د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپل خدمتګاران وپیژنئ د ولس رښتنې استازې

علم ګل سحر 18.06.2013 15:40

د کابل ښار د عامه کتابتون تر څنګ د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د تیر شوي واټ په مخه کې د اماني عالي لیسې ډله زده کوونکي د یوه شین رنګي کرولا موټر په انتظار ولاړ وي، چې د عامو موټرونو پر مخ له دغه بند شوي واټ څخه تیر شي او خپلو درسونو ته هوسا ورسیږي. دغه شین رنګی موټر په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د خلکو د استازې ساهره شریف موټر دی. دا هره ورځ چې له پارلمان څخه خپل کورته ځي پخپل موټر کې د دغې لیسې یوشمیر زده کوونکي له هفت خوان رستم څخه تیروي او خپلې لیسې ته یې رسوي. کله کله د اماني لیسې د زده کوونکو دغه هیله په نهیلي بدله شي د دغې وکیلي د شین رنګي موټر پر ځای د یو بل وکیل یا وکیلې یا هم کوم قوماندان د موټرو قهرجن کتار راشي په چټکۍ تیر شي او دوی یې په دوړو کې پټ شي، په داسې ورځو کې ممکن ساهره شریف له نورو ولایتي محصیلینو یا هم د ولایتونو له سپین ږیرو یا میرمنو سره په کوم وزارت کې ځنډیدلې وي.
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو نه بلکې د افغانستان د خلکو استازې ساهره شریف ته دا مهمه نه ده چې هغه څوک چې ستونزه لري ددې موکلین دي، دې ته یې رایه ورکړې او که نه؟ هر څوک چې ستونزه ولري دا ورسره دولتي ادارو ته ځي او د هغوی ستونزې خپلې ستونزې بولي.
کلونه کیږي چې د کابل ښار د څارندوی مینې د بلاکونو اوسیدونکي له یوې ستونزې سره مخ دي. په کابل ښار د پخوانیو حکومتونو له خوا د جوړو شویو ټولو بلاکونو قبالي ورکړل شوې دي خو ددې بلاکونو د قبالو موضوع اوس هم لا پاتې ده. د څارندوی مینې د بلاکونو اوسیدونکو ډیرې دروازې وټکولې، ډیرو چارواکو او هغو وکیلانو ته چې دوی ورته رایې ورکړې وې خپلې ستونزې بیان کړې خو نتیجه یې ترلاسه نه کړه.
ددې سیمې اوسیدونکي خبر شول چې د افغانستان په پارلمان کې د خلکو داسې استازې هم شته چې د راتلونکو ټاکنو کمپاین ورته مهم نه دی دا ورته مهمه نه ده چې د یوه کار په بدل کې سبا ورته دا خلک رایه ورکړي، بلکې داسې څوک ده چې هر افغان خپل بولي او د ستونزو د حل لپاره یې په رښتیا ځان ستومانه کوي. ساهره شریف د دغو خلکو تر څنګ نه بلکې تر مخ ودریده، هره ورځ یې د دوی ستونزې اړوندو مقاماتو ته وویلې چې اوس یې د هواري هیله پیدا شوې ده. ددغو بلاکونو اوسیدونکي چې د ساهره شریف منډې ترړې ویني حیرانیږي چې څنګه داسې څوک چې نه دوی ورته رایه ورکړې نه هغه په راتلونکي کې له دوی څخه د رایې یا هم بل امتیاز غوښتونکې ده، خو بیا هم تر دوی زیاته د دوی د ستونزو د لیرې کولو لپاره ستړې ده. هغوی ویني چې په اوسنۍ زمانه کې څوک له کوم امتیازه پرته یو قدم هم له چا سره نه اخلي.
