د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په كابل كې د يوناما يوه جفا

سالم 04.05.2009 13:30

د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما، چې له كلونو راهيسې په افغانستان كې ماموريت لري، هدف يې د بشري وضعيت په اړه څېړنه او د دولتي چارواكو لپاره په ځينو مواردو كې زمينه برابرول دي. يا د دولت لپاره د لارښود برابرول، چې وكړاى شي عام ولس ته په سمه توګه خدمت وكړي.
په كابل كې چې ما كله د يوناما د دفتر كومه مطبوعاتي غونډه، كنفرانس يا بله مهمه ناسته كې ګډون كړى او كوم يې، نو اورم او وينم چې زياتې څرګندونې په انګرېزۍ وي، له بده مرغه چې د دوى ځانګړى ترجمان چې نه په پښتو خبرې كولاى شي او نه له پښتو څخه سم مفهوم اخيستلاى شي، كله كله موضوع بل ډول اوري او بل ډول يې ترجمه كوي.
دا سمه ده چې د موجوده قوانينو له مخې په افغانستان كې پښتو او دري دواړې برابر حق لري او په كار ده يوه نړيواله اداره چې دومره نړيوال ملاتړ او نړيوال هدف ورسره دى، په دې برخه كې يوه توجه وكړي، ځكه يوناما يوازې د كابل لپاره كار نه كوي د يوناما- UNAMA  مركزي دفتر بايد د ټول افغانستان تمثيل وكړي او ټولو ژبو ته په يوه نظر وګوري، په خاصه توګه د هېواد ملي ژبو ته.
زه پر دې انتقاد نه كوم چې ولې يوناما په زياتو مواردو كې چوپه خوله ده او د دولت او د بهرنيو ځواكونو پر عملكردونو انتقاد نه كوي نه يې د بهرنيو اشغالګرو پر خپلسريو انتقاد كړى، بلكې زه خواشينى په دې يم چې دغه اداره له كلونو راهيسې په افغانستان كې كار كوي، ښايي ځينو حساسيتونو ته يې پام كړى وي.

د يوناما ويانده مېرمن نيلاب مبارز په سمه پښتو خبرې نه شي كولاى، كله كله خو د سړي ورباندې خندا راځي چې توري او الفاظ سم نه شي ادا كولاى، ترجمانان يې په پښتو نه پوهېږي او كه كوم خبريال په پښتو پوښتنه كوي دوى ځواب په دري وركوي.
د ملګرو ملتونو دفتر دې ته وايي؟ په دې هيله چې دغه اداره داسې يو څوك په افغانستان كې پيدا كړي، چې پر دواړو ژبو پوره تسلط ولري او په دواړو خبرې او افهام و تفهيم وكړاى شي.