د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غني احمدزئ له بېلا بېلو بانډونو سره په ننګونه کې

سرلوڅ مرادزئ 27.06.2009 11:20

افغانستان پخپل تاریخ کې نن سبا له داسې سختو او پيچلو شرایطو سره مخ دئ چې ګوندې له پلې صراط څخه تېریږي . زموږ هېواد هیڅوخت له نړیوالو ، سیمه ایزو او په کور دننه له دومره لویو ستونځو ، شخړو او ننګونو سره نه و مخ شوئ .
د ستونځو هومره سختوالئ او د پېښو دومره چټکتیا ، له افغانستان څخه د یوه پیاوړي او غښتلې ملي مشرتوب ، غوڅې او پریکونې ملي ادارې غوښتنه کوي . دا د افغانانو دنده چې روانو شرایطو ته په پام خپل ملي مشرتوب وټاکي او د پېښو د بهیر واګي خپل لاس کې ونیسي . که داسې ونه شي دهېواد راتلونکې برخلیک له هر ډول زیان سره مخامخېدلئ شي .
د ټولټاکنو روان بهیر ښۍ یوخوا هغو ملي ځواکونو دریځ نېولئ چې غواړي په هېواد کې ملي او سراسري مشرتوب رامنځ ته شي او د هېواد روان ناورین ته د پای ټکئ کیښودل شي . خو بلخوا بیا سمتي ، قومي او مذهبي بانډونه دي چې هم يي د ملي سراسري مشرتوب مخه نیولې او هم يي د روان ناورین په ادامه کې بېلا بېلا ګټې نغښتې او افغاني ټولنه يي له راز راز ستونځو او کړاوونو سره مخ کړې ده.
د هېواد په شمال کې د نظارشورا او اسلامي جمعیت په مشرۍ سمتي او قومي بانډ ، په هېواد کې تر نورو بانډونو زیات د ملي اداري په رامنځ ته کېدو کې خنډ شوئ دئ . دوی اوس په راتلونکو ټولټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره د خپل نوماند پتوګه عبدالله عبدالله راپېژني . عبدالله چې د رباني او مسعود په مشرۍ په ۹۰ ومو کلونو کې د کابل د ۶۵ زرو ولسي وګړو په وژلو او د پلازمېنې کابل په ورانۍ کې ښکېل او تورن دئ ، تر اوسه يي ددې تورونو د سپيناوۍ په اړه ولس ته ځواب نه دې ویلئ .
دې باڼد په ۹۰ ومو کالونو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سولې تګلار له پښو وغورځوله او هېواد يي کورنۍ جګړې ته ورټېله کړ . که په ټولټاکنو کې بریالئ شي د هېواد اساسي قانون به داسې بدل کړې چې د مرکزي ملي مشرتوب پرځای به تر خپل واک لاندې سیمو ته ځانګړې واکونه وسپاري ، روسته به د فډرالیزم سندره راتوده کړې او په پای کې به هېواد د پاشلو په لور ورسم کړې. دا بانډ یوخوا دهېواد شمال ، د روسیي د اغیز او حیاتې ګټو د سیمې پتوګه هغه هېواد ته ډالۍ کوي او بلخوا ایران سره د لوی خراسان د بیا راټوکېدو خوبونه په سرکې ګرځوي . د افغانستان د ملي تاریخ ، د هېواد د ملي ګټو او ځمکنې تمامیت په اړه پټې او زیانمنې درغلۍ او چلوټې له ځان سره په جیب کې تیارې ساتې . دا بانډ د ژبې د برترۍ نغمې غږوي ، د ملي اوسراسری ارزښتونو پرځای خپلو سمتي او قومي ارزښتونو ته ځان ژمن بولي .
دویم یا مرکزي بانډ له دولتمشر کرزي څخه راتاو شوئ چې هغې کې د هېواد نور جګړه ماران ، غله ، داړه ماران او ډاکوان راټول شوي او په تولټاکنو کې يي د هېواد پالو او بدلون پالو په وړاندې د دویم وار لپاره بیا کرزئ رامخته کړې . په دې بانډ کې پېژندل شوي داړه ماران لکه قسیم فهیم ، دوستم ، اسماعیل خان ، خلیلي ، محقق ، سیاف ، چکړې ، محسیني ، ګیلاني او مجددي ( چې دې ورځو کې يي ښای د انګریز په اشاره د کرزې په ګټه استخاره ورکړې ده ) یوځای شوي دي . دغه بانډ د هېواد په لوټولو ، چورولو او خرڅولو کې د نظارشورا او جمعیت له بانډ څخه څه کمئ نه لري . که څه هم دا بانډ نامتجانس دئ او پکې د بېلا بېلو سمتې ، قومي او مذهبي ګټو پلویان راغونډ شوي ، خو له بدلون او پرمختګ سره په دوښمنۍ کې ګډ ې موخې لري .
کرزئ غواړې ددې غلو په مټ بل پير هم د هېواد واکمن شي . کرزئ چې ددې ډاکوانو مرکزي کړۍ جوړوي ، تر اوسه يي له جګړې څخه د هېواد د ژغورون کومه لار نه ده وړاندې کړې . نړیړالې مرستې چې په تېرو کالو کې هډر لاړې ، اوس هم د کرزي او د هغه د یارانو لخوا د نوموړو مرستو د پرځای لګښت څرک نه لګیږي . تېر اته کاله يي د هېواد لپاره په اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیز او کلتورې برخو کې نه کومه تګلار درلوده او نه يي د ملي ژوند د سمون لپاره کومه مناسبه اداره .