د خلکو دغې استازې ته چې کله ټیلیفون کوم تر نورو خبرو د مخه پوښتنه ترې کوم ورته وایم: په غونډه کې یې که منډه کې؟ یعني چې د خبرو لپاره څومره وخت لري؟ هغه تل یا په غونډه کې وي او یا له خلکو سره دلته هلته ستړې وي. غونډې یې هم هسې تشریفاتي غونډې نه وي. یا د ولسي جرګې غونډې وي یا هم د خلکو د خدمت لپاره د ستونزو د حل غونډې او یا علمي، ادبي او فرهنګي غونډې.
هغه ډیرې خبرې نه کوي خو ډیر کار کوي او کار هم د نورو په خاطر د نورو د هوساینې په خاطر کوي، د خلکو د یوې رښتنې استازې ټول صفتونه لري.
دا هغه څوک ده چې تر ځان نور ورته مهم دي دا هغه څوک ده چې دنورو لپاره ژوند کوي، دا هغه څوک ده چې د زر او زور په دې دوران کې د خپلو خلکو او خپل وطن په اړه فکر کوي نه دخپل ځان په باره کې.
ساهره شریف خپلې کورنۍ او اولادونو ځانګړی شوی وخت هم د ولس او وطن په خدمت کې تیروي. له خپلو اولادونو سره په درسونو کې د مرستې پر ځای د خوست او نورو لیرې پرتو ولایتونو د زده کوونکو او محصیلینو ستونزې هواروي. څوک چې خپل ځان او اولاد د نورو د خدمت لپاره هیروي هغه د خدای(ج) تل په یاد وي د محترمې ساهره شریف پر اولادونو خدای دومره وړتیا لورولې ده چې د پوهنتونونو تر ټولو وتلي محصلین دي. ولی الله ځدراڼ په هند کې د حقوقو د برخې لومړۍ درجه محصیل دی چې سږکال به خپلې زده کړې پای ته ورسوي او د خپلو خلکو خدمت ته به ملا وتړي. اتل ځدراڼ پخپل استعداد د هند یوه پوهنتون ته بریالی شو. ښکلا ځدراڼ چې له کوچنیوالي څخه یې لنډې کیسې لیکلې او (زه مې خپل کوچنی زړه چاته ورکړم) کتاب یې ممکن تاسې هم لوستی وي چې تیر کال چاپ شو او ښکلا د کال د غوره لیکوالې جایزه وګټله. ښکلا ځدراڼ یې د کانکور له ازموینې وروسته د خپلې خوښې څانګې ته معرفي نه کړه، دا هم په واسطو پسې ونه ګرځیده اوس په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کوي. باور دی چې د محترمې ساهره شریف اولادونه به څو کاله وروسته ددې وطن وتلي حقوقپوهان وي چې ټول ورباندې ویاړي.
راځﺉ چې محترمه ساهره شریف نوره هم وپیژنو. محترمه ساهره شریف د مولوی محمد کریم لورده چې په ۱۳۴۰ لمریز کال د خوست ولایت د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې زیږیدلې ده . لومړنۍ زده کړې یې په اریانا لیسه کې او د ماسترۍ په کچه زده کړې یې د کابل پوهنتون د ښوونې اوروزنې په پوهنځي کې پای ته رسولې دي .
دولتي اوعلمي دندې :
له ۱۳۶۵ څخه تر ۱۳۷۷ پورې د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي اومسلکي غړې
له ۱۳۷۷ څخه تر ۱۳۸۱ پورې په پیښور کې د ښځو د ټولنې دتحقیقاتي مرکز او د (زن افغان اخبار ) او د خبري اخبار د پښتو برخې دمسوولې او ښوونکې په توګه دندې اجرا کړې دي .
له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۴ پورې په خوست کې دښځو دچارو د رئیسې ، د خوست پوهنتون د استادې ، د ښځو د فرهنګي ټولنې او د ځلا اخبار د موسسې ، په خوست کې د چټکو زده کړو د ټولنیزو چارو دمسوولې او د ملي پیوستون پروګرام د مشورتي بورد د غړې ، د خوست د راډیو د همکارې او په یوناما کې د ښځو د برخې د ولایتي مسوولې په توګه دندې سرته رسولې دي .دغه راز یې د قبرس د سولې په جرګه او د اساسي قانون د تصویبولو په لویه جرګه کې برخه درلوده .
