د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوښتنه دنبوي اخلاقو په هنداره کې

شریف 23.08.2015 16:30

غوښتنه
د نبوي اخلاقو په هنداره کې

له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم
سره د
حضرت حکیم بن حزام بن خویلد کيسه


حضرت حکیم بن حزام بن خویلد د فیل د کال څخه دولس یا دیارلس کاله مخکې په کعبه شریفه کې دننه زېږېدلی دی، چې پدې تاریخي سند سره له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه دولس یا دیارلس کاله مشر دی. حضرت حکیم بن حزام د حضرت خدیجې رضی الله عنهما وراره دی او د اسلام په مبارک دین د مکې مکرمې له فتحې وروسته مشرف شوی دی.
له اسلام راوړلو وروسته یې مدینې منورې ته کډې کړي او هلته له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره نږدې اوسېدلی دی. کله چې په مدینه منوره کې اوسیده، یوه ورځ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د غنیمت مالونه په صحابه کرامو ويشل، یوځل ورته حضرت حکیم ورمخکې شو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د غنیمت د مال غوښتنه وکړه، هغه مبارک ورته ورکړ، د دوهم ځل لپاره یې غوښتنه وکړه بیاهم ورته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څه مال ورکړ، د دریم ځل لپاره بیا ور وړاندې شو او بیاهم یې هم د غنیمت د مال غوښتنه وکړه، حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته بیا هم مال ورکړ او ورته ویې ویل: مال شین او خوږ دی، خو ډېره غوښتنه یې مه کوه!
ددې جملې او لوړ نصیحت په اورېدو سره حضرت حکیم، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کلکه ژمنه وکړه چې له دې وروسته به له هېچا څه ونه غواړي.
د وخت په تېرېدو سره حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې او حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د مسلمانانو خلیفه شو. حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه یوه ورځ د غنیمت مالونه په صحابه کرامو ویشل، کله چې د حضرت حکیم بن حزام بن خویلد وار راغی، هغه د غنیمت د مال له اخیستلو ډډه وکړه.
کله چې حضرت عمر رضی الله عنه خلیفه شو بیا هم د غنیمت د ویشلو وخت وو او په همدې ډول حضرت حکیم بن حزام بن خویلد د غنیمت د مال له منلو ډډه وکړه او حضرت عمر رضی الله عنه په خپل وینا کې وویل: یا الله ته ګواه او شاهد اوسه چې ما د حکیم برخه هغه ته وړاندې کړه خو هغه له منلو ډډه وکړه.
بیا حضرت عثمان رضی الله عنه د مسلمانانو خلیفه شو بیا هم په همدي شکل دغنیمت مال توزیع کېده، دا ځل هم حضرت حکیم بن حزام بن خویلد د غنیمت د مال له منلو ډډه وکړه.
کله چې د څلورم خلیفه حضرت علی کرم الله وجهه خلاف راغی، بیا هم د غنیمت د مال د ویش په آن حضرت حکیم له منلو ډډه وکړه.
کله چې د حضرت علی کرم الله وجهه له خلافت څخه وروسته حضرت معاویه رضی الله عنه خلیفه شو بیاهم حضرت حکیم بن حزام بن خویلد د غنیمت د مال له منلو ډډه وکړه او د حضرت معاویه رضی الله عنه د خلاف په دوره کې، حضرت حکیم بن حزام بن خویلد له دې فاني دنیا سترګې په داسې حال کې پټې کړې چې په ټولو صحابه کرامو کې د زیات مال او جایداد څښتن وو. دا وه د حضرت حکیم بن حزام بن خویلد وفا او ژمنه له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره چې له حکیم رضی الله عنه څخه یې د استغناء او په خپله برخه د اکتفا او بسنې یوه تل پاتې ځلانده ستوری جوړ کړ.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: الید العلیا خیر من ید السفلی... الحدیث
ژباړه: پورتنی لاس له ښکتني لاس څخه غوره دی. یعنی کوم لاس چې د الله تعالی په لاره کې څه خیرات او صدقه کوي، له هغه لاس څخه بهتر او لوړ دی چې هغه خیرات او صدقه اخلي.
ګرانو لوستونکو د انسانانو لاسونه علمای کرامو په لاندې پنځو ډولونو وېشلي دي:

۱- هغه لاس چې د الله تعالی د رضا لپاره خیرات او صدقې ورکوي.
۲- هغه لاس چې نه خیرات او صدقه ورکوي او نه یې له بل چا څخه څه غواړي.
۳- هغه لاس چې د خلکو څه نه غواړي، خو که کوم شي ورکړل شي هغه اخلي.
۴- هغه لاس چې احتیاج وي او له خلکو څه غواړي.
۵- هغه لاس چې احتیاج نه وي او له خلکو څه غواړي.

ګرانو او عزتمندو لوستونکو تر ټولو لاسونو هغه لاس حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خیر او بهتر بللی دی چې نورو انسانانو ته څه ورکوي او ترټولو بد لاس د علمای کرامو په دغه ویش کې هغه لاس دی چې د احتیاج او حقیقي اړتیا پرته له خلکو څه غواړي.
راشئ چې تل د الله تعالی اړو نبده ګانو ته په خپلو لاسو څه ورکړو او هېڅکله تر خپلې وسې پورې له هېچا څه ونه غواړو.
په پای کې باید د الله تعالی دربار ته خپل د عجز او بنده ګۍ لاسونه پورته کړو او دا په ټول اخلاص ترېنه وغواړو چې له خپل لوی دربار څخه پرته مو د بل هېچا شتو ته سترګې او لاسونه اوږده نه کړي...
آمین ثم آمین یارب العالمین