ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان او پاکستان د «ترانس افغانستان» د اورګاډي د پټلۍ په پروژې غږېدلي 

د طالبانو حکومت وايي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د «ترانس افغانستان» د اورګاډي د پټلۍ جوړولو په اړه خبرې کړي دي. 

04.01.2023 امریکا غږ

طالبانو په ۱۵ میاشتو کې څه باندې ۶۳۰ تنه وژلي دي - راپور 

د «رواداري» په نوم یو سازمان وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې ۶۳۳ ولسي خلک، د مخکني حکومت نظامیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي.

04.01.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

04.01.2023 امریکا غږ

ما کله هم نه دي ويلي په افغانستان کې دننه به اهداف په نخښه کوو: رانا ثنأ الله

‎واشنګټن - د پاکستان د داخله چارو وزير رانا ثناالله د خپلې خبرې په شا شوی او په اسلام اباد کې يې يو خبري کنفرنس ته ويلي، ده کله هم دا نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه به هغه اهداف په نخښه کړي د کومو نه چې پاکستان ته خطره پېښه ده. ‎د دې نه وړاندې د رانا ثناالله په حواله په ميډيا کې خبر خور شوی و چې که چرې افغان طالبانو په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانه خستل نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي. ‎د رانا ثنالله په بيان د افغان طالبانو د حکومت وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکي ويناګانو نه ډډه وکړي ګني طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري. د اسلام اباد د پوليس د مشر اکبر ناصر خان سره په ګډ خبري کانفرنس کې رانا ثناالله وويل د تحريک طالبان پاکستان سره د امن د خبرو اتر يواځينی او وړومبی شرط دا دی چې طالبان به وسله ږدي، ايين او قانون به مني نو هله به خبرې کيږي. رانا ثناالله دا دعوه هم وکړه چې د تحريک طالبان پاکستان هغه غړي يې نيولي چا چې د سوشل ميډيا د لارې دړکه ورکړې وه چې د پاکستان په پارلمان به حملې کوي. تحريک طالبان په يو تازه بيان کې دا هم ويلي د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند غړي به هم په نخښه کوي. قامپاله ګوند عوامي نيشنل پارټي د پخوا نه د ټي ټي پي په هېټ لېسټ ده او د ګوند د مشرانو د وينا ترمخه نزدې 1200 مشران او ملګري يې د ترهګرې ډلې د بريدونو ښکار شوي او وژل شوي. د پېښور ارمي پبلک سکول د يو نيم سل نه زيات ماشومانو، استاذانو او نورې عملې د وژلو ذمه واري ټي ټي پي منلې وه خو د طالبانو پخوانی وياند احسان الله احسان د پاکستاني استخباراتي ادارو د ولقې نه سره د خپلې کورنۍ په حفاظت کې وتلی و. د وي او ای اردو سروس د خبر ترمخه د خارجه چارو وزير ويلي د قامي سلامتيا کميټۍ په غونډه کې د ترهګرو خلاف د صفر زغم کولو پرېکړه شوې او په دې لړ کې به هره يوه صوبايي د ترهګرۍ ضد څانګه نوره مظبوطولی شي. هغه وويل په پارلمان د حملې کولو دړکه ورکونکي دانيال او زبير د نيولو وروستو د اوه ورځو په ريمانډ متعلقه ادارو ته حواله کړل شوي. رانا ثناالله په ساهېوال کې د ترهګرۍ ضد ادارې د دوه افسرانو وژنه غټ زيان بللی او ويلي يې دي وژل شوي ډاېرېکټر صادق د ترهګرو خلاف يو شمېر کامياب اپرېشنونه کړي وو.

04.01.2023 ډیوه

د تهران پوهنتون د افغان نجونو د قبولۍ 'بودیجه پنځه برابره زیاته' کړه 

د ایران د تهران پوهنتون مشر محمد مقیمي وايي چې چمتو دي هغه افغان نجونې په پوهنتون کې ومني چې په خپل هېواد کې له زده کړو پاتې دي. 

04.01.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي

د ازادي راډيويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي دي. د کتابونو د چاپ دغه ټکنۍ شوې چارې څرنګه بېرته غوړېدای شي؟ په دې ادبي مجله کې هم نقد شته او هم شعر. په خپرونه کې له داسې چا سره خبرې شوي چې د ملي هندارې کیسې یې له یاده زده کړې دي. په مجله کې د سندرغاړي فرهاد غفور له نویو هنري هڅو هم خبرېږئ: د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

04.01.2023 ازادي راډیو

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.01.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

04.01.2023 امریکا غږ

پاکستاني طالبانو د دغه هېواد په سیاسي مشرتابه باندې د بریدونو ګواښ وکړ 

«تحریک طالبان پاکستان» نن چهارشنبه جنوري څلورمه (مرغومې ۱۴) په یوې اعلامیې کې د پاکستان حکومت په سیاسي مشرتابه باندې د تازه بریدونو د کولو ګواښ کړی دی.

