د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملي ګټو پلوي ځواکونه باید پر اشرف غني راټول شي

سرلوڅ مرادزئ 16.07.2009 01:15

د روان کال په ټولټاکنو کې چې د زمري په ۲۹ مه به ترسره کیږي د افغاني ټولنې د راتلونکې په اړه ، په هېواد کې د بېلا بېلو سیاسي ډلو ، تنظیمونو او خپلواک شخصیتونو ؛ اندیښنې ، دریځونه ، او تګلارې سره پرتله کیږي او هغه ورځ تربلې روښانیږي .
په ټولیزه توګه ، له دغه ځواکونو څخه چې په ګوندونو او ډلو کې سره ټول اویا خپلواک او ملي شخصیتونه دي ، هغه غورځنګ جوړیږي چې د هېواد لپاره د نوي پيل ، بدلون او پرمختګ په موخه په دغه ټولټاکنو کې برخه اخلې او بلخوا د پخوانیو او زړو تنظیمونو ، ډلو ، ګوندونو او اشخاصو ټلواله ده چې ، د نوي پيل ، بدلون او پرمختګ څخه ډاریږي او ګټې يي د هېواد په بې امنۍ او د جګړې په دوام پورې تړلي دي .
یوخوا هېوادپال اوبدلونپال ځواکونه د ملي ګټو پر چورلیز راغونډیږي اوبلخوا جګړمار ، داړه مار ، ډانګیان او ډاکوان د ملي ګټو پر ضد سنګر نیسي .
د راتلونکو ټولټاکنو لپاره ۴۱ تنو ځانونه کاندید کړي دي . ددغه نوماندانو ډېرکي ځانته کومه روښانه کړنلار نه لري او د ټولټاکنو د ورځې په رانږدې کېدو سره به خامخا له نورو سره ورګډیږي .
هغه ځواکونه چې له دې روسته يي موږ د نوئ پيل ، بدلون او پرمختګ استازي بولو ، همدې موخې ته د رسېدو لپاره باید په یوه واحده ملي تګلار سره راټول شي . ددغو ځواکونو مخکښه استازي باید سره جرګه شي . لومړئ خپلې تګلارې ، یوله بله سره پرتله کړي . له خپلو بېلا بېلو تګلارو څخه د ملي ګټو پر چورلیز ، د بدلون او پرمختګ په موخه ، یوه واحده تګلار رامنځ ته کړي . په دې لړ کې د افغان ملت ګوند موږ د بېلګې پتوګه مخکښ بللئ شو . « د افغان ملت ګوند افتخاري رئيس او مؤسس غړي ډاکټر محمد امين واکمن د روان کال د چنګاښ پر ۲۰مه نېټه د کابل ښار په ستاره هوټل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:
مونږ په ټول هېواد کې خپلو ګوندي ملګریو ته لارښونه کوو چې په روانو ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني ننګه وکړي او هېوادوال د هغه ملاتړ ته وروبولي. مونږ په زغرده ویلی شو چې د هغه په پروګرام کې د افغانستان ملي ګټې نغښتې دي. » . څو موده له مخه د بشرمل په مشرۍ د سولې د فعالینو ګوند هم له ښاغلي اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړئ و . نور ملي ځواکونه باید هم دغه بېلګې وڅاري او د ګوښه عمل پرځای په واحده ملي کړنلاره سره بېله ځنډه راټول شي.
دلته د شخصیتونو او څېرو خبره لومړیتوب نه لري . هغه څه چې لومړیتوب لري هغه د هېواد له روان ناورین څخه د وتونلار ، د هېواد او افغان ملت ژغورون او د بدلون او پرمختګ په موخه یوه ملي کړنلار ده .
