ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امريکا هوايي ځواک يو بل الوتونکی مشين په الاسکا ايالت کې راغورځولی

واشنګټن- د امريکا چارواکي وايي د يو ايس 22 جنګي الوتکې د جمعې په ورځ يو ناپېژندل شوی الوتونکی اوبجېکټ يا مشين چې د الاسکا د پاسه په الوت و راغورځولی. دا د چين د بيلون يا پوقڼۍ د راغورځولو نه يوه اوونۍ پس بله پېښه ده چې د امريکا په فضا کې شوې ده. د پينټګان وياند بريګيډير جنرل پيټرېک رايډر وايي سايډ وېنډر ميزايل دا مشين ويشتلی چې د يو موټر هومره وجود يې لرلو. د وايټ هاوس وياند جان کېربي وويل مونږ ته معلومه نه ده چې دا د چا دی او دا هم نه ده معلومه چې دې الوتونکي مشين سفر د کوم ځای نه شروع کړو. وايټ هاوس وايي صدر بايډن د مشين د راغورزولو امر کړی و. په څلورمه فيبرورۍ يو بل يو ايس 22 جهاز يو بيلون يا پوقڼۍ په هوا کې ويشتلې وه چې امريکايي چارواکي وايي چين د څار کولو په غرض الوزولې وه چې نزدې يوه اوونۍ په امريکا او د کنېډا په لږه برخه الوتله. چين ويلي دغه پوقڼۍ د موسم د معلومولو او تحقيق د پاره پرېښودې شوې وه خو هواګانو ورله رخ بدل کړی و. ځينې قانون سازانو د بايډن په حکومت نيوکې کړي چې ولې يې د چين بيلون زر تر زره ويشتلی نه دی. د امريکا د پوځ په مشوره پوقڼۍ ويشتلو ته ځکه انتطار شوی و چې يو وار دا د سمندر حدود ته ورسي نو بيا دې راوغورزولی شي چې د ټکړو نه يې چاته څه زيان ونه رسي. پينټاګان او وايټ هاوس د تازه ويشتل شوي مشين په حقله نور تفصيل نه دی ورکړی خو ويلي يې دي دا د چين د پوقڼۍ په نسبت ډېر وړوکی و. دې بې پايلټه الوتونکی مشين په 40,000 فټ اوچتوالي الوت کولو چې ايف 35 جنګي الوتکې په نخښه کړو. چارواکي وايي د مشين ټکړې د امريکا د الاسکا په کنګل سمندر کې غورزېدلي چې د چين د پوقڼۍ په نسبت به په اسانه تر لاسه شي.

11.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

11.02.2023 امریکا غږ

روانه اونۍ افغان کرکټ ملي لوبډله له اماراتو سره لوبې کوي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې روانه اونۍ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له عربي متحده اماراتو سره لوبې کوي. د کرکټ اسیايي شورا په ناسته کې د افغان کرکټ د مشر ګډون او لاسته راړونې. په سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو لوبې. هند او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ. د ښځو ترمنځ د شل اوریز سیالیو نړیوال جام پیل شوی او د سوک وهنې له یوه ځوان لوبغاړي سره مرکه شوې. په خپرونه کې نور مطالب هم شته چې د لاندې لینک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

11.02.2023 ازادي راډیو

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

11.02.2023 امریکا غږ

د امریکا جیټ الوتکې د الاسکا د سواحلو دپاسه یو نه پيژندل شوی څیز له منځه یووړ

د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي د امریکا یوې جیټ الوتکې د ولسمشر جوبایډن بایډن په امر د جمعې په ورځ فبروري ۱۰ (سلواغې ۲۱) د الاسکا د شمالي برخو په فضا کې یو ناپيژندل شوی څیز وویشت او له منځه یووړ.

11.02.2023 امریکا غږ

بلوچستان کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي 

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد په ناکرار سوېل لوېديځ کې د امنيتي ځواکونو يو موټر ته څېرمه د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي. 

