د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلي امین واکمن څرګندونې د ملاتړ وړ دي

سرلوڅ مرادزئ 01.07.2009 17:58

د افغان ملت د هېوادپال ګوند پخوانئ ، پوخ او نامتو مشر ښاغلئ واکمن ، پخپله یوه لیکنه کې چې د ملي سایټ ټول افغان له لارې خپره شوې په راتلونکو ټولټاکنو کې په افغانانو غږ کوي چې د اشرف غني په ملاتړ ودریږي . ښاغلئ واکمن پخپله لیکنه کې وايي : « زه د افغانستان له ټولو ملي او ولسواکو عناصرو، منورينو او عام ولس څخه هيله کوم چې په راروانو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني ننګه وکړي او کله چې د رأيو صندوقونو ته ورځي نو د وجدانی قضاوت په حکم دې ده ته رأيې ورکړي او خپل تاريخي او ملي رسالت دې ادا کړي. »
له اشرف غني څخه د ملي سیاسي کړیو او شخصیتونو ملاتړ ورځ تربلې غښتلئ کیږي . څو ورځې له مخه د جرمني په فرانکفورت کې یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو پریکړه وکړه چې یو شمېر يي افغانستان ته لاړ شي او هلته خپلو سیمو کې د غني په ګټه د ټولټاکنو په کمپاین کې برخه واخلي . همداراز څو اونۍ له مخه ، د ښاغلي دوکتور خدایداد بشرمل په مشرۍ د افغانستان لپاره د سولې غورځنګ په نوم ګوند ، خپل ملاتړ له اشرف غني څخه څرګند کړ .
د ښاغلي امین واکمن په ملاتړ سره به د غني په شاوخوا د نورو هېوادپالو او ملي ځواکونو د راټولېدو بهیر چټک او پیاوړئ شي .
د ټولټاکنو په اړه د پېښو روان بهېر ښۍ چې ، افغانانو خپل انتخاب کړئ دئ .
یوخوا د هېواد وتلي او منلي شخصیتونه ، روڼ اندي ، هېوادپال او بدلون پال ځواکونه او عام ولس د اشرف غني پرشاوخوا راټولیږي اوبلخوا بنسټپال ، جګړه مار ، داړه مار ، ډانګیان ، سړیخواره او ډاکوان د کرزي او عبدالله عبدالله پر محور راڅرخي . یوخوا د پرمختګ او بدلون ځواکونه په هېواد کې د سولې ، امنیت ، بیارغون ، ودانۍ او د ولس د سوکالۍ او هوساینې لپاره یوموټئ کیږي خوبلخوا د موجوده وضعي د دوام ، جګړې او د هېواد د نورې ویجاړۍ او ټولوژنې پلویان سنګر نیسي .
اشرف غني د افغانستان او سیمې په اړه ژوره پوهه لري .هغه د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره لس کلن پلان جوړ کړئ . افغانان د هغه پر څېره میین نه ، بلکې د هېواد د بیارغونې لپاره د هغه په ملي کړنلار ډاډمن دي . د غني همدغه ملي اندیښنې او ملي کړنلار ده چې هغه يي د خوشحال د شعر د اتل بېلګه جوړ کړئ :
چې دستار تړي هزار دي ************ د دستار سړي په شمار دي
افغانانو ته خدای د اشرف غني په وجود کې له ډاکوانو څخه د هېواد او ولس د ژغورون لپاره یوه پرښته رالېږلې . افغانان باید له ناورین څخه د هېواد په وتون کې د اشرف غني له پوهې ، ملي او نړیوال شخصیت ، پاکۍ ، قاطعیت او هېوادپالنې څخه ګټه واخلي . رحمان بابا څه ښه ویلي :
جو دانې قدرې یو لال پکې پيدا شي ******** نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دئ
