ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

12.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

12.02.2023 امریکا غږ

د پاریس د دوبي د المپیک سیالیو کې د روسي او اوکرایني وزرشکارانو په ګډون ناندرې 

د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ وایي، سازمان یې د تاریخ په غلط اړخ کې نه دی، چې غواړي له روسي او بیلاروسیانو ورزشکارانو سره مرسته وکړي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس لوبو لپاره خپله وړتیا وښیي.  

12.02.2023 امریکا غږ

ترکیه او سوریه کې زلزلې؛ د مړو شمېر تر ۲۸زرو واوښت؛ ملګري ملتونه وايي تر دې زیات دي

په ترکیې او سوریې کې د تېر اونۍ د زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ۲۸۰۰۰ اوښتی دی او ژغورونکي لا هم هڅه کوي چې تر کنډوالو لاندې اېسار خلک راوباسي.

12.02.2023 امریکا غږ

په بنو کې د امن دپاره د "اولسي پاڅون" احتجاجي غونډه وشوه

په بنو کې د امن د خرابېدو او په وسایلو د واک ترلاسه کولو لپاره د "بنو ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي غونډه شوې چې په کې د سیاسي او غیرسیاسي ګوندونو په زرګونو خلکو ګډون کړی دی. د غونډې پرمهال احتجاج کوونکو سپين او تور بيرغونه پورته کړي وو او په علاقه کې یې د امن غوښتنه کوله. غونډې ته د وینا پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې پښتانه د مذهبي او سیاسي ګوندونو په نوم ویشل شوي چې له امله یې قامي فکر محدود شوی دی، خو که د ناامنۍ پر وړاندې مبارزه همداسې روانه وي، د بې امنۍ لامل جوړ شوي عناصر به پخپله د سیمې په پریښودلو مجبور شي. منظور پشتین د ناامنۍ تور د پاکستان په پوځ او حکومت پورې کوي خو پوځ وایي په خپله د ناامنۍ ښکار دی چې په کې د ګڼ شمېر عسکرو په تاوان یې وسله والو ته پراخه ضربونه لګولي دي. پښتین ویلي: "د پښتنو کلتور، تاریخ، دود او دستور خوندي نه دی چې د ملي یووالي یوه وړه بېلګه ده، خو که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، هغه ورځ لېرې نه ده چې زموږ ژوند او مال به خوندي وي او زموږ راتلونکي نسلونه به د امن او خوشحالۍ ژوند تیر کړي." د پي ټي اېم مشر زیاته کړې ده چې د دوو میاشتو راهسې روان د یووالي پاڅونونو څخه جنګسالاران په تېښته شوي او که دا یووالی دغسې منظم پاتې شي، بیا د دوی خاوره د دنیا یو قوت ناامني ته نه شي سپارلی. په احتجاج کې حاضرو وینا کوونکو وویل د پېښور جماعت چاودنې او بنو سي ډي مرکز کې اوښتي د ټول ځاني او مالي زیانونو تفصیل دې وړاندې کړی شي، لکي مروت کې دې  د تندروۍ په نامه عملیاتو مخنیوی وشي او په ټوله پښتنه سیمه کې دې د دغه قسمه عملیاتو نه ډډه وشي چې په کې عام ولس د زیانونو سره مخ کیږي. په لکي مروت کې تیره میاشت امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد عملیات پېل کړي وو او د پاکستان پوځ دې عملیاتو کې د دولسو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده. مګر ځايي خلکو د عملیانو پرخلاف احتجاجي مظاهرې کړې وې او ویل یې چې د عملیاتو په پایله کې عام ولس د مشکل سره مخ شوی دی. په ننۍ ولسي غونډه کې د جنوبي وزیرستان قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د خوشي کېدو ترڅنګ د حنيف پښتين د خوشي کېدولو غوښتنه هم وشوه. د علي وزیر په ټولو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي او په حنیف پښتین د خفیه ادارې د یوه اهلکار د وژلو تور دی. وينا کوونکو وويل چې د بنو په غربي بلاک کې د تېلو موندلو وروسته دې په دې قدرتي وسایلو د ځایي خلکو حق ومنل شي. غونډې ته د عوامي نیشنل د صوبې عمومي سیکتر سردار حسین بابک هم وینا وکړه او ویې ویل چې په هیواد کې دوه آئینونه نه مني. د هغه وینا وه چې په یو آئین عمل کېدل غواړي چې په کې د هر وګړي حقوق محفوظ وي. سردار حسین بابک زیاته کړه: "د ساتنې لپاره، پولیس زمونږ خپل دی په شریکه به د ناامنۍ لارې تړو او نور د ترهګرۍ په نوم د خاوره جنګونو زغم نه لري." دې غونډې ته وینا کوونکو د پاکستان په مطبوعاتو او په ځایي انتظامیې هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې خبرونو کې د دوی احتجاجي غونډو ته ځای نه ورکړل کیږي. وي او اې د انتظامیې سره د رابطې هڅه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نه کړو. یاده دې وي چې ځایي پولیسو د اتوار/یکشنبې ورځې احتجاجي غونډې امنیت خوندي کړی و.  

