ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبانو بلخ کې د ښځينه مارکېټ د تړلو امر کړی

د بلخ ولایت یو شمېر ښځینه پلورونکي وايي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست دوی ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل پلورنځي وتړي. پښتنه افغان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې پلورنکې ده وايي، د بلخ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کارکوونکي د چهارشنبې په ورځ د دوی پلورنځيو ته ورغلل او امر يې وکړ، چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې باید خپل فعاليتونه ودروي. پښتنې افغان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی دا پلورنځي وتړل شي نو د دې او له دې سره د ۳۵ نورو هغه مېرمنو په دسترخوان خواړه پیدا نه‌شي چې له دې سره کار کوي. نوموړې وايي: "که دا دوکانونه زموږ پر مخ بند شي، باور وکړئ چې یوه ورځ به هم زموږ په دستر خوان ډوډی نه وي. کاش یو نفر زما کور ته راغلی وای او زما کور یې سروې کړی وای او لیدلی وای، زه یو کس نفقه راوړونکی نه‌لرم. تر اوسه دولت زما د خاوند یوه افغانۍ تقاعد نه‌دی راکړی مېړه مې خپله هم ناروغه دی، د وینې سرطان لري، زه هر پنځلس ورځې وروسته ورته وینه اخلم، هیڅ نه پوهېږم څه وکړم، لاره مې ورکه کړې." مېرمن پښتنه وایي، له پنځو کلونو راهيسې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت لري، په پلورنځيو کې یې هم ټول یوازې ښځینه کالي پلورل کېږي او اخیستونکې یې هم ټولې ښځې دي. په همدې حال کې د یو تولیدې شرکت مسوولې سلیمې ازادي راډیو ته وویل، که دغو کسب‌ګرو ښځو فعالیتونه وتړل شي دوی به د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. نوموړې وايي: "که دا ښځې کار ونه‌کړي او یو څه عاید چې دې خیاطۍ او نورو تولیدي کارونه لاسته ورځي ترې واخيستل شي، نو دوی به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي." خو په بلخ ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوی حیدري ازادي راډیو ته وویل، په مزار شریف کې د پلورونکو ښځو د کار د ممانعت په اړه به وروسته معلومات ورکړي. په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله شګوفه کاکړ وایي، اوس‌مهال زرګونه ښځې په افغانستان کې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري خو پر دوی د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب کړي. نوموړې وايي: "د افغانستان په څېر یو هېواد چې څلوېښت کاله یې شهیدان ورکړي او ښځې خپل د کورنۍ سرپرستې دي او زرګونه یتمان او کونډې ښځې لري، ښځو ته د عاید یوازینۍ لاره همدا شخصي فعالیتونه ول خو دا محدودیتونه چې وضع کېږي ورځ په ورځ د ښځو د ژوند ستونزې ډېرېږي." پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ را وروسته دغه ډلې پر افغان مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د مېرمنو او نجونو پر مخ د ښونیزو مرکزونو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، د عالي تحصیلاتو بندول او په غیر حکومتي سازمانونو کې د مېرمنو د کار مخنیوی هغه عمده موارد دي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر افغان مېرمنو وضع کړي دي.

06.01.2023 ازادي راډیو

طالبان ولې پر ښځو محدوديتونه لګوي؟

طالبانو په غیر دولتي ادارو کې پر افغان مېرمنو داسې مهال د کار بندیز لګولي چې اوس مهال افغانان له سخت اقتصادي حالته تېریږي. ددغه حالت د بدلون لپاره څه کول پکار دي او طالبان ولې دغه ډول پرېکړې کوي؟ محمد خاطر پردېس د ښځو له فعالې شایسته صافۍ سره دغه مسله په دې مرکه کې شاربلې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

06.01.2023 ازادي راډیو

د ژغورنې نړيواله کمېټه: ملګري ملتونه دې طالبان چمتو کړي چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي

د ژغورنې نړیواله کمېټه"IRC" وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو ونډه یوه عملیاتي اړتیا ده. دې ادارې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، طالبانو په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار داسې مهال بندیز لګولی چې دا هېواد د لسیزو جګړو او د ژمي سختو شرایطو د بې‌‌ساري اقتصادي سقوط او ویجاړۍ سره مخ کړی دی. د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي"همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، بشپړ خواړه نه‌لري." د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې نا دولتي موسسو کې د ښځو ونډې ته په اشارې لیکي، په ټولو برخو کې د ښځینه کارکوونکو پرته، دوی نه‌شي کولای د هغو کسانو لپاره چې روان بحران سخت ځپلي، اصولي او د اړتیا پر بنسټ مرستې او پروګرامونه وړاندې کړي. دې ادارې چې د طالبانو له‌خوا یې په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپلې چارې ځنډولي خبرداری ورکړی چې د دوی د کارونو پر وړاندې را پورته شوې ننګونې به د ښځو خوندیتوب را کم، له دوی سره جنستي تاوتریخوالي زیات او د ښځو د پیاوړتیا لپاره پلان شوي پروګرامونه له زیان سره مخ کړي. د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، دوی له همدې امله له ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې طالبان په عملي او همغږي توګه وهڅوي، څو نجونو او ښځو ته په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي. له طالبانو مو وپوښتل چې ایا د دې پرېکړې د بدلون امکان شته، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ، مګر وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد له پرېکړې دفاع کړې وه. خو له افغانستان وړاندې د قطر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جنوري په ۴مه نېټه په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار او نورو بندیزونو تفصیلي خبرې کړي. هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه له قحطۍ سره مخ بللي. اوچا په خپله ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی، که د مرستې لپاره سمدستي او دوامداره اقدام و نه‌شي، په ۲۰۲۳ کال کې به ناورین جوړ شي. ملګرو ملتونو سازمان وړاندې ویلي، ۲۸ میلیونه افغانانو هر څه ژر بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو ادارې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څلور نیم میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې، هغه چې پیدا کول یې په یوې خورا ستونزمنې چارې بدل شوي دي.

06.01.2023 ازادي راډیو

باجوړ کې نن امن پاڅون کيږي

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د امن لاريون پاڅون غونډه کيږي، د امن پاڅون لاريون مشران وايي د غونډې هدف د امن غوښتنه ده.

05.01.2023 ډیوه

د موسسې یو چارواکی: طالبانو راته وویل که زموږ لارښونه ونه منئ او ولاړ شئ، وضعیت به نور هم خراب شي

مرسته رسوونکي بنسټونه وایي‌ په افغانستان کې د میرمنو د کار په بندیدو سره اړمنو ته د مهمو مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ شوی او طالبانو ددغې پریکړې د لغوه کیدو په اړه د هغوی غوښتنه نده منلې.

05.01.2023 امریکا غږ

پاکستان: د کرونا څخه دوه تنه مړه شوي، د صحت قامي اداره وايي په ملک کې د کرونا نوی ډول نشته

پاکستان کې د صحت قامي ادارې [اېن ايي اېچ] ويلي، په ملک کې د کرونا څخه دوه تنه مړه شوي او دغه خبرونه يې رد کړي چې ګنې په ملک کې د کرونا کوم نوی ډول مخې ته راغلی دی.

05.01.2023 ډیوه

ټي ټي پي په پنجاب کې د ايي اېس ايي د دوه افسرانو د وژلو زمه واري منلې

تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د پاکستان په پنجاب صوبه کې د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] د دوه افسرانو د وژلو زمه واري منلې ده، ځايي ميډیا وايي د القاعده سره اړونده ډلې هم د دغه پېښې پړه په غاړه په اخستې ده.

05.01.2023 ډیوه

امریکا: واشنګټن د هغو عواقبو په څیړلو بوخت دی چې کیدای شي پر طالبانو عملي شي

متحده ایالات په داسې حال کې په نادولتي سازمانونو کې د طالبانو له خوا د میرمنو پر کار د محدودیتونو تاثیرات څیړي چې واشنګټن وایي د هغې پالیسۍ پر مواردو غور کوي چې ډیر ژر به اعلان شي.

05.01.2023 امریکا غږ

په سومالیا کې په دوو چاودنو کې 35 تنه وژل شوي دي،‌ الشباب ډلې یې ذمه واري منلې ده