04.01.2023 امریکا غږ

امریکا کې په وړومبي ځل نرښځي ته دمرګ سزا ورکړل شوې ده

دخبري شبکې ایسوسي ایټډ پریس له مخې دامریکې په میسوري ایالت کې دنهې یا سه شنبې په ورځ دایمبر میکلالن په نوم 49 کلن نرښځي ته د زهرو ستن وهل شوې اؤ وژل شوی دی. په ایمبر تور ؤ چې کال 2003م کې یې خپله پخوانۍ معشوقه یا ګرل فرینډ مسسیپي وژلی وه اؤ بیا یې دهغه مړی په سیند لاهو کړی ؤ. دهغه له نیول کیدو وروسته محکمه کې پرهغه جرم ثابت شوی ؤ اؤ دمرګ سزا ورته اورول شوې وه. ایمبر دمیسوري ګورنر ته دخپلې سزا پرضد د رحم اپیل کړی ؤ خو ګورنر دسه شنبې په ورځ دغه اپیل مسترد کړی ؤ. د رحم داپیل مسترد کیدو نه وروسته ایمبر ته د زهرو ستن وهل شوې اؤ له ستنې وهل کیدو څو دقیقې وروسته دهغه دمرګ پخلی شوی دی. ایمبر پخپل وروستي لیکلي بیان کې ویلي وؤ "ما چې هرڅه کړي،پرهغې بخښنه غواړم،زه ډیره مینه ناکه اؤ دخلکو خیال ساتونکی شخصیت یم" دامریکې دانصاف دڅانګې یا بیورو اف جسټس د شمیرو له مخې دا مهال شاوخوا 3200 نرښځیان دهیواد په بیلا بیلو زندانونو کې بندي دي. دکال 2022 په مهال امریکې د18 کسانو دمرګ په سزا عمل شوی دی. دامریکې په ځېنو ریاستونو کې دمرګ په سزا بندیز دی خو په ځېنو ریاستونو کې بیا دجرمونو په ثابتېدو دمرګ سزاګانې ورکول کیږي. دا مهال هم د میسوري ریاست په زندان کې لیونرډ ټيلر دخپل مرګ دسزا عملي کیدو ته شپې ورځې شمیري ځکه چې دخپلې ګرل فرینډ اؤ دریوؤ اولادونو د وژنې په جرم کې دهغه دمرګ دسزا عملي کولو لپاره اوومه فروري ټاکل شوې ده. دمرګ دسزاګانو دمعلوماتو دمرکز دشمیرو له مخې په 70مه لسیزه کې دمرګ دسزاګانو بحالیدو نه راپدیخوا په امریکا کې 1558 کسانو ته دمرګ سزاګانې ورکړل شوي دي (د وي او ای اردو په مننه)

04.01.2023 ډیوه

ډیره اسماعیل خان کې دپولیو ټیمونو په ساتنه مامورو پولیسو باندې بریدونه شوي

دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلعه کې د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور پولیس عسکرو باندې بیلا بیل ترهګریز بریدنه شوي چې پکې یو پولیس عسکر ژوبل شوی خو برید کوونکي له بریده ورسته روغ وتلي دي. پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي دا بریدونه نن د چار شنبې په ورځ غرمه مهال د ښار توصیف اباد او کلاچي سیمو کې هغه مهال شوي دي چې د پولیسو عسکر د پولیو ټیمونو په ساتنه مامور وو. د پولیسو په بیان کې ویل شوي لومړی ترهګرو د ښار توصیف اباد سیمه کې د پولیو ټیمونو په ساتنه په مامورو پولیسو ډزې کړي خو کومه مرګ ژوبله پکې نه ده اوښتې . پولیسو ویلي بله پېښه د ښار نه 40 کلومیتره لرې کلاچي سیمه کې هغه مهال رامینځ ته شوې چې د پولیو د ډلو ساتنې له ډیوټي کولو وروسته پولیس عسکر په یو بس کې واپس روان وو. پولیس وایي په دغه مهال په بس نامالومو وسله والو ډزې کړي چې پکې یو پولیس اهلکار ریاض ژوبل شوی اؤ په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی دی. په کلاچۍ کې دترسره شوي دې برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده. د ډیره اسماعیل خان دضلعي مرکزي روغتون یو ډاکټر ادریس بیټني وي او ای ډیوه ته وویل د ژوبل شوي عسکر عملیات ترسره شوي اؤ له عملیاتو وروسته ایي سي یو ته منتقل کړل شوی دی. پولیس وایي علاقې ته نور پولیس او پوځي سرتیري لیږل شوي ټوله علاقه یې په ګیره کې اخستې او د لټونې عملیات یې پېل کړي دي . په خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په پولیو ضد څاڅکو ورکوونکو ټیمونو اؤ دهغوئ په ساتونکو پولیسو وسله والو بریدونه کړي چې پکې ګڼ شمیر مامورین اؤ پولیس وژل شوي دي.

