د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داستاد اسد آسمایي دیاد کتاب خپریږي

علم ګل سحر 26.07.2010 08:44

دافغانستان دتکړه لیکوال او فیلسوف استاد اسد آسمایي دمړیني دلومړي تلین له رارسیدو سره ددغه استاد په یاد دجوړې شوې لمانځغونډې دمقالو ټولګه د (( خاموش فیلسوف)) په نامه دپکتیا دفرهنګي ټولنې له خوا په راتلونکو څو ورځو کې خپریږي.
دغه په زړه پورې کتاب دهغو مقالو ټولګه ده چې دهیواد لیکوالو داستاد آسمایي دژوند او افکارو په اړه لیکلې دي ، ددغو مقالو یوه برخه تیرکال دعلم وادب دخپراوي ټولنې او قلم نړیوالې ټولنې له خوا داستاد په یاد جوړې شوې غونډه کې لوستل شوې او یو شمیر مقالې یې ځینو محترمو لیکوالو ماته را استولې وې.

په دې کتاب کې ددغو لیکوالو مقالې راغلې دي پوهنوال رسول باوري،استاد نجیب منلی، استاد اسدالله غضنفر،اصف بهاند،پروفیسور عیدالخالق رشید.عبدالغفور لېوال ،محمـدامین بسـمل، څیړندوی محمد نبي صلاحي،جان محمد مخکښ ، نور محمد لاهو، انور وفا سمندر، فاروق فردا،علم ګل سحر ،اسدالله بلهار جلالزى . دغه راز په دې کتاب کې دعلم او ادب دخپراوي ټولنې دخواخوږۍ پیغام،داستاد آسمایي دیوه دوست استاد محمد اسماعیل اکبرپیغام ، د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام، د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام،دافغانانو دکولتوري ټولنې د خواشيني پیغام،دقلم نړیوالې ټولنې دخواخوږۍ پیغامونه هم خپاره سوي دي.

دغه کتاب دپکتیا دفرهنګي ټولنې له خوا داستاد اسد آسمایي دلومړۍ کالیزې او په پکتیا کې دجوړیدونکي ( پکتیا پیژندنې) دسمینار په ویاړ چا پ ته استول شوی اوپه څو راتلونکو ورځو کې به له چاپه راووزي.

دیادولو وړ ده چې دپکتیا کلتوري ټولنه ددغه ولایت دویښو لیکوالوپه تیره دهیواد دتکړه لیکوال او شاعر محمد داوود تپانداو تکړه شاعر او ژورنالست احسان الله مهجور او نورو لیکوالو په هڅو دپکتیا پیژندنې دسمینار په ویاړ په لس ګونو نور ګټور کتابونه هم خپروي.

دپکتیا فرهنګي ټولنه په پام کې لري داستاد اسد آسمایي ټول ناچاپ اثار هم خپاره کړي. له هغو محترمو لیکوالو او داستاد اسد آسمایي له مینه والو اوخواخوږو څخه هیله کیږي چې ددغه قدرمن استاد د مقالو او اثارو په راټولولو کې مرسته وکړي او دهغه مقالې زما دبرښنا لیک په پته را واستوي.

sahar_roman@yahoo.com