د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كرزى: طلوع ټلويزيون قومي شخړو ته لمن وهي

سالم 13.03.2009 12:09

د افغان ولسمشر ورور محمود كرزي چې د پنج شنبې په ورځ يې په كابل سرينا هوټل كې يوې غونډې ته د ځان په دفاع خبرې كولې، طلوع ټلويزيون په دې ملامته كړ چې د هغه په وينا په افغانستان كې قومي شخړو، درواغو او د شخصيتونو ترورولو ته لمن وهي.

محمود كرزي د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د هغې ليكنې په ځواب كې دا څرګندونې كولې چې د مارچ پر پنځمه دې خپرونې خپره كړې او په كې راغلي چې محمود كرزي په افغانستان كې د اقتصادي ګټې وټې يوه امپراتوري جوړه كړې او ګڼې پروژې يې په غيرقانوني توګه راخپلې كړې دي.

د دې ليكنې خبريال ته د طلوع ټلويزيون مشر، سعد محسني هم نظر وركړى دى. چې پر افغان ولسمشر او محمود كرزي يې انتقادونه كړي دي.

محمود كرزي چې له ځانه يې دا تورونه ليرې كول تر ډېره د طلوع ټلويزيون پر مشر سعد محسني هم سختې نيوكې وكړې، كرزي وويل، سعد محسني چې په لومړيو كې په خالي جېبونو افغانستان ته راغى اوس د افغانستان له شتمنو خلكو څخه ګڼل كېږي، زه خپل ټول جايداد ده ته وركوم، دى دې خپل طلوع تلويزيون ما ته راكړي.

كرزي وويل، چارواكي زيات مهال د دې پر ځاى چې د طلوع مشران محكمې ته راكش كړي بې ازاره او بېواكه كاركوونكي يې محكمې او څارنواليو ته راكاږي، چې د هغه په وينا دا كار كومه ګټه نه كوي، هغه دا د حكومت ټګي وبلله.

محمود كرزي وړاندې وويل: يو انګرېزي فلم The message  چې د اسلام پر راتګ او د حضر محمد(ص) پر ژوند جوړ شوى، له طلوع ټلويزيون څخه له فارسي ژباړې سره دوه ځلې خپور شو، چې د فلم اصلي پيغام تحريم شوى دى. كرزي وايي د دې فلم په پاى كې راغلي: تر حضرت محمد-ص- وروسته به دا مسووليت حضرت علي(ك) ته سپارل كېږي، چې په اصلي فلم كې دا ټكي نه شته او ده دا د طلوع منافقت وباله.

محمود كرزي وويل: زه كرزى نه يم، چې له دغو منافقينو سره وګورم.  كرزي وړاندې وويل:

ګفتمان پروګرام چې تل د پښتنو او تاجكو ترمنځ تفرقې ته لمن وهي، هغه وويل: سعد محسني! ته دېته څه ضرورت لرې چې دا تفرقه اچونه كوې؟ له پښتو څخه دري او له دري ژبې څخه پښتو توري باسې. هغه وويل تاجكان او پښتانه په افغانستان كې په ګډه سره اوسېږي او هېڅ ډول بېلوالى نه سره لري.

كرزي زياته كړه: سعد محسني او داسې ځينې نور اشخاص د حكومت درخواست ته اهميت نه وركوي او نه غواړي په هېواد كې قانون حاكم شي.

د افغان ولسمشر ورور محمود كرزي وويل، په لومړيو كې يې د سعد محسني دفاع او ستاينه كوله، خو اوس ورته څرګنده شوه چې نوموړى د كوم هدف لپاره كار كوي.