د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملائکې به ومري

شریف 14.06.2015 13:58

بسم الله الرحمن الرحیم

ملائکې به ومري
اوپادشاهي به یوازني قهار الله تعالی ته پاته شي

لیکنه: ابن القیم الجوزي رحمه الله تعالی
ژباړه: شریف


الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی رسوله محمد وعلی آله وصحبه ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین. اما بعد:

الله تبارک وتعالی په د الرحمن په سورت کې فرمایی:( كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ(۲۶) وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلالِ وَالإِكْرَامِ (۲۷) سورة الرحمن
ژباړه: هر هغه څه چې په ځمکه دي فنا کېدونکي دي، او یوازې ستا پروردګار چې د لوړوالي او درنښت څښتن دي، پاته کیږي.

سریزه:
دا به هغه وخت وي چې د الله تعالی د مبارک امر او حکم سره به اسرافیل علیه السلام د لومړي ځل لپاره شپېلۍ پو کړي، د سختې زلزلې او نورو ناورینونو له امله به ټول د ځمکې په سر مخلوقات: انسانان، پېریان، څاروي، الووتونکي، شنه شیان، سمندرونه او غرونه له منځه لاړ شي. په اووو واړه آسمانونو کې اوسیدونکې ملایکې او نور مخلوقات به هم خپل ارواح له لاسه ورکړي او تر ټولو مهمه دا چې د الله تعالی دعرش پورته کوونکې ملایکې به هم مړې شي.
مګر جبرائیل، میکائیل، اسرافیل او د مرګ ملکه علیهم السلام به لا تردغې وخته هم ژونـــــــدۍ پاته وي.
دا بیا هغه وخت دی چې لوی او کبریاء الله تعالی به د مرګ له ملکې وپوښتي: اې د مرګ ملـــــــــــکې!
څوک ژوندي پاته دي؟
دا پوښتنه به الله تعالی د مرګ له ملکې په داسې حال کې کوي، چې لوی الله تعالی ته د ټولو شیانو په اړه پوهه او پوره علم شته وي.
د مرګ ملکه به په ټول درناوي او تعظیم الله تعالی ته ځواب ورکړي:
اې زما الله تعالی ته پوهېږي، جبرئیل، اسرافیل، میکائیل اوستا دا حقیر بنده زه د مرګ ملکه پداسې حال کې ژوندي دي چې سر اوغاړه مو ستا امر او حکم ته اېښي دي.
الله تعالی به د مرګ ملکې ته امر وکړي چې:
ورشه او د جبرئیل علیه السلام روح واخله!
کله چې دمرګ ملکه، جبرائیل علیهما السلام ته ورشي، هغه به په رکوع او سجده الله تعالی ته بوخت وي.
د مرګ ملکه به ورته ووایې:
اې بېوزله څنګه د ځان څخه نا خبره یې!
دځمکې په سره ټول مخلوقات مړه شول، بني آدم نور نشته، د آسمانونو اوسېدونکي مړه شول، د عرش او د کرسۍ نیوونکې ملایکې مړې شوې، د سدرة المنتهی اوسېدونکي مړه شول، او ماته الله تعالی اوس ستا د روح اخیستلو امر او حکم کړي دی.
د مرګ د ملکې په دې وینا سره به سمدلاسه جبرائیل علیهما السلام په ژړا شي.
الله تعالی ته به زارۍ پيل کړي او وایې به:
اې الله تعالی ته په ما باندې د مرګ سختۍ آسانه کړه!

ګرانو، مسلمانو وروڼو او خویندو وګورئ!
(جبرائیل علیه السلام الله تعالی ته یوه نږدې ملکه ده خو بیا هم له مرګه ویره وسره ده او د مرګ په آن آساني غواړي. الله تعالی ته پدغه وخت کې زارۍ او تضرع کوي. دا ټول په داسې حال کې چې هغې د الله تعالی نافرماني نده کړې او ګناه نلري. مونږ بشر او پېریانو ته اوس وګوره چې کومه ګناه زمونږ څخه پاتې ده؟ د الله تعالی ذکر خو په ټول عمر نه کوو او آن له هغه د سختیو په آن آسانۍ هم نه غواړو.)

د مرګ ملکه به جبرائیل علیهما السلام ځان ته ورنږدې کړي، چې له دغه شان کولو سره سم به جبرائیل علیه السلام بې روحه را پرې ووځي.

د دوهم ځل لپاره به ستر او توانمند الله تعالی د مرګ له ملکې وپوښتي چې:
اې د مرګ ملکې! څوک ژوندي پاته دي؟
دا پوښتنه به الله تعالی د مرګ له ملکې په داسې حال کې کوي، چې لوی الله تعالی ته د ټولو شیانو په اړه پوهه او پوره علم شته وي.
د مرګ ملکه به په ټول درنښت ځواب ورکړي:
اې زما الله تعالی ته پوهېږي: اسرافیل ، میکائیل اوستا دا حقیر بنده د مرګ ملکه علیهم السلام ژوندي دي، غاړې او سر مو ستا امر او حکم ته اېښي دي.
الله تعالی به د مرګ ملکې ته امر وکړي چې ورشه د میکائیل علیه السلام ـ چې باد او باران دنده یې په غاړه ده- روح واخله .
د مرګ ملکه به میکائیل علیهما السلام ته ورشي، ګوري چې هغه د وریځو په سمون بوخته ده او د باران لپاره یې چمتو کوي.
د مرګ ملکه به ورته ووایې:
اي له ځانه څخه بې خبره میکائیله!
ته لا اوس هم پدې نه یې خبر چې ستا په اړه څه پرېکړه شوې ده!
نور د بنی آدم او نورو مخلوقاتو لپاره رزق نشته او ټول بني آدم مړه شول، دځمکې په سره ټول مخلوقات مړه شول، د آسمانونو اوسېدونکي مړه شول، د عرش او د کرسۍ نیوونکې ملایکې مړې شوې، د سدرة المنتهی اوسېدونکي مړه شول، جبرائیل علیه السلام مړ شو او ماته الله تعالی ستا د روح د اخیستلو فرمان راکړي.
پدغه وخت کې به میکائیل په ژړا شي.
الله تعالی ته به زاري پيل کړي:
اې الله تعالی ته په ما باندې د مرګ سختۍ آسانه کړه!
همدا وخت به وي چې دمرګ ملکه به یې ځانته نږدې کړي، روح به ترینه واخلي او بې روحه به لاندې پرې ووځي.
د دریم ځل لپاره به لوی او دعظمت څښتن الله تعالی د مرګ له ملکې وپوښتي چې:
اې د مرګ ملکې! څوک ژوندي پاته دي؟