نن ــ پرون څه داسې ډنډورې خپرې شوي چې ګوندې ښاغلئ غني په ټولټاکنو کې د شمالټلوالې پېژندل شوي ډاکو عبدالله عبدالله په ګټه تېر شوئ . لومړئ خو مې زړه وښوید چې دا څه وشول ،
ما خو په سیاست کې د هیچا په اړه دومره څه نه ولیکلې لکه د ښاغلي غني او د هغه د ملي کړنلارو څخه د ملاتړ په اړه . خو د ښاغلي غني دوتر دا هرڅه درواغ وبلل او د دوی په خوله غني به ترپایه او بري پورې پخپل هوډ لکه : ونه مستقیم پخپل مکان پاتې شي .
البته په سیاست کې د ځينیو تېرېدنو او لنډمهالو اتلافونو خبرې خامخا وي ، خو د داسې تېرېدنو او اتلافونو چورلیز د هېواد ملي ګټې وي . که ښاغلئ غني ملي ګټو ته په پام سیاسي اتلاف کوي توپير نلري ، خو د پېژندل شویو ډاکوانو سره اتلاف د افغان ملت هیلې په اوبو لاهو کولئ شي .
د اشرف غني د پوهنیز ، ټولنیز او نړیوال شخصیت ترڅنګ ، ښاغلئ واکمن یوې بلې ډېرې مهمې خبرې ته اشاره کوي چې هغه پر غني د افغانانو د راټولېدو خبره ده .
د ټولټاکنو لپاره هلې ځلې باید ، په یوه ملي غورځنګ بدلې شي . د اشرف غني پرشاوخوا راټولېدل باید یوازې د ټولټاکنو ترمهاله محدود پاتې نه شي او د ولسمشرۍ په چوکۍ پورې تړلې ونه ګڼل شي ، بلکې دا هڅې او غورځې پرځې باید په داسې غورځنګ بدلې شي لکه د غازي امان الله په مهال د ځوان افغان غورځنګ چې په مټ يي افغانستان خپلواک شو .
موږ باید د هېواد سیاسي منځتشه چې نږدې دېرش کاله دوام لري ، د اشرف غني ترمشرۍ لاندې ډکه کړو . نور بایدپخواني ، زاړه او له وخته غورځېدلي سیاسي چوکاټونه ، ډلې ټپلې پریږدواو په یوه غورځنګ کې په یوه ملي مشر لکه اشرف غني راغونډ شو.
له دې کبله له ټولو هېوادپالو افغانانو ، ملي سیاسي کړیو او ولسواکه شخصیتونو څخه تمه کیږي چې د ښاغلي واکمن پر ګام ، پل کیږدي او نه یوازې د ټولټاکنو لپاره بلکې د اوږدو ملي موخو او ملي کړنلارې په چوکاټ کې د اشرف غني پرشاوخوا راټول شي .
افغانانو ته خدای یوځل بیا میرویس نیکه ، د اشرف غني په جامه کې رالېږلئ دئ . غني اوس د افغانانو د هیلو او امیدونو قبله ګرځېدلې .
موږ باید د اشرف غني په مشرتوب سره نه یوازې ټولټاکنې وګټو بلکې د یوه ملي غورځنګ بنسټ کیږدو .
همدارنګه په ښاغلي غني او دهغه په نږدې پلویانو غږ کیږي چې د هېواد پالنې او بدلون لپاره د موجوده سیاسي منځ تشې د ډکولو په موخه ، دداسې سیاسي غورځنګ د بنسټ ډبره کیږدي او پر ښاغلي غني باندې د هېوادپالو او بېمشره افغانانو د رامات شوي لښکر د سیاسي چوکاټ د بندوبست کار ته ملاوتړي .
که موږ د غني په مشرۍ د ملي غورځنګ د بنسټ ډبره کېښوده که د غني په مشرتوب ټولټاکنې هم ونه ګټو ، بیا هم موږ برئ ګټلئ دئ .
ولس وخته خپل انتخاب کړئ دئ . که ټولټاکنوکې درغلي او ټګي برګي ونه شي ، صفا او رڼې وي غني د افغانانو ولسمشر دئ .

اخځونه :
ټول افغان بریښنا پاڼه