12.02.2023 ډیوه

’ داعش د سوریې په مرکزي برخو کې ۱۱ تنه وژلي‘ 

د سوریې د جګړې څارونکي ډله وایي، لږ تر لږه ۱۱ کسان، چې اکثر یې ملکي وګړي دي، د سوریې په مرکزي برخه کې د اسلامي دولت د ډلې (داعش) په برید کې وژل شوي دي. 

12.02.2023 امریکا غږ

دترهګرۍ د چټکې شوې لړۍ وروسته د خیبرپښتونخوا پولیس مشرانو د چینایي وګړو د تحفظ ګامونه ارزولي دي

خېبرپښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو د لړۍ چټک کیدو وروسته، د صوبې پولیس مشرانو د چینایي وګړو امنیت ته ځانګړی پام ګرځولی او د سي پېک پروژې د رشکۍ اقتصادي ساحې او تربیله ډیم د چینایي انجنیرانو او مامورینو د امنیت لپاره اخېستل شوي ګامونه یې ارزولي دي. د خېبرپښتونخوا صوبې د پولیسو مشر یا ایي جي پي وایي، پاکستان کې میشتو چینایي وګړو ته تحفظ ورکول د حکومت او خیبرپښتونخوا پولیسو اولینه ذمه واري ده او په دې کې به هیڅ رقم کوتاهي یا لاپروايي نه زغمل کیږي. د پاکستان د سینیټ د دفاعي کمیټې مشر ښاغلی مشاهد حسین وایي پاکستان کې د ترهګرى پيښو کې راغلي زياتوالي چين فکرمنده کړى او اندېښنه لري چې چرته ترهګر سي پېک يا نورو پروژو باندې کار کوونکو چینایي وګړو ته مخه نه کړي. د صوبې د پولیسو نوي مشر اختر حیات ګنډاپور د اتوار/یکشنبې په ورځ د نوښار د رشکۍ سیمې د اقتصادي زون یا ساحې څخه لیدنه کړې او هلته یې د سي پېک پروژې لاندې په فعالیتونو د بوختو چینایي انجنئیرانو او مامورینو د امنیت جاج اخېستی دی. په عین حال کې د مردان ډویژن د پولیسو مشر یا ډي ایي جي محمد علي خان ګنډاپور او د صوابۍ د پولیسو مشر کیپټن(ر) نجم الحسنین د صوابۍ ضلعې د تربیله ډیم د چینایي انجنیرانو او مامورینو د کمپ څخه لیدنه کړې او هلته یې د چینایي وګړو د حفاظت لپاره د اخېستل شویو ګامونو جاج اخېستی دی. د رشکۍ اقتصادي زون څخه دلیدنې په وخت د صوبې د پولیسو مشر یا ایي جي پي ویلي پاکستان کې میشت چینایي وګړو ته تحفظ ورکول د حکومت او پښتونخوا پولیسو اولینه ذمه واري ده. ښاغلي ګنډاپور د خپل دې سفر په مهال د پولیسو لوړ پوړو چارواکو ته لارښوونه کړې ده چې د سي پیک په اقتصادي زون کې په فعالیت د بوختو چینایي وګړو امنیت ته خپل ټول پام وګرځوي او هغوی سره دې په جوخته رابطه کې پاتې شي ترڅو د هر بیړني وضعیت په صورت کې دوی ته پولیس په وخت کومک ورکړل شي. د خیبرپښتونخوا د پولیسو د ویاند لخوا مطبوعاتو ته د جاري کړل شوي بیان له مخې د رشکۍ په اقتصادي ساحه کې د پاکستاني پوځ افسرانو