیژۍ سره اړخ لګوي او په نوي نړیوال نظام کې اسلامي ترهګري ورته په کور دننه ځای ناستی دښمن ښکاري چې له داخل څخه یاد نظامونه او حکومتي چوکاټونه له منځه وړلای شي، له دې سره په خواکې د شیعیزم او ایرانۍ پراختیا غوښتنې پالیسۍ په خپله څېره باندې له بهر څخه یادو هیوادونو کې شته نظامونو ته د بهرني ځای ناستي خطر په شکل وجود لري چې له پولو ور هاخوا څخه ورته د راتلو په حال کې دی.
پدې توګه سلفی او اخواني تنظيمونو په ګډه سره د خپلو هېوادونو له حکومتي نظامونو سره یوځای د اسرائیلو او امریکا د دښمنۍ په ځای د شیعیزم او ایرانۍ پراختیا غوښتنې تش په نامه خطرته خپله توجه وراړولې ده، چې پدې توګه باندې اسرائیل او امریکا د اسلامي هېوادونو له دښمنانو له نوملړ څخه ورو ورو ورک شوي او یوازې په لفظي برخه کې ورته مخه کیږي. عربي نظامونو هم د عربي پسرلي په بهیر کې هرډول ډلو او ټپلو ته وخت او لاره ورکړه چې په یاد دور کې دخپلې خوښې تګلارې چمتو او له هغو سره سم خپل اقدامات ترسره کړي، په لوی لاس د عربي ولسونو ټولنیز، اقتصادي او داسې نورې د ژوند څانګې وځپل شوې او داسې تغییرات پکې راوستل شول چې د غربي اقتصاد یعنې د بازار له اقتصادي نظام او بنسټونو سره یوشان حرکت وکړي، اسلامي خوځښتونه او ولسي پاڅونونه په یوه تیاره لوري رهبري کړي، د پاڅونو په بهیر کې د تویو شویو وینو په سر باندې د نړیوال سیاست په بازار کې سودا وکړي. پدغه لاره کې زیاتو اسلامي تنظیمونو خورا ټینګه ونډه واخیستله او د دوی په سر کې هغه اسلامي تنظیمونه را تلل چې تر نورو بډای بنسټونه یې لرل. لکه داخوان المسلمین نړیوال تنظیم چې د پانګونې او سیاسي برخو کې له نړیوال لیبرال او کرغېړن نظام او سیستم سره اړیکې لري. همدا لوی اصل بلل کیږي چې د دې لپاره ترزیاتې کچې پورې اسلامي حرکتونه او اسلامي تنظیمونه هغه هم په عربي نړۍ کې د اسلامي عقایدو پربنسټ نه بلکې د یادو تنظیمونو د مالي او اقتصادي اړتیاوو په اساس له نړیوال لیبرال نظام سره اړیکې لري.
په واقعي ډول سره مونږ د اسلام په یوه نوي ډول کې اوسیږو چې کیدای شي هغې ته د بازاري اسلام نوم ورکړو.
د القاعدې اواسلامي دولت (داعش) پرتله کول:
د القاعدې او اسلامي دولت (داعش) ترمنځ خورا زیات توپيرونه شته دي، سره له دې چې دواړه سلفي عقیده لري او ډېر ځله داسې وي چې آن عقیده وي بنسټ هم ددې نه وي جوګه چې د خپلو ډلو او فکر لرونکو لپاره مشترکه او ګډه پله رامنځته کړي. مګر په اوسني نازک او حساس حالت او وضعیت کې د جهادي سلفي ډلو ترمنځ د اسلامي دولت (داعش) د کړو په اړه یو پراخه اتفاق رامنځته شوی دی، ددې لپاره نه چې په نظریاتي یا فکري توګه ورسره یوه خوله دي مګر ددې لپاره چې د اسلامي دولت (داعش) پوځي لاسته راوړنو دې ته لېواله کړې دي چې د یادې ډلې سره لږ تر لږه د خوږو او خوشحالیو په آن ملګرتیا ولري، چې دا بیا داسې ثابت او تل پاتې میدان نه دی چې ملګرتیا پې د اوږدې مودې لپاره ژوندۍ پاته شي او همدا به لوی علت وي چې د اسلامي دولت (داعش) ځېنې لاسته راوړنې او د ځواک ټکي د پوځي کمزورتیا په آن له لاسه و ووځي او هغه دا دي:
1 ـ د شیعه ګانو، صوفیانو اودقبرونو د شرک کلکه دښمني او په همدې ټکو باندې زیات ټینګار او هغو ته په خپله تګلاره کې د جګړیېز لومړیتوب وربښل، له ښکیلاکګرو امریکایانو سره یوازې لنډ مهاله او اضطراري جګړه کول او د اسرائیلو په وړاندې نه پورته کېدل او دهغوی له سره د دښمنانو په نوملړ کې نه شتون.