واشنګټن ـــــ د افریقایي هېواد سومالیا په مرکزي سیمه کې د چارشنبې- شورو په ورځ پر دوو موټرو بمي چاودنې شوې دي چې د پولیسو په وینا د یوې کورنۍ د اتو غړو په ګډون لږ تر لږه 35 کسان پکې وژل شوي او 40 نور ټپیان شوي دي. د سومالیا د هیرشابیل صوبې د پولیسو مرستیال مشر حسن کافي محمد ابراهیم رویټرز ته ویلي چې په پېښه کې "اکثره وژل شوي عام خلک، ښځې او ماشومان دي." د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې دا چاودنې د مهاس په نوم ښار کې له القاعدې سره تړلې الشباب وسلوالې ډلې کړې دي. د دې ډلې له خوا دا تازه حمله وروسته له هغه شوې چې تېر کال حکومتي ځواکونو او اتحادي قبایلي ملېشو له هغې سیمې د الشاب د یاغیانو په شړلو لاس پورې کړ، چې له اوږدې مودې د دوی په ولکه کې وه. د پولیسو مرستیال مشر محمد ابراهیم وایي، دا دواړه ځانمرګي بریدونه وو، چې د موټرو په وسیله شوي دي، وایي په دې غبرګو چاودنو کې د یوې کورنۍ له نهو غړو یواځې یو ماشوم ژوندی پات شوی دی: "نورو کورنیو هم خپل نیمایي غړي بایللي دي. په دواړو چاودنو د عامو خلکو کورونه هم سوځېدلي او ایره شوي دي." د مهاس ضلعې کمیشنر مومن محمد هالان سرکاري رېډیو ته وویل چې یوې بمي چاودنې د ده کور په نخښه کړی او بل یې د وفاقي پارلمان د غړي کور ته نیژدې چاودلی دی. د الشباب وسلوالې ډلې د رسنیو دفتر په یوه بیان کې د دواړو چاودنو ذمه واري پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې ځانمرګو بریدګرو یې "مرتد ملېشه او پوځیان" په نخښه کړي او دعوه یې کړې چې 87 تنه یې وژلي دي. رویټرز وایي الشباب ډله اکثر تر خپلو بریدونو وروسته د ځایي چارواکو او اوسېدونکو په نسبت په پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر زیات یادوي. الشباب ډله له 2007م کال راهیسې د سومالیا د حکومت خلاف بغاوت کوي. له تېر کال راهیسې حکومتي ځواکونو د دې ډلې په ضد پراخ عملیات کړي او ډېرې سیمې یې ترې پاکې کړې دي. خو د حکومتي ځواکونو له بریدونو سره سره الشباب په وروستیو میاشتو کې په پایتخت موګادیشو کې له حکومتي ودانیو او هوټلونو سره سره پر نورو ځایونو هم پرله پسې بریدونه کړي دي. د الشباب ډلې وسلوالو فعالیتونو سومالیا ته د نړیوالو مرستو رسول هم محدود کړي دي، چې له کبله یې په څلورو لسیزو کې د افریقې تر ټولو بدې وچکالۍ د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

05.01.2023 ډیوه

پاکستاني طالبانو د هغه هیواد د دوو استخباراتي چارواکو د وژل کیدو مسولیت پر غاړه واخیست

د تحریک طالبان پاکستان ډلې د چهار شنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومي ۱۴) د پاکستان د استخباراتي ادارې "آی اس آی" د دوو لوړ رتبه چارواکو د وژل کیدو مسولیت پر غاړه واخیست.

05.01.2023 امریکا غږ

پاکستاني طالبانو د پاکستان مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند په خلاف د بریدونو خبرداری ورکړی