ایي جي پي ته هلته د کارکوونکو چینایي انجنیرانو او مامورینو د امنیت او نورو مهمو چارو په اړوند احوال ورکړی دی. د بیان له مخې د پولیسو مشر په رشکۍ کې د میشتو چینایي وګړو حفاظت لپاره د اخستل شویو ګامونو دقیقه ارزونه کړې ده او په دې لړ کې یې پولیس چارواکو ته د امنیتي ګامونو د لاسختولو امر کړی دی. د پولیسو مشر د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک د اقتصادي ساحې دا سفر وروسته له هغې کړی چې په30مه جنورۍ پېښور پولیس لاین کې د جومات دننه یو ځانمرګي برید کې 84 کسان ووژلی شول او تر200 زیات نور ژوبل شول. د دغه برید پړه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخېستې ده او هغوی ګواښ کړی چې په راتلونکي کې به داسې نورو بریدونو ته هم دوام ورکړي. پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو کې د زياتوالي په ترڅ کې تېره میاشت چين يو ځلې بيا پاکستان کې ميشت د خپلو وګړو د تحفظ په اړه انديښنې ښودلي وې. د چين نوي خارجه وزير ژن ژانګ د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بوټو زرداري سره د ټيلفیوني تماس کې تکرار کړې وه چې پاکستان دې د چينایي وګړو حفاظت لپاره موثره ګامونه پورته کړي. تير کال د نومبر مياشت کې د وزير اعظم شهباز شريف د چين د دورې په وخت د چين د صدر له خوا هم دغه رقم انديښو ته غبرګون کې وزير اعظم شهباز شريف هم د چپنايي وګړو د تحفظ عزم څرګند کړى و. د پاکستان د سېنيټ د دفاع کمیټې چيرمين او د کال ٢٠٠٩ راهسې جوړ د پاکستان چاینه انسټيټیوټ نومې تهنک ټينک مشر مشاهد حسين د ډیوه خبریال پیر ولایت شاه سره خپلو وروستیو خبرو کې دچين انديښنى پځاى بللې وی اؤ ویلي وؤ، د ژمنو باوجود پاکستاني ادارې او جارواکي لا تر دې دمه چينايي وګړو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه دي. نوموړي ویلي وؤ پاکستان کې د ترهګرى پيښو کې راغلي زياتوالي چين فکرمنده کړى اؤ اندېښنه لري چې چرته ترهګر سي پيک يانور پروژو باندې کار کوونکو چینایي وګړو ته مخه نه کړي. کال ٢٠٢١ کې دخيبر پښتونخوا داسو سيمه کې د چينايي انجينرانو په بس شوې خودکش حمله کې د ٩ چينايي انجىيرانو په شمول ديارلس تنان وژل شوى وؤ او لاقانونه وسله والې ډلې تحريک طالىان پاکستان ددې پړه په غاړه اخستې وه. تير کال کراچۍ کې شوې د ترهګرۍ يوه بله پيښه کې دري چينايي استاذان مړه شوى وو او بلوڅ بيلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ای ددغه حملې ذمه واري قبوله کړې وه.

