د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشرف بیا هم پر اور تېل پاشي

سرلوڅ مرادزئ 30.05.2009 23:03

پرویز مشرف چې دې ورځو کې ماسکو ته په خصوصي سفر تللئ او تمه کیږي چې د هغه هېواد له لومړي وزیر پوتین سره به هم کتنه لري ، په ماسکو کې يي د « ګازیتا » نادیژداکورواکوووا ورځپاڼې له خبریال سره مرکه کړې ، چې څو ځایه يي دې مرکه کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه کړې او په یوه یا بله بڼه يي پر افغانستان د پاکستان تیرئ پرځای ګڼلئ دئ .

نوموړئ د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي « دا سمه نه ده چې نني طالبان د هغه رژیم سره چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې واکمن و ، یوشان وګڼل شي »
په دې توګه مشرف نړیوالو ته ښۍ ، یوازې هغه طالبان چې د ۲۰۰۱ کال د مخه په افغانستان واکمن و او د هغو په واکمنتیا کې پنجابي پوځ او ای ــ اس ــ ای لویلاس درلود زیانمن وو ، خو نني طالبان چې په همغه مدرسه کې روزل کیږي ، په ناڅاپي توګه او بې دلیله د مشرف په خوله بې زیانه او دیموکرات ګڼل کیږي . پنجابي واکمنانو یو وخت افغانانو او نړیوالو ته مجاهدین هم د خپلواکۍ او دیموکراسۍ پرښتې بللې ، خو په ۹۰ ومو کالو بیا همدغه پنجابیانو د خپلو دیموکراتو پرښتو پر ضد چې د افغانستان د تباهۍ او د کابل په ورانۍ کې يي د خپلو پخوانو حامیانو پنجاب او لوېدیځ مخونه تورکړل ، طالبان راوزیږول . پنجابي واکمنان ځانته تل حق ورکوي چې په افغانستان کې د واک پر سر چنې ووهي او په مکر سره ځان د افغانانو خواخوږي څرګند کړي .
خو ښاغلي مشرف دا نه دي ویلي ، هغه طالبان چې د یوې مدرسې شاګردان دي ، په یوشان روزنغالو او پالنغالو کې زده کړې کوي ، د پنجابي پوځي کړیو او ای ــ اس ــ ای د یوشان ښوونکو او ترینرانو لخوا تدریس کیږي ، څنګه کېدئ شي چې پخواني دې سړیخواره او نني دې انساندوست او دیموکرات وي ! ؟
هغوی چې د ای ــ اس ــ ای په ښوونځیو کې روزل کیږي او ځانته طالبان وايي او د مشرف هم د تاید وړ او دیموکرات يي بولي ، همدا نن په افغانستان کې ښوونځي او پوهنتونونه سوځوي . ښوونکي او استادان وژني . افغانانو ته د پردیو د خیرات په پیسو جوړ ، د ولسي ښېګڼو ټول بنسټونه له منځه وړې .
باید پنجابي واکمنانو ته څرګنده شي ، چې افغانان خپل ولس او خلک تر هرچا ښه پېژني . په دولتي واک کې د ګډون پریکړه د بل هر هېواد پشان یوازې د افغانانو حق دئ . په دې کې د ګاونډي هېوادو که هغه پاکستان ، ایران ، روسیه او یا کوم بل نړیوال ځواک وي د لارښوونې او پریکړې ځای نه لېدل کیږي .
همدارنګه مشرف د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هم د تل غوندې د افغانستان په ټیکدارۍ خبرې کوي او وايي « موږ په خپل سیاست کې په دې تیزس ټینګار کوو چې نړیوال ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځی ، ځکه که داسې وشي دا به د افغانستان په ګټه وي »
د افغانستان د خیر او ګټې خبرې بیا هم موږ ته ښاغلئ مشرف راښايي . په داسې حال کې چې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون خبره یوازې په افغانانو پورې اړه لري .
