د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پارترې (انځور) : د سر سړی . . .

محمدکریم نور 22.05.2009 00:13

اشرف غني تېر کال یو کتاب وليکه چې په کې یې د ناکامو هېوادونو د بېرته سمولو لارې چارې لټولي دي. غني د یو هېواد نه د ټولې نړۍ د سمولو استعداد لري.

پارترې (انځور) : د سر سړی . . .

لکه پتنګ په وطن سوزي . . .

پتنګ پر څراغ مین وي او خپله انرژي او وزرونه سېزي، خو ښاغلی اشرف غني احمدزی پر وطن مین دی او خپله انرژي یې د وطن په جوړولو کاروي . د ښاغلي احمدزي د پوهې او هغو کارونو چې د نړۍ د ناکامو او بریو ملکونو د جوړښت او پرمختګ په موخه یې سرته رسولې دي، تمه کېدای شي چې د ولسمشرۍ په کاندیدانو کې یوازېنی کس همدا اشرف غني احمدزی وی چې د افغان وران وطن د بیا جوړښت دنده پر غاړه اخېستلای شي او په ښه ترا توګه یې سرته ورسوي، انشا الله .

ښاغلی احمدزی په ژبه کې لږ پڅ او نرم، خو په مغز، زړه او قلم کې ډېر تېز او روڼ دی . او دا خورا ډېره ښه ځانګړتیا ده، ځکه چې د ساټو باټو، درغلیو، دروغو، بې مانا خبرو او غوړمالیو پر ځای تل کار کوي . او هغه څه چې وایي، هغه سمه، مناسبه او له مانا ډکه ریښتیا وینا ده .

کله چې ښاغلي احمدزي په 2004 کال کې د "افغانستان د راتلونکې ساتنه" په نامه یو پروګرام جوړ او نړیوالو ته یې وړاندې کړ، د 65 ملکونو د بهرنیو او مالیې وزیرانو ګوته پر غاښ ونیوه . د دوی په وینا دا لمړی ځل وو چې په ټوله نړۍ کې داسې یو پراخه او د منښت وړ پروګرام وړاندې شو، چې په انساني اند و واند سره بریا پکې یقیني او سل په سلو کې له ورایه مالومېده . او دا هم د داسې یوه نیستمن ملک له خوا لکه افغانستان .

د دغه پروګرام تر ټولو ښه ترا برخه دا وه چې نړیوالې خیریه ټولنې افغان دولت ته او افغان دولت ولس ته پازوال نیول کېده . په ریښتیا سره هم په اوسني اکر کې دغه قانون کولای شي چې په افغان دولت، خیریه ټولنو او نورو رسمي او غیر رسمي دوترونو کې د رشوت او فساد مخه ونیسي .

په خپله د نړیوالو ټولنو له خوا ډېر داسې راپورونه ورکړل شول چې افغانستان ته د بسپنو (هدیه شوو) روپیو یوازې شپېته سلنه برخه رارسېدلې ده . له دې شپېته سلنې څخه څلوېښت سلنه بېرته همدې بهرنیو ملکونو ته تللې ده او څلوېښت سلنه افغان دولت ته په منګولو کې ورکړل شوې دي . خو دا چې دا روپۍ په څه شي ولګول شوې، مالومې نه دي .

د ښاغلي احمدزي لخوا د افغانستان لپاره د اوو کالو په اوږدو کې 27۰5 بیلیونه ډالر غوښتل شوي ول . د دوو کالو لپاره په بېړنۍ توګه د 8۰2 بیلیونو ډالرو غوښتنه هم شوې وه . بهرنیو وزیرانو بې له نمښتې همدغه ټولې روپۍ ښاغلي احمدزي ته ومنلې .

ښاغلي احمدزي همداسې د کلیو د پراختیا او د نیستۍ د ورکولو په موخه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شلو زرو کلیو څخه په 13000 هغو کې کار پیل کړی دی . هر ګوره، په راتلونکې کې به انشا الله چې په پاتې نورو 7000 کلیو کې هم کار پیل شي .

ښاغلي احمدزي له افغان ټولنې سره د خپلې مینې او پوهې پر بنسټ افغانانو ته یو خورا لوی جوپړ تر سره کړ . دغه جوپړ یو په زړه پورې پر مختګ وو چې اوسمهال د یوې ټولنې له لمړنیو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي . په 2002 کال کې په ټول افغانستان کې 100 ګرځند تېلېفونونه ول . د ده په نوښت سره د مناسبو بیو او د بهرنیو کمپنیو په مرسته د 2005 کال په پای کې د ګرځند تېلېفونونو شمېر تر یو میلیون واوښت . دا نه یوازې یو بازار وو او دی، بلکې یوه اړینه د وخت غوښتنه، یو سپېڅلی پرمختګ او یوه ټولنیزه اسانتیا وه چې ډېرو مسافرو ځوانانو وکولای شول چې له خپل مور او پلار او کورنۍ سره اړیکه ونیسي، د دوی له اکر څخه خبر شي، او د خپلو ماشومانو سره د یوې خولې خندا تنده د همدې تېلېفون په مټ ماته کړي . سړی په پوره ډاډ سره ویلای شي چې د ډېرو خویندو میندو د ناکراره زړونو دعا به یې اخیستې وي .