12.02.2023 ډیوه

پنجاب: چارواکو د ترهګرۍ په تور یو کس وژلی او ۱۱ نور یې نیولي - وسلې او ګوله بارود هم برامد شوي

د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکو دعوه کړې ده چې د صوبې په بېلابېلو برخو کې یې د ترهګرو ضد د عملیاتو پر مهال د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکی يو مشکوک ترهګر وژلی او نور 11 مشکوک ترهګر یې نيولي دي. د ورځپاڼې ډان په یو رپورټ کې د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضد محکمې د وياند له خولې وېلی شوي چې د محکمې لخوا د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د ترهګرو خلاف 26 چاڼيز عمليات ترسره کړی شوي او نزدې د 26 مشکوک کسانو څخه پوښتنې شوي دي. د محکمې ترمخه ددغو چاڼيزو عملیاتو په مهال د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکی يو مشکوک ترهګر وژل شوې چې عرفان الله نومېږي. محکمې دا دعوه هم کړې چې په نيول شويو 11 کسانو کې د يو تعلق د لاقانونه داعش خراسان ډلې سره او نورو لسو مشکوکو کسانو تړاو د تحريک طالبان پاکستان سره دی. د محکمې په بیان کې ویل شوي چې د نيول شويو ترهګرو د ولکې څخه یې په ځانمرګي بريدونه کې کارېدونکې جېکټې، 364 کلو ګرامه چاودېدونکي مواد، درې لاسي بمونه، بال بېرنګونه، يو شارټ مشين ګن او يوه تمانچه هم برامد کړې ده او وايي محکمې د نيول شويو ترهګرو ضد د صوبې په بېلابېلو تهاڼو کې د ترهګرۍ ضد مادو لاندې لس مقدمې درج کړي دي. ښکاره دې وى چې له دې مخکې د جنورۍ په 5 نېټه نامالومه وسله والو د پنجاب په خانيوال سيمه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی دوه افسران هم وژلي وو چې پړه یې لاقانونه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې وه. پاکستان کې د ترهګرو په فعاليتونو کارکوونکې غېردولتي خپلواکه څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر کارپوه منصور خان مسيد ډيوه ته وویل، په دې وروستیو کې د ترهګرو لخوا په اسلام اباد، پنډۍ، ميانوالي او ملتان کې هم حملې شوي دي. وايي پنجاب هم د ترهګرو په نښه ده او ګمان کوي چې ترهګر به په سېند کې حملې پېلوي. د ټي ټي پي په وړاندې د حکومت دریځ د پاکستان حکومت تېر کال د افغان طالبانو په مينځګړتوب د ټي ټي پي د وسله والو سره د خبرو لړۍ پېل کړې وه خو تحریک طالبان پاکستان د نومبر په 28 مه د پاکستان د حکومت سره ډز بندي بيا ختمه کړه او له هغې راپدیخوا یې په پرله پسې ډول بريدونه پېل کړل. د پاکستان د ترهګرۍ ضد قامي ادارې وېلي چي طالبانو د مذاکراتو په پرمهال نه دا چې خپل ځان منظم کړ، بلکې هېواد ته هم داخل شول. د امنیتي چارو څېړنيزې خپلواکۍ ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018 د جولاې د مياشتې راپدیخوا تر ټولو خونړۍ پاتې شوې ده او د رپورټ ترمخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شويو 44 ترهګريزو بريدونو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره په کې د پوليسو ده. تېره ورځ د فرورۍ په 11 نېټه اسلام اباد کې د امنيت په اړه د لوړې کچې د يوې غونډۍ د مشرې په مهال د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې چې په ټولو صوبو کې دې د ترهګرۍ د مخنیوي د محکمو د توان سېوا کولو لپاره ګامونه واخلي او قانون پرځاې کونکې ادارو ته دې عصري وسلې ورکړي. امریکایي شهریانو ته د سفر خبرداری د امریکا د خارجه چارو محکمې په دې وروستیو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ د سېوا شویو پېښو په ترڅ د پاکستان دننه او دې هېواد ته سفر کوونکو خپلو وګړو ته د خېبرپښتونخوا، بلوچستان، قبایلي ضلعو او د لاېن اف کنټرول ورته سيمو د سفر نه کولو لارښوونه کړې ده او وېلي دي چې ترهګرې ډلې په پاکستان د بريدونو دسيسې جوړوي. د امریکا د باندېنيو چارو د محکمې لخوا جاري شوې اېډوايزرۍ کې ویل شوي چې امريکايي وګړي دې د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پخوانۍ فاټا ته د تګ څخه ډډه وکړي ولې چې پدغو سيمو کې د ترهګرۍ او اغوا کېدو خطره ده. دا لارښوونه هم شوې ده چې امريکايي شهريان دې لاېن اف کنټرول ورته سيمو د تګ څخه هم ډډه وکړي ځکه چې دغلته د هندي او پاکستاني ځواکونو تر مينځ د ګوله بارۍ تبادله کېږي. د امریکا په سفري هدایت نامه کې وېلي شوي چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې د حملو سازشونه کوي او ترهګرو عناصرو لخوا عام وګړي، پوځ او پوليس باندې حملې کيږي.

