د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځیني شخصي بانکونه كرزي ته كمپاين كوي؟

سالم 06.07.2009 10:35

په كابل كې يوه چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې عزيزي بانك او غضنفر بانك د خپلو شتمنيو زياته برخه د ښاغلي حامد كرزي په واك كې وركړې ده، چې ښاغلى كرزى يې په مرسته په درز سره د ځان په ګټه كمپاين كوي.

دا خبره د سياسي چارو يوه شنونكي احمد سعيدي هم وكړه.

ښاغلي كرزي خو تر دې مخكې ويلي وو چې ټولټال لس زره ډالره په خپل بانكي اكاونټ كې لري، خو نن د كابل په شمول د افغانستان په نورو لويو ښارونو كې وينو چې د نورو كانديدانو په نسبت غټ، زيات او غوړ عكسونه د كرزي دي. د كرزي په ګټه كمپاينونو كې پر ګډون كوونكو پيسې وېشل كېږي او دا څه پټه خبره هم نه ده.

اصولاً يو ولسمشر بايد په لومړي ګام كې له ملت سره صداقت ولري او درواغ ونه وايي.

له كرزي څخه په دې اړه په يوه غونډه كې پوښتنه هم وشوه، چې شتمني يې لس زره ډالره ده خو انتخاباتي كمپاين يې تر بل هر چا زورر دى، كرزي وويل چې له هغو پيسو يې يو ډالر هم نه دى مصرف كړى او ځينې افغان ملي سوداګر مرسته ورسره كوي، چې دى خپل كمپاين وكړي.

 خو ښاغلي كرزي د يوه سوداګر نوم هم وانخيست. خلك پوهېږي چې دا ملي سوداګر نه، بلكې د خلكو د اعتقاداتو، سپېڅلو باورونو او شرنوشت سوداګر دي، دا هغه خلك دي چې انسانان يې وژلي او نن پر كرزي راټول دي او كرزي په خپله شنه چپنه كې پناه وركړې ده. 

دا دى اوس خصوصي بانكونه هم د ښاغلي كرزي ملاتړ كوي. له شتمنۍ څخه يې د قدرت د لوبې لپاره ګټه اخيستل كېږي.

ښاغلي كرزي په دې وروستيو ورځو كې د كابل د پخواني والي، حاجي دين محمد پنځه تنه خپلوان هم له بنده خوشې كړل او دوسيې وروتړلې، پر هر يوه له ۱۶ تر ۱۸ كلونو پورې بند راوتلى و. نه ده معلومه چې مجرمين څنګه يو دم وبخښل شول.

http://origin-pa.azadiradio.org/content/article/1769439.html 

تر دې مخكې هم ښاغلي كرزي ځينې قاچاقبر خوشې كړي دي. 

ښاغلي صبغت الله مجددي استخاره وكړه، كرزى يې د زعامت لپاره مناسب سړى وباله، يوه اوونۍ لا تېره نه وه چې زوى يې د كابل د والي په توګه وټاكل شو، زه په دې باور يم، كه حضرت صاحب بله استخاره هم وكړي، محترم زوى ته به يې كوم وزارت ورسېږي. ځكه ښاغلى كرزى خو هسې هم د وزارتونو په خيرات او لورونه كې بد نه دى.