2 ـ د تکفیر په عملیاتو کې پراخوالی ترڅو د ټولنیزو وژنو لپاره برائت وي او پدې توګه خپل ځواک او د ارادې موخه وښودل شي.
3 ـ د اسلامي دولت (داعش) د ځمکې مذهبي او دینې پاکونه.
4 ـ د پراختیایې امپراطورۍ د بیا راژوندي کولو هڅه چې سخت فاشي طبيعت ولري او د ناهیلو او معنوي ورکو ځوانانو لوي ټولي را ښکېل کړي.
5 ـ د خالص او یو مخي ځواک ددې موخې لپاره کارونه چې د اسلامي دولت (داعش) تصور او فکر په سیمه او نړۍ کې پلی شي، سره له دې چې یاده ډله ددې موخې لپاره پوره مادي او معنوي وړتیاوې او لازم شرایط د پلي کولو لپاره نلري.
6 ـ د اسلامي دولت (داعش) ډله ځانګړي د مالي تمویل مصادر او منابع لري خو ددې سره سره بیا هم په تېلو ماموره خلیجې هېوادونو باندې تکیه لري او همدا لامل دی چې په را زیږیدنه کې یې په عراق او سوریه کې کاري ثابت شوي وو.
7 ـ د نورو جهادي سلفي ډلو په وړاندې د ځواک کارونه چې له مسابقې یې تل لرې وساتي ترڅو پدې شان کولو سره وتوانیږي چې ځان په میدان کې یوازې پاته کړي او د ټولو خلیجي مالي تمویل کوونکو هېوادونو لپاره یوازنی اختیار وي. د اسلامي دولت (داعش) او نورو ورته ( القاعدې ته نږدې) ډلو او ټپلو ترمنځ ددې په خاطر روانه او مستمره ساتل کیږي چې د نیابتي مالی تمویل لپاره پکې دوه لوري دي چې دواړه خلیجي هېوادونه دی او هغه سعودي عربستان او قطر دي.
8 ـ د اسلامي دولت (داعش) ډلې وکولای شول چې د رسنیو څخه د خپلو تبلیغاتو او جنګي لاسته راوړنو او خورا زړه بوګنونکو وژنو د ښودلو لپاره په ښه ځېرکتیا کار واخلي او په هغو باندې د خپلې کامیابۍ او ځواکمنتیا انځور ورکړي. له دې سره غربي رسنیو هم په خلاص مټ د یاد انځور د رایج کولو په لاره کې زیاته ونډه واخیستله او یاده ډله یې د یوه ترهګرې ډلې په شکل چې د سیمې، غربي هېوادونو او نړۍ امنیت او استقرار ته ګواښ دی، معرفي کړل. پدې سره د اسلامي دولت (داعش) ډله زیات تبلیغاتی او رواني شهرت وموند.
یوه یادونه باید وشي چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې خپل تبلیغات د خپل مشر د شهرت په مقابل کې د تنظیم او ډلې د شهرت او جاذبیت په موخه کارولي دي. ددې هدف دا دی چې په جګړو کې تل مشران پت او نا څرګند ساتل کیږي او په دغه شان جنګي حالاتو کې د مشرانو شهرت او څرګندېدل زیانمنوونکی وي. دا هم له یاده نشو ایستلای چې په زیاتو حالاتو کې د مشرانو شهرت په اسلامي ولسونو کې خورا زیات تاثیر او اغیز لري.