04.01.2023 ډیوه

د چین نه د پاکستان لخوا د اضافه قرضې اخیستو په سر اندېښنې ښودل شوي دي

د برتانيي ورځپانړى فاينينشل ټایمز کې خپور شوى رپوټ کې د معاشي بحران سره مخ د پاکستان د حکومت له خوا د اور ګاډي پټلى يا پروژى ML 1 لپاره د چين د نه د نور لس اربه ډالر قرضى اخستو په پريکړه اندېښنې ښودلى شوي او د معاشي چارو څيړونکې هم د پاکستان د حکومت په دغه پريکړه ټکونه کوي. تېر (۲۰۲۲) کال نومبر مياشت کې د چين د دورې په وخت د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د چين صدر شي جن پېنګ، په اېم ايل ون پروژى باندى کار پيل کيدو پخلى کړىدی. د ايم ايل ون د لاندې د کراچې نه تر پيښور پورې د انګريز د دور راهېسې غځيدلې ١٧٠٠ کلوميټره رېل پټلۍ دوه ګوني کولو او ريلوې سټيشنو باندې جديد مخابراتي نظام په ځاى کولو منصوبې شامله دي چې په نتیجه کې به یې د ريل رفتار په يو ساعت کې ١٦٠ کلوميټره ته رسي. د بر تانيي ورځپاڼې فایننشیل ټایمز کې د یو خپور شوي رپوټ ترمخه پاکستان د دې پروژى لپاره د چين څخه نور لس اربه ډالر قرضى اخستو پريکړه کړى ده. رپوټ وايي د وړاندې نه د چين او نړېوال مالياتي ادارو پاکستان باندې د ١٠٠ اربه ډالر نه زياتې قرضى ورپورې دي او د مرکزي بينک ذخيره د ٦ اربه ډالر نه راکوزه شوې چې له امله د پاکستان حکومت د ديواليه کيدو د خطر سره مخ دى. د تجارت پخواني وزير محمد زبير فاېنينشل ټاٸمز ته ويلي د پاکستان حکومت په دې معامله د غلط بيانۍ نه کار اخلي او ريښتيا نه وايي. وي او اې ډيوه سره خبرو کې محمد زبير ايم ايل ون پروژه راتلونکي کي د پاکستان د معيشت لپاره ګټور ثابتيدلو پخلى وکړ خو ورسره ېې د ځینو معاملاتو په سر سپيناوى هم لازم وبله. هغه وويل ريلوې د اقتصادي پرمختيا د اډانې مهمه برخه ده او دا تجارت سره عام اولس تګ راتګ کې هم ډير لوى کردار لري. خو د ډاکټر زبير په خبره دا وخت که د پاکستان حکومت دى پروژه کې سنجيده وي نو کتلى کيږي به چې د دى د کاميابى لپاره حکومت څومره fiscal space جوړوي يا اخراجات کې کمې راولي. نوموړي وويل بل به کتل وي چې چين د پروژى لپاره په کومو شرطونو پاکستان ته قرضه ورکوي او دا د پاکستان له خوا وړاندى نه اخستلى شوې قرضو د شرطونو په مقابله کې څنګه بدل  دي. ډاکټر زبیر زياته کړه چې پاکستان به دې پروژې نه پخپلې کرنسۍ کې آمدن کوي خو د قرضى په بدل کې سود او پاتې رقم به چين ته  که ډالر کې ورکول وي نو بيا به هم  دا د ملکي معیشت لپاره زياني وي. فاينينشل ټايمز سره خبرو کې د پرمختيا وزير احسن اقبال د Ml1 پروژى دفاع کې دريځ خپل کړى که دا عملي نه شوه نو د پاکستان ريلوې نظام څه وخت هم ناکاره کيدلى شي. مطبوعاتي رپوټونو ترمخه پاکستان د ايم ايل ون پروژى ٩٠ فيصدي برخى لپاره د چين څخه په يو فيصدي سود او ډالر کى قرضه غواړي خو چين د قرضى لپاره دوه اعشاريه اته فيصدي شرط ايښى دى. د معاشي چارو بل يو څيړونکى او د ايف بي آر پخوانى مشر ډاکټر ارشاد په دغه شرح سره سود د پاکستان په معيشت لوى بار ګڼي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړى ګرده نړۍ کې په فيصدي سود باندى قرضى ته مناسب يا نرم سود ويلي کيږي خو که دا د دوه فيصدي يا دې نه هم زياتیږي نو بيا د پاکستان لپاره زياني ده. د پرمختيا مرکزي وزير احسن اقبال فاېنينشل ټاٸمز سره خبرو کې د ايم ايل ون پروژى لپاره د چين نه د قرضى اخستو پخلى کړى دی. هغه دعوه کړى دا قرضه به رعايتي نرخونو باندى وي او پاکستان به پابنده وي راتلونکي ٢٠ نه ٢٥ کاله کى دا چين ته بيرته ورکړي خو احسن اقبال په قرضى د سود يادى سره تړلى معاملات نور تفصيلات ويلو نه ډډه کړى ده.