ښاغلی اشرف غني خپلې لوړې زده کړې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د لبنان د بېروت په امریکایي پوهنتون کې کړې دي . وروسته له هغې یې خپله ماستري او دوکتورا د امریکا د کولمبیا په پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې واخیسته .

د نړیوال بانک لپاره یې د رهبري په برخه کې د Harward-Insead and Stanford په پوهنتون کې زده کړه وکړه . همداراز یې په کال 1977 کې د ډنمارک د Aarhus په پوهنتون کې خپلې زده کړې کړې دي . له 1983 - 91 پورې یې د Hopkins په پوهنتون کې یې د ملت جوړونې په برخه کې اکادېمیکې څېړنې کړې دي . ده نه یوازې په ساینسي زده کړو زور اچولی دی، بلکې همداسې پر دیني علومو لاسبری دی . ښاغلي احمدزي په خپله دوره کې د کابل پوهنتون د سمون په موخه کوټلي ګامونه واخېستل . ده د دیني مدرسو لپاره د یوه ځانګړي سیستم په اړه ان په 1985 کال کې د پښتونخوا دینې مدرسې وڅېړلې . په پوره ګومان سره ویل کیدای شي چې ښاغلی احمدزی به د یوه مسلمان او په خپله د یوه دیني علومو خوښوونکي کس په توګه د افغانستان د دیني مدرسو او پوهنتونونو لپاره خپلې هانده هڅې هېڅ وخت ونه سمپوي .

په 1991 کال کې ښاغلي احمدزي د نړیوال بانک څانګې په آسیا، جنوبي او ختیزي آسیا کې پر مخ وړې . دا هغه ځایونه دي چې د اروپایانو، امریکایانو او آسیایانو پوهه نه وررسېده . خو ښاغلي احمدزي په ټینګ عزم، له کار، پرمختګ او خلکو ته د جوپړ د مینې پر بنسټ په پوره بریا سرته ورسولې . د همدې بریا پر بنسټ نړیوال بانک د نورو څانګو د جوړښت تابیا هم وکړه . همداراز یې د روسیې د ذغال کان او صنایع کارونه هم سم او د ګټې اخېستنې لپاره تیار کړل . ښاغلي احمدزي پینځه کاله په روسیه، چین، او هېند کې هممهال ډول-ډول لویې پروژې پر مخ وړې دي چې د ده د انساني او بشري چوپړ ښه نښه ګڼل کېږي .

د سېپتمبر د پېښې څخه راوروسته ښاغلی اشرف غني په 2002 کال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي لخدر براهیمي مشاور وو . د ده په نوښت د بون کنفرانس جوړ شو چې پکې واک افغان ولس ته وسپارل شو . ښاغلی احمدزی نه یوازې په سیاسي ډګر کې لویې لاسته راوړنې لري، بلکې همداسې یې علمي څېړنې هم کړی دي . د ده تر ټولو ښه علمي لاسته راوړنه د ده کتاب دی چې پکې د ناکامو ملکونو د جوړولو او کامیابولو لارې چارې رانغښتل شوې دي . دغه کتاب نه یوازې په نړیواله توګه د دولتونو لخوا کارول کېږي چې په مرسته یې خپل دولتي چوکاټ راجوړ کړي، بلکې همداسې په پوهنتونونو کې هم تدریس کېږي .

ښاغلی احمدزی میانه ونه لري، سر یې سخر دی چې ډېر طبیبان یې د پوره انرژۍ نښه ګڼي . دی په بدن وچ دی چې د یوه روغ رمټ ځانګړتیا ده او هممهال د ده د زیار او زحمت لاسوند دی . له رڼو-رڼو سترګو یې پوهه او ویښیاري راځلېږي . دی هغه پتنګ دی چې د پردي، بیګانه او دودګن څراخ په تته تیاره ځان نه غولوي، بلکې د ریښتونې ډېوې وصلت غواړي چې په مرسته یې خپل ملت له اوسنیو تتو تیارو څخه د ژغور او امن ځای ته ورسوي . او انشاالله چې بری به یوازې د ده په څېر د وطنپالو، ملت پالو او دین پالو پر برخه وي . او انشاالله چې همدا کس لکه ښاغلی اشرف غني احمدزی، به دوران ساز شي .

ښاغلی احمدزی ولسمشرۍ ته د افغان نوماندانو په کتار کې یوه ځانګړې برخه جوړوي چې پر کره لاسوندونو نه جوړه لري او نه کوم داسې کس شتون لري چې له ده سره په سیاسي ډګر کې سیالي وکړای شي . افغان ولس بختور دی چې له څلوېښتو نوماندانو څخه ښاغلي اشرف غني احمدزي ته د رایې ورکولو موکه په واک کې لري .

ژوندی د وي د سر سړی !