د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۹ کال د پارلماني ټاکنو په نتیجه کې ولسي جرګې ته د وکیلي په توګه وټاکل شوه.
آثار:
په افغانستان کې د مسلکي او حرفوي ښوونځیو تاریخچه (مونوګراف )
د هوتکیانو دورې له پیل نه تر ۱۳۰۷ ل کال پورې په افغانستان کې د ښځو ښوونه او روزنه (دماسترۍ تیزس)
په افغانستان کې د ښځو دښوونې او روزنې تاریخي بهیر (دسرمحقق مرستیال ) علمي رتبې لپاره
په اسلام کې د ښځو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزحقونه.
د ښوونې اوروزنې عمده اصطلاحات (همدغه اثر)
آغلې ساهره شریف له نن څخه دری کاله دمخه له نورو افغان میرمنو سره یو ځای پخپل بې ساري نوښت سره په کابل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر بنسټ کیښود، ددغه بهیر پالل څه آسانه خبره نه وه. هره اوونۍ ادبي غونډې. په غونډو کې کره کتنه، په علمي موضوعاتو او ادبیاتو ګټور لکچرونه، کاري مسایل او مشاعرې. چا چې له میرمن شریف سره ددغه بهیر بنسټ ایښی و له توباندا ساپۍ پرته یوې هم دومره حوصله نه لرله چې دومره اوږده او سخته لاره ووهي.
خو ساهرې شریف له خپلو ټولو بوختیاوو او ستونزو سره سره د افغان میرمنو دغه بهیر وپاله او بري ته یې ورساوه، چې اوس د هغه له برکته د پښتنو ښځینه شاعرانو او لیکوالو شمیر سلګونو ته رسیږي.
د یزید هر سړی خلاف دی مګر دا به ګورو
چې له حسینه سره څو کسه میدان ته رسي
ډیری کسان په اوسنیو شرایطو کې زموږ په بدحالت اوښکې تویوي او دا هیله لري چې ملت راویښ او له تیارو یې راوباسي. خو چې تیارو ته لږ سر ور ښکاره نور په تیارو کې وویني خپله په رڼا کې وي وډار شي او بیرته د نورو فکر له سره وباسي د خپل ځان په فکر کې شي (اول ځان پسې جهان) هغه کار ولې وکړي چې ګټه یې پکې نه وي.
ساهره شریف نه یوازې د میرمن بهیر د غړو په روزنه کې ستړې وي بلکې د هغوی د شخصي او تعلیمي ستونزو په هوارولو کې هم ورسره په ورین تندي کار کوي څوک به فکر و نه کړي چې دا د افغانستان د ولسي جرګې هغه غړې ده چې میرمنو ته د ټاکل شوي معیار له مخې نه بلکې تر هرچا د ډیرو رایو په ګټلو سره وکیله شوې ده. څه موده د مخه میرمن بهیر پریکړه وکړه چې د بهیر د یوې غړې زمزمې نیازۍ چې د ښوونځي زده کوونکې ده، د شعرونو ټولګه چاپ کړي ویې پلوري او له کتاب څخه راغلې پیسې ددغې شاعرې کورنۍ ته وسپاري. ساهره شریف د دې چاپ شوي کتابونه په لاس کې ګرځول او پر وکیلانو یې پلورل. آیا بل وکیل به د بل لپاره داسې وکړي؟
کاشکې زموږ په وطن کې د ساهره شریف غوندې څو نورې داسې میرمنې هم پیدا شي چې تل د خپل وطن او خلکو لپاره کار وکړي، او دا هم په ډاډ سره ویلای شم چې اوس د ساهرې شریف او نورو درنو خویندو د کار او زیار له برکته د همداسې میرمنو شمیر په زیاتیدو دی. انشاالله څه وخت وروسته به موږ اوسنۍ ستونزې ونه لرو.