# اوس به هغه تېر دریځونه سره پرتله کړو چې د القاعدې تنظیم د اسامه بن لادن په مشري لرل، ترڅو په دې پوه شو چې القاعده او اسلامي دولت (داعش) له یوبل سره کوم توپيرونه لري:
1 ـ اسامه بن لادن په دې نظر وو چې له شیعه ګانو سره کوم اختلاف چې شته دی، ټکر ته د تلو نه دی، ځکه اسلام دواړه لوري په خپله لمنه رانغاړي. بن لادن په وار وار هغه خلیجي وړاندیزونه چې افغانستان دې د شیعه ګانو په وړاندې د جګړې میدان شي، رد کړي دي او همدا ډول د طالبانو تحریک هم وکړل.د اسامه بن لادن نظر دا وو چې امریکایان یو ښکیلاکګر ځواک دی او باید د عربو له جزیرې څخه په زور باندې وایستل شي. هغه پدې آند هم وو چې همد ا امریکا د اسرائیلو تر شا د فلسطین په ښکیلاکګرۍ کې ولاړه ده، او د اسرائیلو په لا ځواکمن کولو کې غوښنه ونډه لري.
2 ـ اسامه بن لادن په تکفیري لیکه باندې د جګړې او وژنې له اصل سره مخالف وو او هیڅکله ددې پلوی نه وو چې له شرعي موجب او توجیه څخه پرته دې د انسانانو وینې تویې شي.
3 ـ اسامه بن لادن هېڅکله او په هېڅ ډول د مذهبي او دیني تصفیې جګړو طرحه نده وړاندې کړې.
4 ـ اسامه بن لادن هېڅکله د اسلامي دولت (داعش) په شان د یوې پراختیایې امپراطورۍ بلنه او دعایه نلرله، ددې برعکس هغه پدې باندې زیات ټینګار کاوه چې د مسلمانانو ترمنځ یوالی هغه یوازنۍ لاره ده چې د مسلمانانو د غصب شویو او لاندې شویو ځمکو د آزادۍ او خپلواکۍ اودټولو ګټو د خوندي کولو لپاره کاري جوتېدلای شي.
5 ـ اسامه بن لادن هم خپلې موخې د رسېدو په لاره کې د شته امکاناتو او آسانتیاوو په ارزونه کې مبالغه اوله افراطه کارواخیست او په خپله یوه وینا کې یې یو په یو د ښکیلاکګرو مشرکینو په وړاندې د عربو د جزیرې د آزادۍ لپاره غږ پورته کړ. هغه د یوې لویې اسلامي قوې او ځواک له رامنځته کولو مخکې دغه غږ پوره کړاو داسې یې ګڼله چې د القاعدې شته ځواک ورته خپلو اهدافو اوموخو ته د رسېدو لپاره کافی دی. همدا لوی علت شو چې القاعدې په افغانستان کې له ماتې خوړلو وروسته خپل زیات اغېز له لاسه ورکړ.
6 ـ اسامه بن لادن د خپل تنظیم او تحریک لپاره په خپل مالی تمویل تکیه کوله، مګر په وروستیو ورځو او شپوکې چې له سوډان څخه را ووت، خلیجي ولسي مالي تمویل منلو ته اړ شو.
7 ـ ډېرو زیاتو کسانو او لوریو ورسره مخالفت وکړ خو هغه هېڅکله ددې تصور اوهڅه ونکړه چې د مخالفو لوریو د ماتلو، کمزوري کولو او یا د بدنامۍ لپاره له ځواک څخه کارواخلي. هغه تل دا زیار یوست چې خپل مخالفین تل په خبرو او دلایلو له ځان سره موافق او یا لږ تر لږه کمزوري کړي.
8 ـ اسامه بن لادن په نړیوالو رسنیو باندې زیات د خپل شهرت او موخې اعلانولو لپاره تکیه کوله، ترډېرې مودې یعنې تر نږدې ۲۰۰۰ ز کاله پورې یې خپله رسنۍ نه درلوده او همدا لامل وو چې دده د موخې لپاره د اعلان شهرت د هغه خپل شخصیت ګرځېدلی وو. هغه د القاعدې لپاره په ولسونو او عادي خلکو کې یو سمبولیک محور وو. دا هغه اصل وو چې له اسامه بن لادن څخه یې د القاعدې تنظیم جوړ کړی وو او کله چې اسامه بن لادن پټ شو او یا له منځه لاړ نو په عراق کې د داعش اونورو نویو سختدریځه تنظیمونو او ډلو را پورته کېدو ته لاره هواره شوه.