12.02.2023 ډیوه

کوهاټ:د وسله والو ډزو کې یو نرښځی وژل شوی او دوه ژوبل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې یو نرښځی یا خواجه سرا وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. دغه پېښه تېره شپه د کوهاټ د جرما پولیس تاڼې په حدودو کې هغه مهال مخې ته راغلې ده چې نرښځیان د ټنګ تکور په یو محفل کې له نڅا وروسته په رکشه کې کور ته روان وؤ. د وسله والو په ډزو کې د طارق په نوم نرښځی وژل شوی چې په مشي خان مشهور و او دوه نور نرښځيان حسنین عرف رابعه او نیاز عرف نازو ژوبل شوي دي. ژوبل نرښځیان د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي او د دغو ژوبلو نرښځیانو څخه یو تن نرښځی چې خپل نوم یې نه دی ښودلی، په ټولنیزو رسنیو خپره شوې خپله یوه ویډیوه کې ویلي، دوی د شپې په تیاره کې د محفل نه وروسته کور ته روان وؤ او چې کله په یوه کچه لاره کې د رکشې نه کوز شول نو د مخکې نه ناستو وسله والو پرې ډزې وکړې. هغه نه دي ویلي چې وسله وال څوک وؤ او په دوی یې ولې ډزې کړې دي، خو پېښور کې د نرښځیانو د اتحادیې مشر ارزو خان وي او اې ډیوه ته ویلي هغوی ته داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې دغه ډزې د یو نرښځې پلار او ورور په هغه د غیرت په نوم کړي دي. وي او اې ډیوه د جرما پولیس تاڼې چارواکو نه د دې پېښې د جزئیاتو معلومولو په موخه د یادې تاڼې محرر ښاغلي نثار سره د ټيلي فون دلارې د تماس نیولو زیاتې هڅې وکړې خو هغه د ډیوه له لوري وهل کیدونکو زنګونو ته هیڅ ځواب ونه ویلو. البته په ټولنیزو رسنیو بیلابیلو فعالینو د سیمه ییزو پولیسو له خولې لیکلي چې تر دغې پېښې سمدستي وروسته یې سیمې ته ځان رسولی او پېښه کې ککړ یو تن یې په موقعه نیولی او د هغه پرضد یې مقدمه درج کړې ده. د خواجه سراوو د اتحادیې د مشر ارزو خان د وینا له مخې د روان کال په وړومبیو دوؤ میاشتو کې د نرښځیانو پرضد د تشدد دویمه پېښه ده چې رامنځته شوې ده. هغه وویل تیرکال هم په خېبر پښتونخوا کې د12ؤ نه زیات نرښځیان وژل شوي وؤ . هغه وایي تر دې مهاله صوبه کې دغیرت په نوم اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ بدکارۍ دغوښتنې په اساس تر100زیات نرښځيان وژل شوي دي. ارزو خان وایي دوی وخت په وخت د نرښځیانو د وژل کېدو او ځورول کېدو پرضد احتجاجونه کړي او د اړوند چارواکو سره یې غونډې کړې دي خو وایي د دوی احتجاجونو او غونډو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې. "ورځ په ورځ زمونږ دخواجه سراؤ د وژلو او ځورولو پېښې زیاتېږي، مونږ غیر محفوظه یو،دا مهال مونږ دخپل زیږون ورځې هم نه نمانځو اؤ خپلو فعالیتونو نه مو هم لاس اخستی دی" نرښځي ارزو خان وایي تر اوسه حکومت د دوي په غوښتنو هیڅ غوږ نه دی ګرځولی اؤ حتی دوي چې کله دشناختي کارډنه جوړوي نو دخواجه سراء په توګه پخپل رجسټریشن کولو کې هم د زیاتو کړاونو سره مخ کیږي. هغه وایي په پنجاب کې بیا هم تر یوه حده د نرښځیانو غږ اوریدل کیږي اؤ دهغوئ لپاره هلته دمساوات په نوم د یو پروګرام په اساس حکومت وظیفې ټاکلې وې خو وایي په خیبر پښتونخوا کې بیا نرښځیان له هر طرفه نظر انداز کړل شوي او د ظلم، جبر او تاو تریخوالي ډکو رویو ته پرېښودل شوي دي.

12.02.2023 ډیوه

ریچادر بنت: د افغان نجونو د تعلیم لپاره مبارزه جرم نه دی، طالبان دې پریسا پرېږدي

د «افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ» په تخار ولایت کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو حقوقو یوې فعالې د نیول کېدو خبر ورکړی دی او وايي چې تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.