تر کومه ځایه چې د بېلا بېلو ملي ځواکونو له څرګندونو او تیاریو څخه ښکاري ، د هېواد اوسنیو حالاتو ته په پام ، د ډاکټر اشرف غني په وړاندې شوې ملي کړنلار کې څه غټ کمئ نه تر سترګو کیږي . د ډېرئ افغانانو په اند ، په دې ملي کړنلار د افغانانو ټول بدلونپال او هېوادپال ځواکونه راټولېدلئ شي . په دې کړنلار کې ټول افغانان خپل ځاي او ځان ویني . دا کړنلار د افغانانو ملي ګټې پالي او هغه د هر راز تیري څخه خوندي ساتي . د افغاني ټولنې د پرمختګ ټولې خواوې په یوه انډول کې سره مخې ته ږدي . اشرف غني په خپله نویو څرګندونو کې پر کرزي غږ کوي : د پنځو راتلونکو کلونولپاره خپل اقتصادي پلان خلکو ته تشریح کړۍ “زموږ د امنیت د تامین ځواب آسان دی. اوس چې زموږ هیواد په جګړې کې د ډوبیدو په حال کی دی، د کرزی کورنۍ د اوضاعو نه ګټه اخلی. افغانان د کار کولو حق لري او د کار لپاره پلان، د امنیت لپاره پلان دی. زه د خپلو خلکو سره د یو میلیون کارونو د رامنځ ته کولو ژمنه کوم.خو کرزی ژمنه کوي چې پنځه راتلونکي کلنو به هم د خلکو ژوند همدا شان وساتي.او زه دا نه شم منلې.“
« ښاغلې ولسمشره ! زمونږ خلک په دې پوهيږي چې کومې خبري چې تاسي کوی هغه غلطي دي. زموږ خلک کارونه غواړي، برېښنا غواړي . غواړي چې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی او روغتیایې آسانتیاوي ولری. او غواړي چې عادل حکومت ولري. »
خو د خلکو نوموړې اړتیاوې د تېر پشان د کرزي په راروان حکومت کې هم پوره کېدونکې نه دي . ځکه کرزئ د تېرپشان د بل ځل لپاره بیا هم کومه ملي تګلار نه لري . د کرزئ سفرونه د ښاغلی اشرف غني په قول دپردي شا ته د معاملو سره مل دي . نن ورځي پوري یې د ۹۰ وزارتو خانو، ۲۵۰ معینیتونو اود ۵۰ ولایتونو وعدې کړې دي . د کرزي پر شاوخوا داسې کسان لکه فهیم ، دوستم ، محقق ، خلیلي ، چکړي ، محسیني ، پير سیداحمد ګیلانې ، مجددي او نور مجرمین راټول شوي چې د هر بدلون ، تغییر او پرمختګ مخې ته خنډ دي . د کرزي او د هغه د بدنام ټيم سربېره ، د عبدالله عبدالله پرشاوخو هم هغه ځواکونه چې د هېواد ملي ګټو ته ژمن نه دي راغونډ شوي دي . عبدالله یوازې د هېواد د یوې وړې او محدودې برخې لپاره په هلوځلو بوخت دئ ، هغه او ډله يي د هېواد په کچه کومه تګلار نه لري .
بلخوا که ملي او هېوادپال ځواکونه په یوه ملي کړنلار راټول شي او په ټولټاکنو کې د یوه واحد مشر لکه اشرف غني په درلودلو سره بیا هم بریالي نه شي ، په راتلونکې کې بیا هم د دولت پر وړاندې یو غښتلئ او پياوړې اپوزیشن جوړولئ شي او داسې اپوزیشن ته اړتیا ده .
راروانې ټولټاکنې یوازې له دې کبله چې څوک د دولتمشر جوړیږي ، ارزښت نه لري بلکې دا ټاکنې د هېواد راتلونکئ برخلیک ټاکي . د موجود ناورین څخه باید د ژغورون لار پيدا شي . هېواد ته د سلګونو او زرګونو ستونځو د حل ځواب ورکړل شي . هېواد ته د ګواښونو مخه ونېول شي .
موږ ټول باید د روانې وضعي په حساسیت وپوهیږو او وخت له لاسه ورنه کړو .
مرادزئ