دا پوښتنه به الله تعالی د مرګ له ملکې په داسې حال کې کوي، چې لوی الله تعالی ته د ټولو شیانو په اړه پوهه او پوره علم شته وي.

د مرګ ملکه علیه السلام به ځواب ورکړي:
اې زما الله تعالی ته پوهېږي: اسرافیل ، اوستا دا حقیر بنده د مرګ ملکه ژوندۍ دي او غاړې او سرونه مو ستا امر او حکم ته اېښي دي.
الله تبارک وتعالی به د مرګ ملکې ته امر وکړي چې داسرافیل ـ شپېلۍ وهوونکې ملکې - روح واخله!
د مرګ ملکه به اسرافیل ته ورشي.
اسرافیل علیه السلام ته به ووایې:
اي له ځانه څخه بې خبره اسرافیله، ته لا اوس هم پدې نه یې خبر چې ستا په اړه څه پرېکړه شوې ده!
ټول بني آدم مړه شول، دځمکې په سره ټول مخلوقات مړه شول، د آسمانونو اوسېدونکي مړه شول، دعرش او د کرسۍ نیوونکې ملایکې مړې شوې، د سدرة المنتهی اوسېدونکي مړه شول، جبرائیل مړ شو، میکائیل علیهم السلام مړ شو، اوس ماته الله تعالی ستا د روح د اخیستلو امر او حکم کړي.
پدغه وخت کې به اسرافیل دعاء وکړي:
پاکي ده هغه ذات لره چې خپلو بنده ګانو ته په خپل قهر او غوصه مرګ راولي او پاکي ده هغه ذات لره چې تل یوازې پاته کیږي.
له دې سره د مرګ ملکې، اسرافیل علیهما السلام په غیږه کې ونیوه او بې روحه یې پرځمکه را پرېوست.
دا ورځ به دومره سخته او وېروونکې ورځ وي چې که ټول لاهم ژوندی وای، ددې ورځې له هیبت او ویږې به ټول مړه شوي واي.
د څلورم ځل لپاره به لوړ او قهار الله تعالی د مرګ له ملکې وپوښتي چې:
اې د مرګ ملکې! څوک ژوندي پاته دي؟
دا پوښتنه به الله تعالی د مرګ له ملکې په داسې حال کې کوي، چې لوی الله تعالی ته د ټولو شیانو په اړه پوهه او پوره علم شته وي.
د مرګ ملکه به خپل الله تعالی ته په ټول درنښت او احترام ځواب ورکړي:
اې زما الله تعالی ته پوهېږي: چې یوازې ستا حقیر بنده د مرګ ملکه ژوندۍ ده او غاړه او سر مې ستا امر او حکم ته اېښي دي.

الله تعالی به له دې ځوابه وروسته د مرګ ملکې ته ووایې:
په خپل عزت او لوړوالي مې دې سوګند وي،
چې هغه څه به تاته هم در وڅکم چې خپلو ټولو مخلوقاتو ته مې وروڅکل.
ځه ولاړه شه! د جنت او دوزخ ترمنځ مړه شه!
د مرګ ملکه به هم د الله تعالی له فرمان او حکم سره سمه د دوزخ او جنت منځ ته لاړه شي او هلته به مړه شي.
پدې وخت کې به یوه سخته هیبتناکه چیغه وشي.

که چېری ټول مخلوقات ژوندي وای، له دې چغې به ټول په یوه وارهلاک شوي وای.
د ټولو ژوندیو موجوداتو له مرګه وروسته به الله تعالی دنیا ته مخه کړي او ورته وبه وایې:
اې دنیا!
ستا نهرونه، ستا ونې او بوټي او ستا وداني څه شوې؟
ستا په مخ باندې پادشاهان او دهغوی اولادونه څه شول؟
ستا په مخ باندې زورور او د زورورو زامن څه شول؟

چېرېته دي هغه کسان چې زما رزق یې خوړلو او زما له نعمتونو یې ګټه پورته کوله، خو له ما پرته یې د بل چا عبادت او بنده ګۍ کوله؟

بیا به الله تعالی په زیاته قهرجنه لهجه باندې ووایې:
اوس پادشاهي د چا ده؟
هېڅوک به ژوندی نه وي چې الله تعالی ځواب ورکړي.
الله تعالی به پخپله ځان ته ووایې:
نن د یوازني قهار پادشاهي ده.
دغه شان به ددغې ټولې دنیاګۍ پای وي چې مونږ او تاسې پرې نازېږو،
ټول ژوند دغلته ته پای ورسیږي،

هرڅه به یوازې الله تعالی ته پاته شي.