مشرف ( څنګه چې هغه اوس د پاکستان په دولت کې کومه رسمي دنده نه لري ، د پاکستان د ولس په استازیتوب دداسې څرګندونو حق هم نه لري ) یا بل پنجابئ مشر کولئ شي چې یوازې د خپل هېواد په اړه د داسې ځواکونو د ښېګڼو او بدګڼو په باره کې خبرې یا پریکړه وکړي .
خو مشرف دا خبرې هسې او خوشې نه کوي . هغه خامخا د پنجاب د ګټو له لوري چارې ګوري او څاري يي . هغه په دې پوهیږي ، که د افغانانو پښه دا ځل بیا ښویږي او افغانان دا وار هم د نړیوالو په شتون او ملاتړ کې ، د خپل هېواد بنسټيزې چارې نه حلوي ، نو پاکستان ورته د یوې لويي بلا په څېر خوله وازه نېولې او هره ګړۍ افغان هېواد او ولس له کومي تېرولئ شي .
تر ټولو مهمه دا ده چې مشرف له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتون خبرې په ماسکو کې ، د کرملین د چارواکو د خوښۍ لپاره کوي . پنجابي مشران چې افغانان يي دالخواره بولي خو په سیاست کې د باد ، لورئ په وخت پېژني . مشرف به په پنجاب کې د نورو کړیو په سلا ، د لوېدیځ په خلاف د ا ځل د ماسکو لورینو او پیزوینو ته سترګې نېولې وي .
ماسکو کې د مشرف څو ورځنۍ استوکنه ، په لاپو باټو سره له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتون لارښوونې او په ماسکو کې د طالبانو په ملاتړ د خپل غږ پورته کونه ، په سیاست کې د پنجاب د یو شمیر کړیو د لیوالتیا نوئ لورئ په ګوته کوي .
داسې ښکاري چې دا ځل پنجاب د ماسکو له لوري پر افغانانو ګوزارونو ته ملاتړلي وي .
مشرف په دې مرکه کې د شرارت لپاره نورې خبرې هم لري . هغه د افغانستان په شمال کې د ازبکو ، تاجکو او نورو قومونو په اړه د تل پشان په بدۍ خوله وازوي او په دې توګه غواړي چې پښتنو ته وښۍ ، چې د پنجاب په دوستۍ تل حساب کولئ شۍ او په پنجاب کې جوړ شوي طالبان له لاسه مه ورکوۍ . خو که له مشرف څخه پوښتنه وشي چې هغه د خپل مطلق واک په ۹ کلن ، پير کې ولې پښتنو ته تش ددې حق ور نه کړ چې د انګریزي ښکېلاک څخه پاتې سوبه سرحد نوم په پښتونستان یا پښتونخوا واړوي بیا ځواب نه لري ! دلته ده چې د پنجاب د رسوايي تشت له بامه غورځيږي . په افغانانو کې د بېلتون اور ته لمن وهل پنجاب ته له انګریزانو څخه په میراث پاتې دئ .
مشرف لکه نور پنجابي مشران د افغانستان په شمال کې د وروڼو قومونو او دشمالټوالې د ډاکوانو او لنډغرو ترمنځ توپير په عمدي توګه نه کوي او د څو لنډغرو پر ځای د شمال ولسونه په نښه کوي . خو د افغانستان قومونه که هغه په شمال ، یا په سویل او یا د هېواد په بله برخه کې پراته دي ، خپل منځ کې له ورورۍ سربېره کومه ستونځه نه لري . خو افغانان یوخوا د شمالټلوالې له لوټمارانو او ډانګیانو ( چې دا قومونه نه دي بلکې یو څو غله او داړماران دي ) او بلخوا د پنجاب پلاس د جوړشویو طالبانو سره ستونځه لري .
په ماسکو کې بیا هم وینو چې مشرف د پخوا پشان د پنجابي طالبانو څخه په ملاتړ او روسیه او ایران په دودیز ډول د شمالټلوالې د لنډه غرو په ننګه ، د افغانانو پر ضد په چلوټه کې سره شریکیږي .
د افغانانو په وړاندې دا څو سره بلاګانې له بېلابېلو پلازمېنو څخه په یوه وار سر راپورته کوي .
افغانان باید د پنجاب او ماسکو د نویو او پټو چلوټو په اړه هوښیار او بیدار اوسي !


اخځونه :
اریايي جالپاڼه