11.02.2023 امریکا غږ

خېبرپښتونخوا: بنو کې سبا د امن دپاره د ولسي پاڅون د غونډې تابيا شوې

د خېبرپښتونخوا په بنو سیمه کې سبا د اتوار/يکشنبې په ورځ بیا د امن د پاره د ولسي پاڅون غونډه کیږي او د علاقې خلک وایي د تیرې څه مودې نه د سختې ناامنۍ سره مخ دي او د امن غونډې د لارې ریاستي ادارو ته خپل پېغام رسول غواړي.

11.02.2023 ډیوه

ملت پاله ګوندونو د مريم نواز د هزاره صوبې جوړولو بيان غندلی

د مريم نواز د هزارې صوبې جوړولو بيان ته په خېبرپښتونخوا کې ملت پالو ګوندونو سخت غبرګون ښودلی او دغه بيان یې غندلی دی.

11.02.2023 ډیوه

پنجاب پوليس: په ننکانه کې د قران د سپکاوي په تور نيول شوی کس قهرجنو خلکو په تشدد وژلی

د پاکستان د پنجاب صوبې د ننکانه ضلعې پوليس وايي، د قران د سپکاوي په تور يو تن چې پوليسو نيولی، قهرجن خلک بيا تاڼه ورختلي او تورن تن یې د پوليسو نه تښتولی او په تشدد یې وژلی دی.

11.02.2023 ډیوه

موډيز: پاکستان په بهرنيو پورونو واپس کولو کې له خطرو سره مخ دی

د اقتصادونو د درجه بندۍ نړيوالې ادارې موډيز ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د پاکستان د پور د پروګرام د لوظنامې د وروستو والي له امله په دغه هېواد کې د بهرنيو زېرمو/ يا غېر ملکي زر مبادله د ذخیرې کمېدو له وجې د بهرنيو قرضونو د بيرته ورکولو خطرې نورې سېوا شوي دي.

11.02.2023 ډیوه

د امریکا سفارت: افغان مېرمنې او نجونې په هره کچه د زده کړو حق لري

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت د "ساینس علم کې د ښځو او نجونو نړیوالې ورځې" په مناسبت د افغان نجونو د روباټیک ټېم د حیرانوونکي کار او فعالیت ستاینه کړې ده.

11.02.2023 امریکا غږ

طالبانو افغانستان کې د امریکا غږ په پښتو او دري ویب سایټونو محدودیت ولګاوه

په افغانستان کې په مطبوعاتو او بې پرې خبرونو او معلوماتو ته د افغان ولس په لاسرسي د محدودیتو په لړ کې طالبانو په تازه اقدام کې د امریکا غږ او آزادۍ رادیو پښتو او دري ویب سایټونه بند کړیدي.

11.02.2023 امریکا غږ

لاهور هایکورټ90 ورځو کې دننه دپنجاب اسمبلۍ دانتخاباتو کولو امر کړی

الیکشن کمیشن په صوبو کې دانتخاباتو کولو لپاره دپنجاب اؤ پښتونخوا ګورنرانو نه نیټې هم غوښتي خو ددغو دواړو صوبو ګورنرانو ورته په ځوابي لیکونو کې دهیواد دننه د روان بد اقتصادي اؤ امنیتي وضعیت دلیل ورکړی اؤ سپارښتنه یې کړې ده چې داړونده اړخونو سره په مشوره باید دټاکنو پریکړه وکړی شي

11.02.2023 ډیوه

د ترکي او شام په زلزله کې د مړوکسانو شمېره د 23000 نه زیاته شوې

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ د زلزله ځپلې صوبې ادیامان دوره وکړه او دا خبره یې تسلیم کړه پکار ده حکومت په زلزله ځپلو کې امدادي کارونه زر شروع کړی وی

11.02.2023 ډیوه

"هره ورځ دپارلیمان ملا ته چابک مه نیسئ"دچیف جسټس په ریمارکس سینیټ کې سختې نیوکې شوي

تېره ورځ سپریم کورټ کې دپاکستان داحتساب دملي ادارې نیب په قواننیو کې دترمیمونو په اړه د دوسیې اوریدنې په مهال چیف جسټس عمر عطاءبندیال پخپل ریماکس کې ویلي وؤ دپاکستان په تاریخ کې یوازې یو وزیراعظم راغلی ؤ چې ډير دیانتدار ګڼل کیدو

11.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more