د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ قم ځپلی پوهنتون

علم ګل سحر 02.06.2013 15:39

په افغانستان کې د لوړو زده کړو بنسټ د ۱۳۱۱ کال په عقرب میاشت کې د طب فاکولتې په جوړیدو سره کیښودل شو. دغه فاکولته د علی آباد روغتون تر څنګ جوړه شوه په همدې ځمکه کې چې د اعلیحضرت محمد نادر شاه شخصي ځمکه وه، وروسته کابل پوهنتون جوړ شو. دغه ځمکه اعلیحضرت محمد نادر شاه پوهنتون اهدا کړه چې د وطن بچیان پکې لوړې زده کړې وکړي.

د طب فاکولتې لومړنی رئیس یو ترکي ډاکټر رفقی کامل بیگ و. ددې فاکولتې لومړۍ ډله محصیلین اته تنه و چې د کابل ښار له لیسو څخه فارغ شوي وو. له ۱۳۱۷ تر ۱۳۴۸ کلونو پورې په کابل پوهنتون کې بیلابیل پوهنځي تاسیس شول. په ۱۳۵۹ کال کې پکې د شپې برخه هم پیل شوه.

کابل پوهنتون له جوړیدو تر اوسه پورې ډیرې سړې تودې لیدلې دي. دیرښ څلویښت کاله دمخه دغه پوهنتون په سیمه کې یو بې ساری او په نړۍ کې یو معتبر پوهنتون و. په افغانستان کې د کودتایي رژیمونو په راتلو سره په لومړیو کې کابل پوهنتون خپل علمي ارزښت تر ډیره وساته خو سوکه سوکه یې استقلالیت زیانمن شو او د ګوندونو او تنظیمونو ولکه پرې ټینګه شوه.

د ۱۳۷۱ کال د ثور د اتمې نیټې له پیښې وروسته په تنظیمي جګړو کې ډیر زیانونه ورته واوښتل د مختلفو جهادي تنظیمونو ترمنځ د واک پرسر د جګړې ډګر وګرځید. په دې دوره کې پر کابل پوهنتون د راغلیو پیښو او ستونزو په اړه لیکل په دې مقاله کې نه ځایږي یوازې د خپلو خاطراتو له کتاب څخه د ۱۳۷۴ کال د حمل میاشتې د ۱۵ نیټې یوه برخه دلته رانقلوم:

((د۱۳۷۴ کال د وري میاشتې په ۱۵ نیټه کابل پوهنتون له ۳ کلن ځنډ وروسته داسلامي دولت دریس پروفیسور برهان الدین رباني په وینا رسمآ پرانیستل شو،په دې ورځ هغه لوڅ او بربنډ مړي (سپین ږیري، ځوانان، نجونې،ښځې، کوچني ماشومان او ناتولد شوي ماشومان) چې څو ورځې دمخه په کابل پوهنتون کې په یوه ډله ایز قبر کې پیدا شوي وو، دچارواکو له خوا نندارې ! ته وړاندې شول. دغه بې ګناه کسان یا سوځول شوي وو،یا ژوندي په ګور شوي وو، ۴-۴ یا ۶- ۶ تنه مړي په فلزي صندوقونواو الماریو کې ځای پرځای شوي وو په دغه ډله ایز قبر کې زوم اوناوې (ګلان په غاړه) هم لیدل کیدل...))

کابل پوهنتون دا ټولې پیښې په یاد لري. کابل پوهنتون هیر کړي نه دي چې که یو وخت د وخت پاچا ورته خپله شخصي ځمکه ورکړې ده، بل وخت د وخت جمهور ریس پکې د خپل واک لپاره جګړه کړې ده.

کابل پوهنتون اوس بیا د خپل تاریخ یو سخت پړاو تیروي. سره له دې چې افغان ولسمشر یوازې څو ورځې دمخه ددغه پوهنتون د اتیایمې کالیزې د نمانځلو په مراسمو کې پخپله وینا کې وویل چې د ده په ګډون هیڅوک د کابل پوهنتون په چارو کې د لاس وهنې حق نه لري. خو دادی وینو چې نه یوازې دی بلکې د جګړه مارو ډلو مشران هم د پوهنتون په چارو کې لاس وهنه کوي دا خو څه چې ګاونډی هیواد هم په ډیره آساني سره په دې پوهنتون کې مداخلې کوي. له څه مودې راهیسې هڅې کیږي چې د قم مدرسې ځینې په اصطلاح فارغین په دغه پوهنتون کې د استادانو او آن د پوهنځیو د ریسانو په توګه په کار وګومارل شي. د کابل پوهنتون د استادانو په وینا د غذایي اعتصاب تر نامه لاندې ددغه پوهنتون د څو تنو ناکامو محصیلینو او له پوهنتون څخه د باندې د هغوی هم توکمو بغاوت له همدې موضوع راټوکیدلی. چې د یوشمیر ایراني کړیو او له قم څخه د فارغ شویو کسانو له خوا رهبري کیده. دغو محصلینو له اعتصاب وروسته د لوړو زده کړو وزارت او افغان پارلمان ټاکل شوي کمیسیون له څیړنو وروسته ددوی ټولې ادعاوې بې ځایه او ناقانونه وبللې خو د قم لاسونه دومره اوږده وو چې د ټولو موازینو برخلاف دولت د دوی ټولې غوښتنې ومنلې.

دولت ته په کار وه چې هم یې د ټاکل شویو کمیسیونونو څیړنو ته توجه کړې وای او هم یې د پوهنتون استقلالیت تر پښو نه وای لاندې کړی. خو د قم له مداخلې پرته ددې پریکړې لپاره بل کوم دلیل کیدای شي. په همدې ایران کې چې یو استبدادي رژیم هم واکمن دی د پوهنتونونو استقلالیت ته درناوی کیږي. د تهران پوهنتون ریس فرهاد رهبر د ایران د اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد یو مخالف کس دی. احمدي نژاد څو ځله هڅه وکړه چې هغه له کاره ګوښه کړي خو ویې نه شوای کړای. اما دلته په کابل کې د قم تر اغیز لاندې د دولت دوه سلاکار وزیران کولی شي چې د پوهنتون استادان او د پوهنځي ریس د څو تنو زور واکو په غوښتنه له کاره ګوښه کړي.

اوس چې د دولت له خوا د ورغلي پلاوي له خوا د ناقونه پریکړې پرضد د کابل پوهنتون د استادانو او محصیلانو پراخ لاریونه او اعتراضونه روان دي. وګورو چې دولت څه پریکړه کوي. که له یوې خوا څو تنه محصیلان یو قومي حرکت کوي ناقانونه غوښتنې یې منل کیږي بل خوا د کابل پوهنتون نږدې ټول استادان او محصیلین په یوه ملي حرکت سره د استادانو او پوهنتون له حق څخه دفاع کوي. وبه لیدل شي چې دولت د دوی په وینا له دې اشتباه وروسته څه کوي. آیا هغه ناکام محصلین به له پوهنتونه اخراج شي؟ او نور به له خپلو استادانو څخه بخښنه وغواړي او دولت به د پوهنتون ددغو استادانو د حیثیت د اعادې لپاره څه وکړي. وخت به دې ته ځواب ووایي.