12.02.2023 امریکا غږ

د عمران خان مرکې ته د څېړونکو غبرګون: ترهګر د هغه د حکومت په وخت رایوځای شول

څيړونکي وايي دا چې د ترهګرو په بيا رايوځای کېدو کې ګني عمران خان څه کردار نه درلود، د حقيقت نه انکار کول دي. د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د امريکا غږ انګريزۍ څانګې سره په خبرو کې ويلي چې کله پاکستان کې ترهګر رايوځای کېدل نو استخباراتي شبکې چېرته وې؟ عمران خان دا تورونه رد کړي چې ګنې هیواد کې د ترهګرو د بیا منظم کېدو ذمه وار د ده تېر حکومت دی او پوښتنه یې کړې ده چې هرکله ترهګر دلته بیا منظم کېدل نو د پاکستان امنیتي ادارې او استخباراتي شبکې چرته وې چې دغه ترهګر یې نه لیدل؟ هغه وایي که د ترهګرو په بیا منظم کیدو کې غفلت د امنیتي ادارو او استخباراتي شبکو و، نو بیا یې دی څنګه ذمه وار ګرځول کیږي. خو څيړونکی او خبريال حق نواز وايي په هغه وخت کې عمران خان په مرکز او په خېبرپښتونخوا کې په واک کې وو، هم د دوی د حکومت په وخت کې وسله وال د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې رايوځای شول، نو بيا څنګه د دغه زمه وارۍ د اخېستو نه ډډه کوي؟ د وي او اې انګریزي برخې خبریالې ساره زمان سره په یوه ځانګړې مرکه کې عمران خان ویلي په افغانستان کې چې هر حکومت وي باید پاکستان ورسره ښې اړیکې ولري. هغه وایي پاکستان د افغانستان سره 2500 کیلو میټره اوږده پوله لري او که د افغان حکومت سره د پاکستان اړیکې ښې وي، نو که په دغه پوله د ترهګرۍ څه رقم ستونزه پیدا کیږي، افغان حکومت به د پاکستان سره مرسته کوي. څيړونکی او خبريال طاهر خان وايي د افغانستان سره په امن د اوسيدو په اړه د عمران خان خبره سمه ده، ځکه چې وړاندې هم د پاکستان لخوا په افغانستان تورونه لګېدلې چې وسله وال د هغه ځایه بريدونه پلان کوي، خو نوموړي وويل که دغه خبره اوس هم ومنل شي نو پاکستان ته به خپلې سيکورټي ته پخپله کتل وي. عمران خان ویلي: "مونږ په داسې موقف کې نه یو چې د ترهګرۍ پر وړاندې بله جګړه وکړو. او یوازینۍ لار دا ده چې کابل مونږ سره یو څه کار وکړي ترڅو مونږ په ګډه دا مسله حل کړو". عمران خان دعوه کړې چې هغه پخپله واکمنۍ کې غوښتل د افغانستان نه د 30زرو څخه نیولي تر40زرو د قبایلي سیمو بېځایه شوي کسان بیرته راستانه او دلته یې اباد کړي خو واضحه یې کړه چې دغه ټول کسان ترهګر نه و بلکې کورنۍ په کې شاملې وې. د عمران خان دې خبرو ته حکومت يا د امنيتي ادارو لخوا څه جواب نه دی ويلی شوی.

12.02.2023 ډیوه

شمالي وزیرستان:د وسله والو په برید کې پولیس افسر او د هغه د کورنۍ اته کسان ژوبل شوي دي

د افغانستان د پولې ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسله والو د یو پولیس افسر په کور برید کړی چې په کې د پولیس افسر په ګډون د هغه د کورنۍ اته کسان ژوبل شوي دي. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د ضلعې پولیس وایي دا پېښه دخالي او اتوار په منځ شپه کې ناوخته د شمالي وزیرستان د غلام خان تحصیل په ډنډي سیدګۍ سیمه کې شوې ده. د غلام خان پولیس تاڼې چارواکي وایي نامالوم وسله وال د شپې ناوخته د پولیس افسر امین الله کور ته ننوتلي او ډزې یې پرې کړې دي. ویل شوي کله چې په دې پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته رسول کیدل نو په موټر کې هم چاودنه شوې ده، خو تفصیلات یې مخې ته نه دي راغلي. د دوی په وینا په دې پېښو کې د پولیسو د ای ایس ایي امین الله او هغه د کورنۍ دوو ښځو په ګډون ۸ تنه سخت ټپیان شوي او په بیړني حالت کې دمیرانشاه روغتون ته رسول شوي دي. د روغتون سرچینې د دریو ټپیانو حالت مرګونی یادوي او وایي دغه ټپيان علاج لپاره د بنو روغتون ته انتقال کړی شوي دي. تر دې مهاله د دې پېښې ذمه داري چا په غاړه نه ده اخېستې او د علاقې پولیس وایي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیلې کړې دي. تر دې وړاندې پرون هم د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي ځانمرګی برید شوی و چې په کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي وؤ. د پاکستان پوځ په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو تحریک طالبان پاکستان ددغه برید ذمه واري منلې ده.

