د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د كندهار او هلمند وكيلان ويده دي؟

سالم 01.04.2009 19:02

دا څووم كال دى چې د كندهار او هلمند ولايتونو زده كوونكي د كانكور په ازموينو كې ناكامېږي او يوازې يو څو تنه يې لوړو زده كړو ته لار پيدا كوي. د حيرانۍ وړ خبره ده، د هلمند ولايت د هلكانو د لېسې عمومي اولنومره هم وړم كال په دې كانكور كې ناكام شوى و.

تېر كال خو ځينې بې نتيجې محصلين چې هېڅ يوه پوهنځي ته هم نه وو كامياب شوي، د لوړو زده كړو وزارت د پېرزوينې له مخې بېرته جذب شول او وزارت دا وښوده چې په دغو ناامنو ولايتونو كې زده كوونكي مستحق دي چې بايد يو څه امتياز ورته ومنل شي. كه څه هم زه له هېچا سره هم تعصب نه لرم او نه غواړم ځينې حساس ټكي راوسپړم، په هغو محصلينو كې چې بې نتيجې پاتې وو او د دې وزارت په پېرزوينه بيا جذب شول، زياتره يې پښتانه نه وو. له ما سره ثبوتونه او شواهد شته.

اصلي خبرې ته راځم، زموږ د هلمند او كندهار ولايتونو وكيلان چې موږ يې تر پايه په ولسي جرګه او نورو مهمو غونډو كې له خولې څخه د دغو ناامنو ولايتونو د امنيت، اداري فساد، د زده كړې، اقتصاد او كلتوري مسايلو په وړاندې د پرتو خنډونو په اړه بٌڼ هم وانه ورېد، حيران يو چې د څه لپاره په پارلمان كې ناست دي او څه كار كوي؟ يوازې له چايو سره چاكلېټ خوري او د پارلمان پر نرمو څوكيو خيال پلوونه وهي.

د نورو ولايتونو وكيلان خو دومره خپلو خلكو ته خدمت او كار كوي چې ګټه يې ټولو خلكو ته رسېږي او ان چې خپلوولايتونو ته مفسد مسوولين نه پرېږدي چې مقرر شي، خو زموږ د ناامنو ولايتونو وكيل صاحبان نه ده معلومه د كومې مفكورې او ايډيالوژۍ ښكار شوي، چې پر زياتو غټو ستونزو چوپه خوله پاتې دي.

دغه وكيلان چې د خلكو په رايو ولسي جرګې ته ورغلي، په كار خو دا وه چې د دغو ناامنو ولايتونو حقيقي ستونزې يې راسپړلاى، د حل لارې چارې يې ورته موندلاى، د اداري فساد بلاربه بلا يې شنډولاى، خو داسې ښكاري چې دوى زياتره د خپلو شخصي ګټو د پاللو، ګوندي ارزښتونو د تقويه كولو او شخصي غرضونو د پړسولو لپاره پر څوكيو ناست دي.

دغه ګونګي وكيلان به هېڅكله د ملت اراده تمثيل نه كړي او نه به په ملت كې ورته ځاى پاته وي، ځكه په تېرو كلونو كې داسې يو كار هم دوى نه دى كړى چې څوك يې په ښو ياد كړي.