04.01.2023 ډیوه

افریقا کې د سمندر د سطحې لوړېدو او سیلابونو خطر خلک اندېښمن کړي

د افریقا د ستراټيژیکو مطالعاتو مرکز وايي چې د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې د سمندر د سطحې د لوړیدو له امله په ساحلي سیمو کې د سیلابونو راوتلو اندېښنې زیاتې شوي دي. کارپوهان وايي چې دا حالت به نه یوازې د افریقا بلکې د نړۍ نورې برخې هم زیانمنې کړي. 

04.01.2023 امریکا غږ

د امریکا د استازو جرګه د خپل رئیس په ټاکلو کې پاتې راغله

د متحده ایالاتو د استازو جرګه د سه شنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومي ۱۳) د دې جرګې د رئیس په ټاکلو کې وروسته له هغه پاتې راغله چې د محافظه کارو غړو یوې ډلې د ریاست جمهوري غوښتونکي نوماند کیون مک کارتي ته د رایې ورکولو په درې پړاوونو کې منفي رایې ورکړې.

04.01.2023 امریکا غږ

برطانیه وایي، د روس په پوځیانو خونړي برید کې زیاتره روسي عسکر ممکن پخپلو بارودو مړه شوي اوسي

واشنګټن  - د برطانيې د دفاع وزارت د شورو په ورځ ويلي د روس د ولقې لاندې د يوکرېن په مشرقي ښار کې په روسي پوځ بريد کې زيات زيان د روس د خپلې وسلې د لاسه شوی. د روس د ولقې لاندې د يوکرېن په مکيفکا ښار کې د روس په پوځ د دغه خونړي بريد د زيان په اړه د برطانيې د دفاع وزارت پخپلو څرګندونو کې ويلي داسې قوي امکان دی چې په روسي پوځونو خپله وسله او بارود هم ډزېدلې وي، او زياتوي روسي پوځ د خپلې وسلې په حفاظت سره په سنبالښت کې اکثره بې غوري کوي. د دې نه وړاندې د روس د دفاع وزارت ويلي وو، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د دوی په پوځيانو شوي بريد لوی علت  د هغوی د موباېل ټېلي فونونو استعمال و،‌ چې وايي دښمن په آسانۍ سره د هغوي معلومات اوکړل او بريد يې اوکړو. د فرانس خبري اېجنسۍ  وايي، د روس  لفټنټ جنرل سرګۍ سېوريو کوف په يو وېډيو پېغام کې ويلي په دغه بريد کې د روس د وژل شوو پوځيانو شمېره د ۶۳ نه ۸۹ نه رسېدلې ده او ويره يې ښودلې چې کېدی شي‌ د ملبې لاندې اوس هم د ډېرو پوځيانو مړي ګېر وي. د روس د دفاع وزارت ويلي، په جنګي سنګر کې پوځ ته د موباېل فون اجازت نه و خو د  دوي پوځيانو د موباېل فون په استعمال دښمن ته د دوي نښه پته په ډاګه کړه. نوموړي ويلي، د دغې پېښې د معلوماتو د پاره يې کمېشن جوړ کړی. د روس پوځ په مکيوکا ښار کې په يو سکول کې پوځي مرکز جوړ کړی وو چې رپوټونه وايي په لوی مقدار کې يې پکې وسله هم جمع کړې وه. د يوکرېن پوځ‌ په دغه سکول د بريد ذمه واري قبوله کړې ده. د روس دفاعي څيړونکي وايي په دغه مرکز کې روس زياتره نوي پوځيان ګمارلي وو او د سکول دغه وداني چرته چې د روس پوځ دېره و، پوره محفوظه هم نه وه. په د غه بريد کې د وژل شوي کسانو په ياد کې د سمارا په ولګه سيمه کې په ګڼ شمېر کې ماتم کونکي راجمه شوي وو او د خپلو وژل شو خپلوانو په ياد کې يې ماتم کولو. بلخوا د يوکرېن صدر ولودیمیر زېلنسکي ويلي، هغوی ته د خپلې دفاع د پاره د نورې وسلې ضرورت دی، چې  د روس پوځونه په شا اوتنبوي.

04.01.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more