12.02.2023 ډیوه

د ترکیې او شام په زلزله کې د مړو شمېر له 28000 نه هم لوړ شو - ځینې ټېکه داران ګرفتاره شوي

واشنګټن   - ترکیه او شام کې د سختې زلزلې نه پس، لا هم د ژغورنې چارې په عمومي توګه جاري پاته دي، مګر د ترکیې په ځینو سیمو کې د لوټ او تالان رپوټونو په راتلو سره، د ژغورنې ځیني عملیات وځنډېدل. د ترکیې او شام چارواکي وایي چې د زلزلې له امله د مړو شمېر اوس د اته ویشت زره (۲۸۰۰۰) نه اوړېدلی او میلینونه کسان بې کوره شوي دي. د ملګرو ملتونو د مرستې د چارو مشر مارټین ګرېفېټ وایي، د هغه اټکل دا دی چې د مړو شمېره به دوه برابره زیاته شي. د شام شمال لویدیځه سیمه چې د یاغیانو په واک اختیار کې ده، په دې زلزله کې د هغه هېواد تر ټولو زیاته ځپل شوې سیمه ګڼلی کیږي. د ترکیې صدر رجب طیب اردوان د خالي/شنبې په ورځ وویل چې دا زلزله "د سدې غمیزه" ده. په ترکیه کې د زلزلې له کبله ګڼ شمېر لویې ودانې رانړېدلي او د زیاتو ملبو په منځ کې د ژغورنې عملیات جاري دي. د ترکیې حکومت د خالي/شنبې په ورځ یو شمېر ټېکه داران چې د چارواکو په باور د زلزلې له کبله د نړېدلو ودانیو په ناقصه جوړولو کې ذمه وار ګڼل کیږي، ګرفتاره کړل. د لندن په کالج یونیورسېټۍ کې د بېړنیو چارو د منصوبه بندۍ یو پروفیسر، ډېوېډ الکزنډر د ایسوشیټډ پرس خبري ادارې ته وویل: "دا المیه د ودانیو د ناقصه جوړېدو له امله پېښه شوې ده، نه د زلزلې له امله." د ترکیې د معمارانو د چمبر مشر ایوب موهجو د اې پي خبري ادارې ته ویلي، زیاتره ودانۍ چې رانړېدلي دي، هغه دي کوم چې په ناوړه موادو او ناوړه طریقه کار سره جوړې شوې وې او په کې د ودانۍ د چارو په برخه کې د ترکیې اصول له پامه غورځېدلي و. د امریکا د نارټ وېسټ یونیورسېټۍ یوې زلزله پوهې او پروفېسرې سوزان وان ډېر لي د وي او اې د ترکي څانګې ته وویل چې "داسې ډول زلزلې به پېښيږي... مونږ نه پوهیږو چې څه وخت. نو بهترینه کار دا دی چې د امکان تر حده پورې ورته آمادګي ولرو، داسې ودانۍ ولرو چې د امکان تر حده خوندي وي، او چې کله د ځمکې خوځېدل حس کړو، په دې پوه شو چې څه باید وکړو."   د دې رپوټ په جوړېدو کې د وي او اې ترکي څانګې برخه اخېستې او ځیني معلومات هم د اې پي خبري ادارې نه اخېستل شوي دي.

12.02.2023 ډیوه

اتنبایووا طالبانو ته: د ښځینه مدافع وکیلانو جوازونه هم تمدید کړئ

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اتنبایووا، د طالبانو له حکومت څخه د ښځینه مدافع وکیلانو د کار د جوازد تمدیدو غوښتنه کړې ده.

12.02.2023 امریکا غږ

د بریتانیا شارژدافیر: افغانستان کې له خبرو پرته پرمختګ نشي‌کېدای، بې ثباتي به ممکن داعش راپورته کړي

د افغانستان لپاره د برتانیې شارژدافیر هوګو شارتر چې په دغه هیواد کې ماموریت پای ته رسېدلی ویلي، چې د افغانستان بې ثباتي او کورنۍ شخړې به د ژور بشري بحران او د داعش د احتمالي بیا راپور ته کیدو لامل شي.

12.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more