د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرې له خبرو پیدا کیږي

علم ګل سحر 19.04.2009 10:39

تبصره : راحله نوري

خبرې له خبرو پیدا کیږي))  دلیکوال او شاعر ښاغلي علم ګل سحر د هغه کتاب نوم دی چې په ۱۲۷پاڼو کې د۱۳۸۷ لمریز کال د کب په میاشت کې دختیځې سیمې لیکوالو وژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې لخوا چاپ شوی دی.             
 د متلونو کیسې او معلوماتو دغه کتاب د ماریاصدیقی،راحلې نوري او روښان زرمتي له خوا کمپوز او د چاپ چاری یې سمیع  مفتون او میرویس رحماني پر مخ بیولي.د کتاب په لومړۍ پاڼه کې دخپرندویې ټولنې د لیکوال او د کتاب د محتویاتو په اړه لنډ معلومات لیکل شوي .
    لیکوال دا کتاب د افغانستان ستر فولکلوریست استاد محمد ګل نوري ته چی خپل ټول عمر یې د وطن او خپلې ژبې خدمت ته وقف کړی ډالۍ کړی دی .
     څرنګه چې تاسی پوهیږﺉ متلونه د پښتو شفاهي ادب یوه لویه برخه تشکیلوي او د خلکو له خولې را وتلې هغه سنجول شوې او په زړه پورې جملې دی چې د ولس د تقافت ، علم ، پوهې او د کړو وړو ژوندۍ نمونې ګڼل کیږي.
     په همدی لحاظ د هیواد تکړه او دسترې حوصلې خاوند لیکوال استاد علم ګل سحر دد ی ثروت د ساتلو او خوندیتوب لپاره زیار ایستلی او په یوه مجموعه کې یې دمتلونو دغه په زړه پورې کیسې راټولې کړې دي .
     د متلونو کیسې او معلوماتودغه کتاب (خدای چاری په مدار کړي  بنده نه دی چې تلوار کړي ) په متل پیل شوی او په (هرچاسره پنج خویار اشنا سره نه پنج) متل پای ته رسیدلی دی. په دغه کتاب کې ټولټال د(۸۷ )متلونو کیسې راټولې شوې دي او دځینو متلونو د منځ ته راتلو د سیمې او لاملونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي .
     ددې کتاب ټول متلونه ډیر خوندور او لیکنه یې سلیسه اوروانه ده او ساده ژبه پکی کارول شوې ده ، او د متلونو په اړه چې کوم معلومات ورکړل شوي ډیر په زړه پورې دي.
     ددی کتاب لویه ځانګړنه داده چی ټول متلونه د خپلوکیسواونورومعلوماتو سره بیان شوي اودپښتنو د یوې مشخصې سیمې متلونه ،نه بلکې نږدې د ټولو سیمود متلونوکیسې په دغه کتاب کې راټولې شوې چې کتاب ته یې لاارزښت وربښلی دی.
    تردې دمخه دښاغلي علم ګل سحریوولس کتابونه چاپ او خپاره شوي او نور یې د چاپ په درشل کې دي ، تیرکال د نوموړي لیکوال د متلونو د کیسو یوبل کتاب هم د خوست ولایت د فرهنګیانو خپلواکې ټولنې له خوا چاپ شو.
     دکتاب مینه والو ته ددغه په زړه پورې او ګټور کتاب دمطالعې یادونه کوو او لیکوال ته یې دلازیاتو بریو هیله کوو،چې زموږ د ژبې او ادب د خدمت لپاره ددې لړۍ نور کتابونه هم ولیکي.