خو درېیم بانډ چې د هېواد په پاتې سیمو واکمني چلوي ، هغه د پردیو او اجیرو طالبانو او اسلامي ګوند بانډ دئ . دې بانډ هم له نورو څخه پښه اړولې ده . په دې بانډ کې واکمن کسان ، په هېواد کې د خیرات په پيسو جوړشوي بنسټونه او بنیادونه له منځه وړي . ښوونځي ، سړکونه ، پلونه له یو مخې الوځوي . د هېواد ملي کادرونه لکه استاد ، انجینر ، ډاکټر او نور حلالوي . د قوم سپينږیري او مشران وژني . د نجونو پر مخ تیزابونه پاشي . د وحشت او بربریت استازیتوب کوي .
دوی په ښکاره ټولټاکنې غندي خو په پټه کې ځيني کسان د خپلو استازو پتوګه د سیالۍ ډګر ته راباسي دوی هم دا کوي او هم هغه !
دوی غواړي د عربو ، وهابیانو او د ای ــ اس ــ ای پشان دوزخي سازمانونو په ملاتړ افغانستان کې د سوچه اسلامي دولت او یا اسلامي خلافت په نوم خپل واک ټينګ کړي چې د واک اصلي مرکز به عرب یا پنجاب وي او وړیا او اجیر سرتېري به يي پښتانه وي . پخپل بري سره به افغانستان له نړۍ ګوښه کړي او افغانان به د منځنیو پېړیو وحشت ته یو ځل بیا ورګوزار کړي .
که د یوې شېبې لپاره په کور دننه د ځواکونو له وضعې تېرشو او نړیوال ځواکونه چې د افغانانو له بلنې پرته خپله راغلې او هره ورځ نور هم پخپل سر راروان دي په پام کې ونیسو ، د افغانستان ناورین ځانته نور لوري او بعدونه نیسي . د ګاونډیانو اود سیمې هېوادو ګټې ، غوښتنې او شوم نیتونه هم خبره پيچلې کوي .
په داسې پيچلې او ترینګلې وضعه کې ، د هېوادپالو او بدلون پالو ځواکونو لپاره په ټولټاکنو کې د ګډون او بري خبره ځانته ځانګړې ارزښت پیدا کوي .
د ډېرو په اند ، د هېوادپالو او بدلونپالو په منځ کې غني احمدزي کولئ شي چې د یادشویو بانډونو څخه د هېواد په ژغورون او د ملي مشرتوب د منځتشې په ډکولو کې ګټور تمام شي . زه خپله اشرف غنې له نږدې نه پېژنم . خو د اشرف غني ملي تګلار او کړنلار ما هڅوي چې د هغه په ملاتړ ودریږم .
ډېرئ افغانان اشرف غني د افغانستان د ژغورون پرښته ګڼي . افغانان که چیري په ټولټاکنو کې غني ته خپل ووټ ورکړې ، خپله ملي دنده به يي ترسره کړې وي .
هغه ټول بانډونه چې دمخه یادشول ، د خپلو سمتې ، قومي او مذهبې او یا د شخصي ګټو پرته نور څه ججوره کې نه لري .
د اشرف غني په وړاندې شوې ملي تګلار کې موږ د ملي مرکزي غښتلي دولت نښې وینو . موږ به د ملي مشرتوب خاوندان شو .
د اقتصادي ودې د انډول لپاره به پلان ولرو . په کرهڼه کې به بدلون پېښ شي . بزګر به پخپل دسترخوان کې د دولت ملاتړ وګوري . د بریښنا او د اوبو د بندونو په برخه کې به هلې ځلې ګړندۍ شي . ځوانانو ته به په پاملرنه د هېواد راتلونکې روښانه وي . د خپلو روزلو صاحب منصبانو په مټ به ملي پوځ پياوړئ شي . د خپه او ګیله منو وروڼو د رضا او په واک کې د ټولو افغانانو د ګډون لپاره به د خبرو اترو دروازې پرانیستې وساتل شي . اشرف غني د نیوزویک مجلې سره پخپله روستۍ مرکه کې وايي : « زه غواړم چې لس داسې ملي پروژې عملې کړم چې د خلکو توجه ورجلبه کړي . زه غواړم چې یو ملیون نوي کارونه خلق کړم ، یو میلیون نوي کورونه جوړ کړم . زه غواړم چې په راتلونکو پنځه کالونو کې ۲۰۰۰ میلیونران خلک خلق کړم څو اوسنۍ ۲۵ شتمنې کورنۍ د ملک هر څه انحصار نه کړي . غواړم چې ۷۰۰۰۰۰ بېځایه شویو افغانانو سره مرسته وکړم . »
بلخوا د نړیوالو سره د هېواد د اړیکو سمون یو بیخچن بدلونه ته اړتیا لري . دا کار د هغه دولت چې د بېلا بېلو بانډونو د میخانیکې یووالې استازئ وي لکه د کرزي حکومت له وسې پوره نه دي بلکې ملي مرکزي دولت ته اړتیا ده .
افغانان باید یا د بانډونو پر بنسټ ولاړ سیاست ته ادامه ورکړې چې روانه وضعه ددې خبرې څرګندوی ده او یا نوئ ملي مشرتوب رامنځ ته کړي چې د افغانانو د ناورین ټولو اړخو ته ځواب ووايي . له دې کبله زه هېوادپال او بدلون پال ځواکونه چې منځنۍ کړۍ يي غني احمدزي جوړوي ، د ټولو بانډونو سره سرسختې مبارزې ته رابولم.

دسختو لغتونو ماناوې :
ننګونه : چلینج ، چلش ، سیالي
اخځونه :
بېنوا سایټ

يادونه: خپرې شوې ليکنې د ليکونکي د اند استازيتوب کوي. ټول افغان ټکی کام  د ټاکنو په اړه د هر افغان اند کټ مټ خپروي او د ځوابيه ليکنو یې هم هرکلی کوي.