اسلام اباد ــــ کالعدم تحريک طالبان پاکستان خبرداری ورکړی چې ايتلافي حکومت کې شامل د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند پر ضد عملياتو کولو باندې غور کوي او ورسره یې دړکه هم ورکړې که چېرې دغه دوه ګوندونه په خپل دريځ ولاړ وي او "د پوځ غلامي کوي د دوى غړي به په نخښه کوي". تحريک طالبان پاکستان د شورو- چارشنبې په ورځ يو تازه بيان کې نيغ په نيغه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بټو زرداري ته دړکه ورکړې او ويلي یې دي چې شهباز شريف او بلاول بټو "د امريکې د خوشالولو لپاره د ټي ټي پي پر ضد د جنګ اعلان کړی دی". ټي ټي پي پخپل بیان کې له عامو خلکو غوښتي چې د حکومت داسې د سر کسانو ته "له نیژدې اوسېدلو دې ډډه وکړي"، په بیان کې ویل چې د مذهبي ګوندونو په خلاف د "ټي ټي پي په پالیسۍ کې ګنجایش نه شته، خو وایي: "خو له تاسې هم غواړو چې زموږ په خلاف له کېدونکو هلو ځلو څخه پرهېز وکړئ". قامپاله ګوند عوامي نېشنل پارټي د پخوا نه د ټي ټي پي په "هدفي فهرست" کې ده او د ګوند د مشرانو د وينا ترمخه نزدې 1200 مشران او ملګري يې د ترهګرې ډلې د بريدونو ښکار شوي او وژل شوي دي. څېړونکي د ټي ټي پي له خوا دا ډول دړکې يو سياسي بيان بولي او وایي دوى داسې نه ګڼي چې په دا قسمه دړکو سره به دا وسلواله ډله د هيواد مرکزي سياسي قيادت د دوى پر ضد د روانو عملياتو څخه ودروي. وى او اې ډيوه سره خبرو کې څېړونکى او د پوځ يو پخوانى بريګېډیر سعد محمد وويل، "ټي ټي پي دا رقم بيانونه ځکه ورکوي چې د دوى پر ضد عمليات روان دي او دوى غواړي د پي ډي ايم سياسي قيادت کې ويره ترهه خوره کړي". د يوې پوښتنې په ځواب کې بريګېډیر سعد محمد زياته کړه،‌ سياسي قيادت ته خطرې خو به وي خو وایي "زه نه وينم دا رقم دړکې به په دې ګوندونو باندې په راتلونکو ټاکنو کې څه اغېز ولري". روانه اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې په هيواد کې بيا را اوچتېدونکې ترهګرۍ ته به سخت ځواب ووایي او دا به په هيڅ ډول و نه زغمي. د ملي امنیت د کمېټۍ د غونډې وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف پخپل يو ټويټ کي ويلي وو، غونډې ژمنه څرګنده کړې چې د هيواد څخه هر قسمه ترهګري به له بېخه وباسي او د پاکستان په يو يو انچ ځمکه به رياستي عملداري يقيني کوي. د پاکستان پييلز ګوند مشر او خاجه وزير بلاول بټو زرداري هم تېره مياشت د امريکا د سفر په مهال تحريک طالبان پاکستان د پاکستان لپاره ' سره کرښه' ګڼلې وه او ويلي یې وو چې د ټي ټي پي پر ضد به سخت عمليات کېږي. د مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند له خوا تر دې دمه د تحریک طالبان پاکستان تازه خبرداري ته څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی  خو د پيپلز ګوند يو مشر  فيصل کريم کونډي وي او اې ډيوه ته وويل: "موږ وړاندې هم د پاکستان خدمت کړی او اوس به یې هم کوو او هر هغه خلکو سره خبرو ته تيار يو چې امن غواړي او په جمهوريت يقين ساتي". نوموړي ويلي د پيپلز ګوند د مشرانو په جينز يا خټه کې ويره نشته، وایي بلاول بټو څه عمران خان نه دی چې «يوټرن» به واخلي يا د خپل دريځ نه به په شا شي. کونډي زياته کړه، "دا رقم دړکې موږ د خپل مقصد څخه نه شي منع کولای". بل خوا د کورنیو چارو مرکزي وزير رانا ثنا الله ويلي، د تحريک طالبان پاکستان سره د امن د خبرو اترو يواځينی او وړومبی شرط دا دی چې طالبان به وسله ږدي، ايين او قانون به مني نو هله به خبرې کيږي.

04.01.2023 ډیوه

د بشري حقونو تنظیم «رواداري»: طالبانو د واک په لومړیو پینځلسو میاشتو کې 533 کسان وژلي دي

