روسیه: افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې د سیمې لپاره ګواښ دی
د روسیې د ملي امنیت د شورا مشاور نیکولای پاتروشیف ویلي دي چې په افغانستان کې بي ثباتي د سیمې ټولو هېوادونو ته انتقالېدای شي.
په نیویارک کې پاکستانی نژاد پولیس افسر چې په ډزو کې زخمي شوی و وفات شو
فیاض عدید هغه وخت په نښه شو کله چې هغه او د هغه وراره د ګاړې د اخستلو لپاره د فېسبوک بازار موندنې یعنې مارکیټ پلېس اعلان ته ځواب ورکړو او دواړه د وسله والو غلو لخوا په نښه شول. د پولیسو سرچینو ترمخه هغه وخت دوي څه ۲۴ زره ډالره نغدې پېسې لرلې
د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
پاکستان او افغانستان د بهرنیو کرنسیو په لېږد رالېږد نوي محدودیتونه ولګول
واشنګټن - پاکستان او افغانستان پخپلو سرحدونو باندې د بهرنیو کرنسیو په لېږد رالېږد نوي محدودیتونه لګولي چې ترمخه یې تاجران وایي دا به د دوو ملکونو ترمنځ تجارت، د پخوا نه هم زیات اغېزمن کړي. په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ریاست الوزرآ (صدارت عظمی) اعلان کړی چې پس د دې هېڅ څوک حق نلري چې د ائیرپورټونو د لارې "تر 5000 ډالرو زیات، او د ځمکې (سرحدونو او پولو) له لارې تر پنځو سوو (500) زیات ډالر په نقدي ډول له ځان سره وباسي." د دې نه علاوه، طالبانو افغانستان ته د خطې د ملکونو کرنسۍ راوړل منعه اعلان کړي دي. په دې کې پاکستانۍ روپۍ او ایراني تومان هم راتلی شي، مګر ډالر د سیمې د هېوادونو په کرنسیو کې نه شمارل کیږي. طالبانو دا فیصله هم کړې ده چې که څوک د دې اندازې نه زیات ډالر د افغانستان نه وباسي، نو سزا به ورکول کیږي. د پرېکړې ترمخه، د هر یو میلین ډالرو د لېږد سزا به یو کال قید وي، د یو میلین ډالرو نه د کمو نقدو د لېږد سزا به د هر یو لک ډالر په خاطر یوه میاشت قید، او د لک نه کښته نغده ډالر لېږدوونکي تر لسو ورځو پورې قید کېدلی شي. بل اړخ ته پاکستان هم د خپلو سرحدونو د لارې د خارجي کرنسیو په وړلو او راوړلو پابندۍ ولګولې. د بلوچستان په سرحدي ښارونو کې ځایي تاجران وایي چې پاکستان تاجرانو ته اجازت نه ورکوي چې یو ډالر هم افغانستان ته ولېږدوي. همدا شان د چمن په سرحدي لاره باندې د پنځه لکه نه زیاتو پاکستانۍ روپیو وړل او راوړل هم منع کړی شوي دي. افغانستان پخوا د پاکستان یو لوی تجارتي شریک ګڼل کېده، مګر اوس مهال د دغو دوو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه ډېره راټیټه شوې ده او د تاجرانو په باور، اوس چې د کرنسیو د لېږد رالېږد محدودیتونه هم ولګېدل، نو پس د دې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت نور نقصان هم وویني. په افغانستان کې چې طالبان بیا واکمن شول، نو د نړېوالو بندیزونو په لړ کې د افغانستان بنکي سیسټمونه هم د پابندیو سره مخ شول چې له امله یې تاجرانو ته ستونزې راپیدا شولې. طالبانو پخپل حکم کې دا هم ویلي چې افغانانو ته په کار ده پخپلۍ کرنسۍ (افغانۍ) باندې راکړه ورکړه وکړي.
ایران وايي جنګي جهازونو دپاره د ځمکې لاندې په نویو اډو يې امریکايي بمونه اثر نه شي کولی
ارنا وویل عقاب ۴۴ په هغه مرکزونو کې شامل دی چې د ملک په مختلفو برخو کې د هوايي پوځ دپاره په تېرو څو کلونو کې جوړ کړی شوي دي
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
طالبان: هېڅوک نشي کولای افغانستان څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو ډېر وباسي
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د «افغانیو» د کارولو، له افغانستان څخه د پېسو د انتقال او افغانستان ته د پېسو د لېږدولو په اړه تازه مقررات اعلان کړي دي.
پېښور: خواريکښ وايي ګرانۍ او بې روزګارۍ د سختو ستونزو سره مخ کړي
د اقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، په ملک کې د خوراکي توکيو او نورو خام مالونو د ګرانۍ سره ټوله ګراني سېوا شوې ده، عام خورايکښ وايي بې روزګاري سېوا شوې او په دياړۍ یې ګوزاره نه کيږي.
ځانګړې مرکه
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
روسیه د سمندر په تل کې د تاسیساتو ویشتونکې وسلې جوړوي
د روسیې او یو شمېر نورو پوځي قدرتونو له خوا د سمندر په تل کې د ګازو د نل لیکو، کېبلونو او داسې نورو زیربناوو په نښه کولو وړتیا د لویدیځ سمندري ځواکونه اړ کړي چې په اوبو کې د خپلو زیربناوو د خونديتوب دپاره اقدامات وکړي.
لاهور هايکورټ د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ د 43 غړو د څوکو څخه لرې کولو حکم معطل کړی
لاهور هایکورټ د الېکشن کمېشن لخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د 43 غړو د څوکو څخه لرې کولو حکم معطل کړی او په دغو خالي شوو څوکیو یې د ضمني انتخاباتو ودرولو ویلي دي چې د بل حکم پورې به دغه انتخابات نه شي کولی.
د پاکستان پوځ: د پاکستاني طالبانو ۱۲ غړي مو وژلي، افغانۍ هم ورسره وې
د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د چهارشنبې د ورځې په سهار فبروري اتمه (سلواغه۱۹) په یو لړ عملیاتو کې یې د «تحریک طالبان پاکستان» پورې تړلي ۱۲ «ترهګر» یې وژلي دي.
اېچ ار سي پي: د مذهب او عقيدې د ازادۍ په اړوند د پاکستان د رياست دعوې دروغجنې دي
پاکستان کې د بشري حقونو غېر دولتي خپلواکه تنظیم هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان ويلي چي په پاکستان کې د کال 2021،او 2022 په مهال د مذهبي ازاديو په اړوند د شوو پېښو څخه برېښي چې د مذهب او عقيدې د ازادۍ په اړه د رياستي عزم دعوې په دروغو ولاړې دي.
بایډن: موږ به تر هغو چې اړتیا وي، د اوکراین تر څنګ ولاړ یو
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تېره شپه په کانګرس کې وویل چې دا هیواد به تر هغه وخته د اوکراین د خلکو تر څنګ ولاړ وي چې ورته اړتیا وي. تیره شپه ملت ته په وینا کې بایډن وویل چې پر اوکراین د ولادیمیر پوتین وحشیانه حملو د دویمې نړیوالې جګړې د وژنو او ویجاړۍ یادونه تازه کړل.
د ترکي او شام په زلزله کې د مړو شمېره 9400 رسېدلې
په ترکي او شام کې د راغلې زورورې زلزله له امله د مړو شمېره 9400 ته رسېدلې او د غورځېدلو ودانيو لاندې د ګېرو خلکو راویستلو عمل په درېمه ورځ دوام لري.