واشنګټن ـــــ د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یو نوي سازمان پخپل تازه رپوټ کې ویلي، طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د تېر کال تر نومبر میاشتې پورې په پینځلسو میاشتو کې په افغانستان کې 533 ولسي خلک، د مخکیني حکومت پوځیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي. طالبانو لا د دې رپوټ په اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کال یې د ملګرو ملتونو هغه رپوټ رد کړی وو،‌ چې ویلي یې وو طالبانو شاوخوا سل کسان په غیرعدالتي توګه وژلي دي. له ملګرو ملتونو وروسته د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوه تنظیم هم د طالبانو‌ پر حکومت تور لګولی چې پخپله دویمه واکمنۍ کې یې په سلګونو کسان په غیرعدالتي توګه وژلي او ټپیان کړي دي. دې تنظیم خپل رپوټ پرون د جنورۍ پر څلورمه خپور کړی چې وایي‌ دوی د افغانستان په کندهار، پنجشېر، ننګرهار، سرپل او نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د خپلسرو وژنو په اړه پلټنې کړې دي. وایي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د 2021 کال د اګست له 15مې د 2022م کال تر نومبر پورې ټول 533 تنه د طالبانو د ځواکونو او ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي دي، چې وایي په هغوی کې ملکي وګړي، د تېر حکومت پوځیان، د سلفي مسلک پلویان، د «ملي مقاومت جبهې» غړي او نور د طالبانو مخالفین شامل دي. رپوټ وايي په دغه پینځلس میاشتنۍ موده کې 320 تنه په کندهار، 113په پنجشیر، 101 کسان په ننګرهار او نور په سرپل کې وژل شوي دي، خو وایي په نورو ولایتونو کې هم دا ډول پېښې شوې دي. دې تنظیم پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي رپوټ کې ویلي: "د رواداري بنسټ موندنې ښيي چې په تېرو پینځلسو میاشتو کې د بشر حقونو سرغړونې، په عامه بڼه د ژوند د حق سرغړونې او په ځانګړي ډول له محاکمې پرته وژنې مخ په زياتېدو وې". «رواداري» سازمان وايي، په کندهار کې د اوو ښځو او لسو ماشومانو په ګډون 320 تنه په هدفي او غیرعدالتي توګه وژل شوي او د 12 ښځو او پینځو ماشومانو په ګډون 95 تنه ټپیان شوي دي. رپوټ وایي په وژل شویو کسانو کې 23 تنه د مخکیني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو، پولیسو او استخباراتي ادارې ملي امنیت کارکوونکي وو. دا سازمان وايي د دغو وژنو د سببونو او انګیزو په اړه یې کافي معلومات نه دي ترلاسه کړي خو وايي د پېښو په اړه د طالبانو له لوري د تحقیقاتو نه تر سره کول د پوښتنې وړ دي. «رواداري» تنظیم وایي په ننګرهار کې هم تر سل زیات کسان په مروز او غیرعدالتي توګه وژل شوي دي. وایي په وژل شویو کې 70 تنه له داعش خراسان ډلې سره د تړاو په تور وژل شوي دي. په رپوټ کې لیکل شوي: "[په ننګرهار کې] د دوو ښځو په ګډون 13 تنه په مرموز ډول د نامعلوم سبب له کبله وژل شوي دي، چې پینځه دیني عالمان، اته تنه د مخکیني حکومت کارکوونکي، درې مدني فعالان او یو خبریال هم پکې شامل دي". «رواداري» تنظیم له افغانستانه بهر فعالیت کوي، چې مشره یې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیشن مخکینۍ مشره شهرزاد اکبر ده. مېرمن اکبر د چارشنبې- شورو په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د طالبانو له واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې د هدفي او بې عدالته وژنو لړۍ د ناامنۍ، ګواښ او ډار نوی احساس خپور کړ، چې هغه د پخوانیو امنیتي کسانو، مخالفینو، تسلیم شویو کسانو، بندیانو او نورو ملکي وګړو وژل دي". د «رواداري» د رپوټ له مخې په پنجشیر ولایت کې هم د احمد مسعود د ډلې «د ملي مقاومت د جبهې» 63 تنه غړي تر نیول کېدو او تسلیمېدو وروسته له عدالت پرته وژل شوي دي. وایي 50 تنه نور له «مقاومت جبهې» سره د اړیکو په تور هم نیول شوي او وژل شوي دي. د بشري حقونو لپاره کارکوونکي دې تنظیم دا ټولې پېښې د بشري حقونو خلاف او سرغړونې بللې دي او ویلي یې دي چې د طالبانو له راتک وروسته د افغانانو بشري او مدني حقونه تر پښو لاندې شوي دي او د مخنیوي لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی. طالبانو لا د دغه رپوټ په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د خپلسرو او غیرعدالتي وژنو په اړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نورو نړیوالو سازمانونو رپوټونه بې بنیاده بللي او رد کړي وو. ملګرو ملتونو د 2022م کال په پیل کې پخپل یو رپوټ کې ویلي وو، چې طالبانو هغه شاوخوا 100  تنه په غیرعدالتي توګه وژلي چې د افغانستان د مخکیني حکومت کارکوونکي، د امنیتي ځواکونو غړي او یا هغه افغانان وو چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی وو.

04.01.2023 ډیوه

امریکا په کیوبا کې خپلې کونسلي چارې بیا پيل کړې 

د امریکا متحدو ایالتونو په کیوبا کې نن چهارشنبه جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) خپلې کونسلي چارې بېرته پرانسیتې. 

04.01.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

04.01.2023 امریکا غږ

په امریکا کې په لومړي ځل یو 'نر ښځی اعدام' شو

د امریکا په متحدو ایالتونو کې چارواکي وايي د میسوري په ایالت کې یې په مرګ محکوم یو نرښځی «دایمبر میکلالن» اعدام کړی دی.

04.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more